يوه ورځ به دې خداي راولي جانانه

دا دوير او دماتم ټغر به ټول وي

زمانې به تاج په سر وي درته ايښې

دسندرو شور به رسي تر اسمانه

 

داد غم اوښان به واړه كډه شويي

چيرته لرې داغيار ښار او كوڅو ته

دا مرګونه دپيړۍ به دې له خاورې

په توبو توبو ډير لري كډه شويي

 

خونړي انقلابونه به نور مړه وي

دا دغم دزمانې بچې به مړه وي

مشالونه به دښار كوڅو كې بل وي

دتيارو ديوان به ګرده سره مړه وي

 

پرمختګ او ترقي به زمونږ شعار وي

وروسته پاتې ولسونو ته به زيري

بدرګه دښكلا پيغلو سره ليږو

ابادي به ددې خاورې زمونږ كار وي

 

ښاپيرۍ دچين ماچين به دې سلام ته

هره ورځ په بدرګه دپري ذاتو

ستا دحسن په دربار كې حاضريږي

پرښتو به دې غوږ ايښي وي كلام ته

 

انګازو به دې  دمينې غرو رغو كې

ځائ نيولي وي دډزو او بمونو

تنكي ژڼكي به دې څڼو سره درومي

اتڼونه به وي ستا هره ورشو كې

                                                                                                                  

 

هره پيغله هر زلمې به دې دمينې

دښكلا كيسو كې يو بل نه ځاريږي

دټوپك خونړې ميل به وي مات شوي

نور به نه توييږي يو څاڅكې دوينې

 

رڼاګانې به ښارونه په سر اخلي

بانډې كلي به ځليږي په رڼا كې

دكونړ په سيند به جوړ دبريښنا بند وي

خوشالي به ټوله سيمه په سر اخلي

 

 

سپيرې دښتې به دې ټولې وي ښيرازه

هريرود به دهلمند دغاړې هار وي

تور لوګي به دې نور نه خيژي اسمان ته

د باروتو زور به خم وي ستا له نازه

دجګړو دبلا زور به وي مات شوې

خوشالي به وي په لويه پكتيا كې

اهريمن  دزمانې به رانسكور وي

اتڼونه به هر لوري سات په سات وي

 

داټپي ټپي كندهار به دې له بخته

له ملالې، له ايوبه  تر ابداله

يوځل بيا دزمانې په سر كې تاج شي

ګيله من به نه وي نور له خپله بخته

 

                                                 دبکوا دښته به سره وی په رنګونو

                                                د سرو وینو ځای به سرو ګلو نیولی

                                                عناب ګل به نور سندره دفراه شی

                                                شاعرانو به هرکلې وی نیولی

 

 

دزرينو وړانګو لمر به دې راخيژي

ستا دحسن له ختيځه ننګرهاره

دسپين غره واورې به پاكې وي له دوده

ارغوان به څانګې څانګې دې راخيژي

 

                                               

                                               دبودا دعظمت کیسې به پیل شی

                                               دتاریخ دپړاونو ستر بامیان کی

                                               دکوترو سپین پوځونه به درګرځی

                                              دامیر دبند په ښکلی شین اسمان کی

 

دنړۍ وګړی ټول به ورته لیږي

په زرهاو سلامونه مولانا ته

چی دبلخ نوم یی په ټوله دنیا خور کړ

سلامونه به وی ستا علی سینا ته

 

 

دا درې درې راغونه به دي ډك وي

سيلانيان به دنړۍ ورته رادرومي

دا دهسك په تندې ستورې نورستان  به

ستا له مينې په ملي غرور كې پټ وي

دتاريخ دتمدن څلې به جوړ شي

هير دې نشي دوياړونو په غزني كې

رڼې هيلې به ويالو غوندې بهيږي

يو دمينې دښكلا كلې به جوړ شي

 

 

يوه ورځ به دې خدائ راولي جانانه

دا دوير او دماتم كيسې به نه وي

دظلمونو دمرګونو وار به تير وي

وار به زما او ستا په لاس كي وي جانانه

 

 

درنګونو دنياګۍ به وي ودانه

فضاګانې به وي سپینې په كوترو

جنګ به ورك وي خدائ دې ورك كړي له دې دره

غږ دسولې به رسيږي تر اسمانه

دا د غرب دهوسونو تږي وږي

افغاني ځوانان به بيرته په ديار شي

دا غربت به دې په هيرو كيسو شمير وي

په دې خاوره كې به نه وي تږي وږي

دجومات له منارو به انګازې وي

ډله ډله به روان وي جوماتو ته

ورورولي  او اتفاق به هره خوا وي

دټوپك دډز به وركې انګازې وي

مړوندونه به له شنو بنګړيوو ډك شي

بنګړي واله ترور به بيا كلي ته راشي

سره لاسونه به له شنو منګيوو تاو شي

ګودرونه به له مستو پيغلو ډك شي

                                                   دشپونكي شپيلئ به بيا په نڅا راشي   

                                                   ياقربان به يي دغره په څوكو ګرځي     

                                                   دليوانو دپړانګانو پښې به  فلج وي

                                                   دهوسيوو سيل به بيا په نڅا راشي

دګورګرو او مماڼو وخت به راشي

پلوونه به دپيغلو وي نښتي

په اغزنو څانګو ونو دګور ګرو

دزركانو او د زاڼو وخت به راشي

دبلبل دغږ نغمې به شي راپورته

دنښتر له هاغه پورې ځنګله نه

دغه سرې دانې دانې ونې به ډكې

له سنځلو ډكې ډكې شي راپورته

هره خوا به سندريز افغانستان شي

هر وګړې به له دې خاورې قربان شي

لكه ستورې به سرلوړې په اسمان شي

سرلوړي به دې هيواده په جهان شي

عنايت ساپې      

کابل افغانستان