د عنايت ساپی لخوا خپرې شوې لیکنې


زمونږ دښاركوڅې

راشه زمونږ دښاركوڅي وګورهپه كى ښكاره خلك سرونه پلوريدلته داوښكو دمشكڼو ټوكرۍپكى معصوم هلك هډونه پلوريراشه زمونږ دښاركوڅي وګوره دلته دسوال نوم هيچانه پيژندهدغيرت سر به په سندرو كى ودلته وبال نوم هيچانه پيژندوزمونږه مينوبه يوروح اخستهچى به دكوم سپرلي وږمى الوتىدښاپيريووپه حسينو كتودنازپه تاوزلمۍ جوسې الوتىهرڅه دمينى اوښكلا پلوشوپه وړانګو وړانګو زيړي لمركى ډوب وودمستو پيغلو د منګيوو ګړنګارپه څانګو څان

17.09.2009 عنايت ساپی

مینه

مينهګرانى!وختونه تير شولزمانى واوښتلىخو زه لا اوس هم هاغه تال ها سريندى غږومچى ډير كلونه مى پخوادتا لپاره ښه په جوش ترنګولخو اوس رو رو خپله مستي پريږديدخپل عروج له ازانګو څخه رالويږي ګلى !هو!نور ستړي شوي دي توان نه لريګرانى !خو زه به دى دمينى په قاموس كى ديولرغوني نوم په توګه ساتمهغه قاموس مى زړه دى چى لا اوس همدسريندى په تاركى مينه پييلي۲۰۰۱ م كال

17.09.2009 عنايت ساپی

ياد

زما دهيرى مينى يادهڅنګه مى بيا په سترګو سترګو ګرځىلكه چى بيادى په يادشوى يمهكه نه !له ماځنى خو ډيره موده پټ ګرځيدىله هغه وختهچى زما د زړه پنجرى نه لاړىخدايګو يادونو نه مى څلي جوړ كړلخو ته به نه وى ژر به ونړيدلخو اوس دماتو پنجرو مات زړګي كىهاغه دوخت درنګينيوو شيبىهاغه ستاينى دښكلا دپريهاغه نغمى ها ازانګى دمينى پاتى نه دينو!له تانه هيله لرم چى نور مى مه چيړه دامات زړګوټىپريږده ويده شم په

12.09.2009 عنايت ساپی

هغه معلومات چي تر هرچااو هر څه ورته ته ډيره اړتیا لرې

      له بينوا ويبسايټ څخه په مننهسيد حكمت الله : رسول افغانزى هلمندمه هيره وه : -د فېشيني لباس خوښوونكيه – كفن مه هيره وه.-په بنګلو او بلډنګونوزړه بايلونكيه -دقبركنده مه هيره .-دښو خوړو خوړونكيه – دچينجيواوخزنده ګانو دخور

12.09.2009 عنايت ساپی

اوس یی منې او که نه ؟

د ۱۹۱۹ م کال دفرورۍ دمیاشتې په شمله نیټه دشپې دوه بجې وې چې دلغمان په کله ګوش کې افغان واکمن امیرحیبیب الله خان دتمانچې ډز پر ابدي خوب ویده کړ.دهمدې شپې پرسبا دامیر ورور سردار نصرالله خان په جلال اباد کې خپله واکمني اعلان کړه او درسمیت پیژندنې لپاره یی له هندي استازي چلسمفورد سره اړیکې ونیولې. هندي استازي د فرورۍ دمیاشتې په ۲۵ نیټه یعنې څلور ورځې وروسته لندن ته خبرورکړ چې نصرالله ډیر تلوار کوي او دلیک له بڼې یی داسې جوتیږي چې دوه اړخیزه ملګرتیا غوا

