ديوې ړندې جينۍ كيسه ده چې تل به يي له خپل ځان څخه له دې امله كركه كوله چې ګواكې ړنده ده. هغې نه يواځې له خپل ځان څخه كركه كوله بلكې دټولو خلكو څخه يي يوډول نفرت درلود. خويواځې خپل ملګرې ډيويډ ورته ګران و.ځكه چې هغه به تل ددې په خدمت كې و. دغې جينۍ به هروخت دا ارمان كاوه ، كه چيرته يوځل هم نړۍ وګوري نو له خپل ملګري سره به واده كوي.
يوه ورځ يوكس له دغې جينۍ سره ددوه سترګو وركولو مرسته وكړه. او دډاكټرانو په همكارۍ دغه سترګې جينۍ ته كيښودل شوې، او اوس نو ړنده جينۍ په بينا جينۍ بدله شوه او كولاى يي شول چې هرڅه وګوري.
پردغه مهال يي ملګري ورته وويل چې ته اوس هرڅه په خپلوسترګو كتلاى شي نوايا زما سره به واده وكړې؟ جينۍ چې كله هلك وليد نو وريږديده ګوري چې هغه هم ړوند دى نو له هغه سره يي د واده كولو څخه انكاروكړ.
هلك نهيلې په داسې حال كې چې اوښكې يي له سترګو روانې وې له دغه ځايه لږ لرې لاړ، او بيا يي دغې جينۍ ته يوليك واستوه چې په كې راغلې و:
دمهربانۍ له مخې ! زما دسترګو خيال ساته.