نزدی د پنځو شپږو کلونو خبره ده، یوه ورځ دبهیر غونډی ته چی دپیښور دشاه دوشمشیره رح په لیسه کی به جوړیده لاړم، غونډه لانه وه پیل شوې، له راغلو ملګرو سره می ستړي مشي وکړله، او په یوه چوکۍ کیناستم، خو نن می په دغو ملګرو کی یو نوې ځوان ولید، چی یواځې ناست او څو پاڼې یی په مخ کی پرتې وی، کله به یی خپلې مخې ته پرتې پاڼې راواخستی او ورته به یی وکتل او کله به یی هم دنورو ملګرو په شان د دروازی پر لور وروکتل چی ګوندې بهیروال راشي او غونډه پیل شي، په زړه کی می وویل راځه دغه ملګري سره به پیژندګلوي وکړې، نو ور پاڅیدم، دنوم پوښتنه می تری وکړه، راته یی وویل زما نوم نذیراحمد سهار دې، له دی سره می جوخت دهغې جریدې پرلور سترګې لاړې چی د مبارزه په نوم افغاني محصلینو په پیښور کی چاپ کوله او چلوونکی یی نذیراحمد سهار وو، ما ترې ګړندۍ پوښتنه وکړه چی دمبارزی مسول چلوونکی ته یی، راته یی ووې بس ما یی وبوله ، بس له همدغی ورځی له نذیر احمد سهار سره اشنا شوم، نوموړي به کله ناکله خپل شعر په بهیر کی اوروه خو ډیره به غلې ناست وو، او له نورو به یی اوریدل، او ما به هم نوموړې یواځې دبهیر په غونډو کی کله نا کله لیده، کله اونۍ ورسته اوکله میاشت وروسته، خو په هرحال د دغه نوښتګر ځوان و هڅو ته زما هغه وخت پام شو چی لا د مبارزی مسول چلوونکی وو، او په څنګ کی یی د سهار ورځپاڼې د سروزو صندوق پاڼه هم چلوله، نوموړي ته خدای ځانګړې استعداد ورکړې، زه غواړم نذیر سهار ولمانځم او له ټولو ملګرو په کلکه غوښتنه کووم چې راځۍ خپلې ځوانې هستۍ ونازوو، ویی لمانځو او دسبا ستوري تری جوړ کړو، زه په دی ګروهمن یم چی دغه لیکنه به پرځینو یارانو ښه نه لګیږي، ولی زه یی دهغه انساني مسولیت پر بنسټ کښم چی راپرغاړه دې، او باید همداسې وشي، زمونږ ډیر ځوان استعدادونه له خپل اصلي مسیر څخه وبل لوري ته اوړي، سره له دې چی په هغوۍ کی داسې څرکونه لیدل کیږي، چی د شهکارونو د پنڅونې رنګ لري،خوڅوک یی نه یواځې دنازولو او تشویقولو پروژه نه اخلي بلکه ترډیره له پښو غورځول کیږي، او بیا نو هغه بیوزلې ځان داسې یواځې احساسوي، چی په ځان کې دپنځونې په هڅو شکمن شي، او شا ورته واړوي، نو که همدایی لامل وي، نوبیا یی ولې نه لمانځو او ولی یی سرلوړي نه کړو، زه دهمدغه موخې له مخې تاسو درنو سره دنوموړو ځوانانو له ډلې د یو خداې ورکړي استعداد له څښتن ځوان شاعر ، لیکوال او د ژورنالیزم د ډګرد یوه پیاوړي نوښتګر په اړه تاسو سره خپل اند او نظر شریکوم، دنوموړي ځوان د زوکړې، ځای ځایګی او د دزده کړو په اړه زه په لاس کی ډیر څه نه لرم، یواځې یی پرشخصیت، کمال او نوښتونو غږیږم، نذیر احمدسهار هغه مهال زما په سترګو کی وغړید، چی بلا عجیبې پنڅونې یی زما ومخې ته ولویدې، نوموړې لا تنکې ځوان دې، خو خدای ج پرې داسې خپلې پیرزوینې لورولي، چی ما لا تراوسه په ډیرو ځوانانو او آن په خپلو تکړه مشرانو لیکوالانو، او شاعرانو که نه دی لیدلي، سهار یواځې شعر نه لیکي، هغه لیکوالي هم کوي، او خبریالي هم، نوموړې خپلې زده کړې هم کوي، او دخپل کتاب، قلم او دموټر دکرایی