07.09.2009 عنايت ساپی

ستا دژوند کتاب

هره ورځ ژوند تاته يوه سپينه پاڼه ستا دژوندپه كتاب كې ږدي ، ستا تيرې ورځې وار له مخه ليكل شوي چې ته يي هيڅكله نشې بدلولې، په هغو پاڼو كې ته خپل تاريخ ليدلې شې. په هغو پاڼو كې يي ځنې روښانه رنګ لري او ځنې يي تت ،ځنې يي يو اوځنې يي بل ډول دي.دخوشاله وختونو ښكلي يادښتونه ساتلې شې او هغه پاڼې چې ستايادښتونه په كې ليكل شوي هروخت شكولې شې چې زړه دې وغواړي.ته نن وخت لرې چې يوه بله پاڼه وليكې. دانو ستاخوښه ده چې دغې پاڼې ته هرډول رنګ وركوې، انځوريزه يي جوړوې ،

07.09.2009 عنايت ساپی

لکه لنډۍ دې په څپو یادوم

بيا مى څو دردونو زړه كى واړوليو نه دى زرونو زړه كى واړولنور هغه زمونږ كلي ته نه راځيوخت چى دويرونو زړه كى واړولڅنګ به چى شرنګ كوڅه كى تيره شوهمينى به دمونو زړه كى واړولاوس مې تصور هم بى مزى ښكاريخيال چى د غمونو زړه كى واړولوخته مازيګر مى كه بياراولىپوه شه چى نفلونو زړه كى واړولاوښكه مى لټيږي دسفرپه لورڅنګه زر اهونو زړه كى واړولخدايګو چى په نيمه لار كى پاتى شوملرو منزلونو زړه كى واړول۲۰۰۰ م كال

06.09.2009 عنايت ساپی

دهند له خاورې څخه

  عنايت ساپى، كابل د هند له خاورې څخهد افغانستان پر مهال پاو كم څلور بجې وې، چې د اريانا افغان هوايي شركت د الوتكې پر زينو وروختو. په الوتكه كې له كښېناستو لږه شېبه وروسته د ټاكل شوي كس له خوا د الوتكې د روانېدو، وخت او ارونو په اړه معلومات راكړل شول. ملابندونه مو كش كړل. له ما سره په درې كسيزه څوكۍ كې يو خپل ملګرى (بريالى وياړ) او يوه هندۍ نجلۍ (

06.09.2009 عنايت ساپی

سندریز افغانستان

  يوه ورځ به دې خداي راولي جانانه دا دوير او دماتم ټغر به ټول وي زمانې به تاج په سر وي درته ايښې دسندرو شور به رسي تر اسمانه   داد غم اوښان به واړه كډه شويي چيرته لرې داغيار ښار او كوڅو ته

05.09.2009 عنايت ساپی

کارموندنه

په لاندې لینکونو کلیک وکړۍ او خپل ځان ته دخپلې خوښې دنده پیدا او خپل تعلیمی او تجربوی اسناد ورولیږیء. باید وویل شي چې په لاندې لینکونو کې یی لومړي درې لینکونه دافغانستان لپاره دي اوپاتې یی بیا عمومي راوړل شوي چې دنړۍ په نورو هیوادونو کې هم د کار موندنې لینکونه لري.  ۱.  http://www.acbar.org/job_search.php ۲: http://unama.unmissions.org/Default.aspx?tabid=17

03.09.2009 عنايت ساپی

یویی بدرګه کړ بل یی وواژه

دسهار پوره اوه نيمې بجې وې چې دكابل هوايي ډګر پرلور غځيدلې واټ دترافيكو پرمخ وتړل شو. شيبه وروسته جوپې جوپې انسانان ښـكته او پورته دسرك دواړو غاړو ته پلي روان شول. ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان له څرمې داوږد ه انتظار له ويرې په پښو مزلو ته زړونه ښه كړل. امنيتي څارونكو دسرك له غاړو څخه دخلكو په شړلو ، موټر چلونكو ته په كنځلو او بايسكل چلوونكو ته په ديكو وركولو واټونه ګرم كړي وو.دپوليسو پك اپ ډاټسونو كله دډګر پر لوري او كله هم دعامې روغتيا وزارت دڅلور لارې پ

