زما دهيرى مينى ياده
څنګه مى بيا په سترګو سترګو ګرځى
لكه چى بيادى په يادشوى يمه
كه نه !
له ماځنى خو ډيره موده پټ ګرځيدى
له هغه وخته
چى زما د زړه پنجرى نه لاړى
خدايګو يادونو نه مى څلي جوړ كړل
خو ته به نه وى ژر به ونړيدل
خو اوس دماتو پنجرو مات زړګي كى
هاغه دوخت درنګينيوو شيبى
هاغه ستاينى دښكلا دپري
هاغه نغمى
ها ازانګى دمينى پاتى نه دي
نو!
له تانه هيله لرم
چى نور مى مه چيړه دامات زړګوټى
پريږده ويده شم
په ارامه باندى
12.09.2009
- عنايت ساپی
له بينوا ويبسايټ څخه په مننهسيد حكمت الله : رسول افغانزى هلمندمه هيره وه : -د فېشيني لباس خوښوونكيه – كفن مه هيره وه.-په بنګلو او بلډنګونوزړه بايلونكيه -دقبركنده مه هيره .-دښو خوړو خوړونكيه – دچينجيواوخزنده ګانو دخور...
17.09.2009
- عنايت ساپی
مينهګرانى!وختونه تير شولزمانى واوښتلىخو زه لا اوس هم هاغه تال ها سريندى غږومچى ډير كلونه مى پخوادتا لپاره ښه په جوش ترنګولخو اوس رو رو خپله مستي پريږديدخپل عروج له ازانګو څخه رالويږي ګلى !هو!نور ستړي شوي دي توان نه لريګرانى !خو زه به دى دمينى په قاموس كى ديولرغوني نوم په توګه ساتمهغه قاموس مى زړه دى چى لا اوس همدسريندى په تاركى مينه پييلي۲۰۰۱ م كال...