دپیداکولو لپاره کار ته هم اوږه ورکوي، هغه دبهیر په غونډو کی هم برخه اخلي، او دکلیدمجلې، کلید رادیو په دفتر کی هم کښینیې، خو ورسره په پوهنتون کی له زده کړو هم ځان نه سپموي، له بی شمیره ورځپاڼو، مجلو ، ویبپاڼو او جریدو سره قلمي همکاري هم لري، داسی قلمي همکاري چی زمونږ دنورو تکړه لیکوالو له زوره وتلې ده، د بیلګې په توګه د تیرې ورځې دکابل دخونړیوو پیښو لومړې راپور یی چی لا تراوسه یوې رسنۍ هم نه و خپور کړې، په دې ډول ورکړ( کابل: د کابل ښار سرای شمالي کې د ۱۷ مې حوزې په سیمه کې د امریکایي سرتېرو او ولسي خلکو ترمنځ په نښته کی ګڼ ملکي وګړي وژل شوي اود ۶۰ په شاوخوا کې ټپیان شویدي. دغه نښته سهار مهال هغه وخت پېښه شوه، چې د امریکایي سرتېرو موټر د ولسي خلکو پر موټر وخوت او وروسته یې د ځان له وېرې پر خلکو ډزې وکړې. د پېښې په سیمه کې اوس هم ډزې روانې دي . پولیس د جګړې سیمې ته ژورنالستان نه پرېږدي، خو د سیمه ییزو خلکو احتجاج روان دی.د سرای شمالي پر فضا د امریکایانو چورلکې ګرځي او د خلکو قار او غوسه شیبه په شیبه ډیریږي.ولسي خلکو ګڼ شمېر دولتي موټرو ته اور اچولی او پر سړک د مړو جسدونه ترسترګو کیږي.(
په دغه لنډ خو په ژورنالستیکو ارونو پوره راپور کی تاسې دپیښې ټول انځور په څرګندډول لیدلاۍ شۍ،
او وروستې راپور یی دمازیګر پرمهال چی نور اخ وډب رو رو غلی کیده، په داسې بڼه لوستونکو ته وړاندې کړ، چی د ټولې ورځې ناکراري یی په کی رانغاړلي، خو په ډیر لنډ ډول، سهار په دغه راپور کی داسې کمال کړې:
(کابل: سره له دې،چې د خیرخانې کوتل له سیمې خوټېدلی لاریون د کابل مرکزي واټونو ته رسېدلای، خو وضع ورو ورو خپل اصلي حالت ته اوړي. په قوای مرکز کې هغه لاریون کوونکي،چې د حاجي ورګ د کور مخې ته ولاړ و بالاخره د پولیسو په هوایي ډزو له سیمې وتښتېدل. دلته د ۲۵ په شاوخوا کې لاریون کوونکي و،چې شنې پټۍ یې په لاس کې وې او ځینو یې د احمدشاه مسعود تصویرونه په لاس کې نیولي و، د یوې موسسې وره ته درېدلي و. دوی موسسې ته اور ورکړ او لوګي یې تر اوسه خیژي. لاریون کوونکي د یوه منظم پلان له مخې پر بېلابېلو برخو وېشل شوي او په فرعي کوڅو کې ولاړ صرف موټر یې د ماتېدو پرمهال مشخصو سیمو ته لېږدوي. یو شمېر لاریون کوونکي د کلوله پشتې بر مرکزي سړک تېر شول او د کلیدمیډیاګروپ په وړاندې یې یوې غرفې ته اور ورکړ، وروسته دغه ډله د کابل سټی سنټر په لور لاړه او هلته یې پر هوټل هم ځو کاڼي وورول. غوسه ناکو لاریون کوونکوپه نوښار کې پاملرنې موسسې او پیزا هوټل ته اور واچاوه او پر سرینا هوټل یې هم کاڼي وورول. د دارالامان په لور تلونکیو لاریون کوونکو،چې د امریکایي سرتېرو په ځار پسې روان و، پر لاره د اریانا تلویزیون پر دفتر برید وکړ. سره له دې،چې څینې موټر او نور وسایل یې وسوڅول، خو د پولیسو او ملي اردو د سرتېرو په رارسېدو سره وضع ارامه شوه او اورووژونکیو اور غلی کړ. اریانا تلویزیون خپلې خپرونې جاري ساتلې دي. اوس هم د کابل په څینو سیمو کې ډزې اورېدل کیږي، خو له وضعې داسې برېښي،چې لاریون کوونکي مات شویدي(.
