د نیویارک په منتانا ښارګوټي کی داسلامي نړۍ د راپارونې په موخه یوځل بیادمسلمانانو زړونه په خنجر وهل کیژی، په دغه ښارګوټي کی د ایپل په نامه یوه کمپنۍ غواړي دبیت الله شریف خونې ته ورته یوه داسې خونه اباده کړي، چی په هغې کې دفحاشۍ له نندارو نیولې او بیا ترحیواني اخلاقو هم ور هاخوا دانسانی کرامت پرضد څلوریشت ساعته داسې لوبې وشي، چی یو ځل بیا دمسلمانانو احساسات راوپاروي، دغه خونه چی پر پنځه ویشت زره مکعب فټه ځمکه کی دابادیدو په حال کی ده، دنیویارک او دنړۍ دنورو اسلام دښمنه انسانانو لپاره دفحش دیوسترمنځي په نامه نومول کیږی، له همدی امله هغه یاران چی په انګلیسي ژبه لیک لوست کولای شي دخپل اسلامي مسولیت له مخې باید دغه لاندې انترنتي ادرس ته زور ورکړي، او بیا دی دپاڼې په وروستۍ برخه کی دبریښنالیک په موندلو سره د رد یو ځواب واستوي، دغه خونه چی د ایپل مکه (دمڼې مکه)په نامه نومول شوې، د رسنیوو له قوله یی کار ښه په درز کی روان دې، او که اسلامي نړۍ یی پروړاندې چټک غبرګون ونه ښایی، ښایی دغه کار دپیغمپرصلی الله علیه وسلم د مصنوعي کارتوني شخړې څخه ډیری منفي او ناوړه اغیزی له ځان سره ولري
http://news.com.com/2061-10793_3-6061531.html