03.09.2009 عنايت ساپی

یوه زړه راښکونکې کیسه

ديوې ړندې جينۍ كيسه ده چې تل به يي له خپل ځان څخه له دې امله كركه كوله چې ګواكې ړنده ده. هغې نه يواځې له خپل ځان څخه كركه كوله بلكې دټولو خلكو څخه يي يوډول نفرت درلود. خويواځې خپل ملګرې ډيويډ ورته ګران و.ځكه چې هغه به تل ددې په خدمت كې و. دغې جينۍ به هروخت دا ارمان كاوه ، كه چيرته يوځل هم نړۍ وګوري نو له خپل ملګري سره به واده كوي.يوه ورځ يوكس له دغې جينۍ سره ددوه سترګو وركولو مرسته وكړه. او دډاكټرانو په همكارۍ دغه سترګې جينۍ ته كيښودل شوې، او اوس نو ړنده جين

03.09.2009 عنايت ساپی

زمونږ د ادبي بنډارونو مجاهد شهید

هرسحرسترګې دګل په اوښكولژندې + په دې باغ كې بې ژړلو خندا نشتهزمونږ دبې كوشيره فرهنګ په خزان وهلي باغ كې دمرګونو غل يوتاند نيالګې بې وخته ترخپلو مرګوني څپو لاندې كړاو زمونږ ادبي خوځښت ته يي دداسې نهيلۍ احساس وركړ چې ګوندې افغان فرهنګ له خپل يون څخه لاس پرسر كړي خو،نه، باوري يم چې دمرګونو غل به په خپلو غلچكي بريدونو مونږ له خپل كلك هوډ څخه وانه ړوي او لا به دنويوو نيالګيوو دخړوب لامل شي. زه دافغان ادبي بهير ديومنلي او تكړه ملګري په ياد څو كرښې ليكم چې نه يواځې

03.09.2009 عنايت ساپی

عابد او بهیر

مونږ خپل ډيره فرهنګي ملګري دافغان ادبي بهير په انګړ کې وموندل. هغه مهال چي بهير په پيښور کې دشاه دوشمشيره په ليسه کې خپلې اونيزې غونډې پيل کړې، نو زه هم ديوملګري په ملتيا يوه ورځ دبهير پردروازه ورپيښ شوم. په شمار دولس ، ديارلس تنه به دليسې په انګړکې دشاګردانوپرهغو چوکيوو ناست وو چې له ټولګيوو به بهيروالو راويستلې وې. غونډه لا نه وه پيل شوې، بهيروالو په خپلو منځوکې خبرې سره کولې. شيبه وروسته يوله ونې دنګ ځوان(ارواښادامان الله ساهو) چې پرمخ يي توره برس ک

03.09.2009 عنايت ساپی

افغانستان او پرپولو جګړه

(موږ د امريكا متحدو ايالاتو ته دا ويلي وو، چې تاسو په كوريا او ويټنام كې ماتې خوړلې، نو دا ځل بايد سمه پرېكړه وكړئ،) دا خبرې پاكستاني جنرال فضل الحق ځكه وكړې، چې واشنګټن د افغاني مقاومت په اړه د دوى د هڅو ملاتړ وكړي.كله چې مادپيښورپه (امريكن كلپ) كى له يوه امريكايي څخه پوښتنه وكړه، چې تا په افغان جهادكې څه كارنامې كړي؟ نوموړي ګرد مخي امريكايي د يوه ساړه اسوېلي تر ايستلو وروسته وويل: دا مې پنځم ځل دى چى دى خاورى ته راغلى يم). خو كله چې ماهلته ناستوكسانو

03.09.2009 عنايت ساپی

ژوندې خبرې

ژوندزه ژوند لټوم !دخيال پر غالۍ ناست يم. دغرونو څوكو ته ورشمهلته له يو څو غرنيوو ونو پرته هيڅ ونه مومبيرته دغره لمنى ته راشمڅو زركى او څو هوسۍ ښكاره شي چى يوه اوبله خوا زما له ويرى وتښتيهغوىء له ما سره دمرګ استازى وينى،چى دهغوىء پر لور ور روان يوو، له هغه ځايه يو باغ ته ورشم، ښكلى شين باغ، چى د رنګارنګ مرغانو شور ورته يو داسى روح وربښلى چى زړونه تسكينويزما له رسيدو سره سم مرغان والوزي او هلته پرته له ما اوباد څخه چى د ونو شنى پاڼى خو