په دغه لنډ خو له منځپانګې ډک راپور د سهار دخدای ورکړي استعداد څرګندوۍ دي، په هرحال زه دښاغلي سهار په اړه ډیر څه نه وایم، راځم دنوموړي دلیکنو ډګر ته :
پرداسې مهال چی له یوې خوا مو دهیواد بدمرغه ورځو زړونه او فکرونه اواره کړي، او له بلې خوا یی راته ټوله مادي او معنوي شتمني پاشلې، نو بویه چی مونږ دلیونیوو دکاروانونو ملګري یو، خو داسې نه ده، په همدغو ویرجنو شیبو کی مو هیواد داسې بچي زیږولي، چی پیړۍ پیړۍ به پرې ویاړو او شملې به مو پرې هسکې وي، نذیر احمدسهار دژباړو په ډګر کې خورا سخته خواري کړې چی دنورو ژبو څخه وخپلې پښتو ته داسې یوڅه راوژباړي، چی زمونږ په درد دواء کیږي، او هم مو ترې هیوادوال خوند اخلي، د نذیر احمدسهار د سرو زرو صندوق ټولګې چی شپږ ځله چاپ شوې دهغو عجیبوپیښواو معلوماتو غو رچاڼ دې چی ماشوم، ځوان او زوړ ، ټول ترې خوند اخلي، او په بیا بیا لوستولو ارزي، دنوموړي دلونګو ځونډې کتاب چی دشعرونو ټولګه ده هم د پښتو په شعري نړۍ کی یوه ښکلې ډیرونه ده، چی دلونګوبوې ترې راځې، سهار یواځې په شعر کی نه دی تم شوې، لنډو کیسو ته یی لاس رسیدلې، او د (هغه لیونۍ ده) ټولګه یی چاپ شوې ده، په ناول هم لاس برې شوې، دنازنین او شیطان په پریوتو، کې ټولګې یی چاپ شوي، دي، د ژورنالیزم په ډګر کی یی خورا ارزښتمن اثار لوستونکو ته پريښي، مرکه څنګه وکړو، خبرڅنګه ولیکو،کالم، فیچراو تبصره یی نورې په زړه پورې ډیرونې دي، ا و څنګه خبریالان شو، کتاب یی دهغو تنکیوو ځوانانو لپاره یو په زړه پورې جونګ دې، چی دژورنالیزم له څانګې سره بې کچه مینه لري، او نه پوهیږي چی څه وکړي، اوله کومه ځایه پیل وکړي، نوې خبریالي دسهار بل غوزچاڼ دې چی دنوي ژورنالیزم په ډګر کې به دډیرو ژورنالستانو ستونزې هوارې کړي، همدا ډول یی د شاعرانو تذکره چې دمسافرو دی خداې مل شي هم په عصر پیرزو کړې، او دلونګو ځونډي وروسته یی بله شعري ټولګه (دچینې ترغاړې راشه) هم پښتو ته ډالۍ کړې، ددغو ټولو کارونو سره سره یی زه پردې ستایم، چې نوموړې لا په پوهنتون کې زده کړه کوي، خو څپڅپاند او خداې ورکړي استعداد یی په خوټیدو دې، سهار په دغه خامه او تنکۍ ځوانۍ کې په کراره نه کښینې، بلکه دکلید په مجله او دکلید رادیو کی هم دپښتو څانګو دتکړه کارکوونکي په توګه پیژندل شوې، د ټول افغان او بینوا ویبپاڼې د تکړه او ژوندي راپور ورکوونکې په توګه هم پیژندل شوې، که له یوې خوایی په پیښور کې دسهار ورځپاڼه په لاس کې وه نو اوس یی په کابل کی دویسا ورځپاڼه هم خپله ده، دنوموړې بیلابیلې لیکنې، مقالې، مرکې او شعرونه ځانګړې کیف لري، نو زه په ډاګه وایم، چی زمونږ دفرهنګي ډګر له یارانو څخه به نذیراحمدسهار یواځنې ځوان وي، چی دخپل نوم اوشهرت له څرګندولو ترډیره ډډ کوي، چی پرنقش یی تللو ته نور یاران هم رابولم، که همداوس هم ستاسو سردرد کوي نو په ټول افغان ویبپاڼه کې دهنر څانګې ته ورشۍ، سهار به ووینۍ چی له تاسو سره خبرې کوي، داسې خبرې چی دسردرد به مو لرې او ترډیره به مو له ځانه پردي کړي، زه دسهار نوښتګرې هڅې دخپل شړیدلي او ټوټه ټوټه شوي ادب دکوشیر لپاره یو نیک فال نیسم، خداې دی وکړي چی سهار مو همداسې نوښتګر او له سندریزو نغمو ډک اوسي.
په ټوله پښتني مینه