03.09.2009 عنايت ساپی

دتاج محل ننداره

سهار وختي مو ځانونه چمتول كړل، اودبهرنيووچارو دوزارت له خوا په راليږل شوي دولتي موټركى مودچودري صيب (دهندد بهرنيوو چارو دوزارت مامور) په ملتيا د اګرې ښار پرلورحركت پيل كړ. داچه سهاروختي وو نو پر سړكونو د موټرو ګڼه ګوڼه هم نه وه. له واټونو څخه تېرېدو، د سهار ناشته مو د ماردونال په نړيوال رسټورانټ كې وكړه او له هغه ځايه د تاج محل څنډو ته ورسېدو. موټر مو په تمځي كې ودراوه او بيا له هغه ځايه په يوه بل كرايي موټر كې سپاره او د تاج محل د دروازې مخې ته كوز شو

03.09.2009 عنايت ساپی

یوه خاطره

له هوایی ډګر څخه راووتو، نژدې پنځه څلوېښت دقيقې وروسته د (كلاش كالونۍ) سيمې ته ورسېدو او هورې زموږ د سورلۍ موټر ديوه عصري مېلمستون (ګيتي پيلس) مخې ته ودرېد. د مېلمستون كاركوونكو زموږ سامانونه له موټر څخه راكښته او موږ ته راكړل. شېبه وروسته موږ ته هم د خپلو- خپلو كوټو كيلۍ راكړل شوې او لاړو، سامانونه مو په خپلو كوټو كې ځاى پرځاى كړل. . د مېلمستون كاركوونكى، په داسې حال كې راننوت چې موږ ټول يوې كوټې ته سره راغونډ شوي وو، د ډوډۍ خوړلو لپاره مو ورته وړانديز وكړ.

03.09.2009 عنايت ساپی

هارورډ پوهنتون

غرمه مهال د ريل ګاډي څخه په بوسټن كي ښكته شول ،د ميرمن يي سوليدلې او زوړ كميس په تن وو، او ميړه يي هم شډلې كليوالې جامې اغوستې وي، پرته له مخكينۍ ژمنې په پوره ډاډ د هارورډ پوهنتون دروازي ته ورسيدل، دپوهنتون سكرتر چې دوۍ دسرك سر كوټې له كړكۍ څخه وليدل نو له ځان سره يي وويل چي دغه دوه شډل او كليوال كسان چي آن دكامبرج په سيمه كي د ګرځيدو وړ نه دي، څنګه ديخوا راروان دي، سكرتر لا له ځان سره بونګيده چي دوۍ د پوهنتون پردروازه ورننوتل، له سكرتر سره دمخامخ كيدو وروسته سمدل

03.09.2009 عنايت ساپی

دمسلمانانو زړونه بیا په خنجر وهل کیږي

د نیویارک په منتانا ښارګوټي کی داسلامي نړۍ د راپارونې په موخه یوځل بیادمسلمانانو زړونه په خنجر وهل کیژی، په دغه ښارګوټي کی د ایپل په نامه یوه کمپنۍ غواړي دبیت الله شریف خونې ته ورته یوه داسې خونه اباده کړي، چی په هغې کې دفحاشۍ له نندارو نیولې او بیا ترحیواني اخلاقو هم ور هاخوا دانسانی کرامت پرضد څلوریشت ساعته داسې لوبې وشي، چی یو ځل بیا دمسلمانانو احساسات راوپاروي، دغه خونه چی پر پنځه ویشت زره مکعب فټه ځمکه کی دابادیدو په حال کی ده، دنیویارک او دنړۍ دنورو اسلام دښ

03.09.2009 عنايت ساپی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more