له هوایی ډګر څخه راووتو، نژدې پنځه څلوېښت دقيقې وروسته د (كلاش كالونۍ) سيمې ته ورسېدو او هورې زموږ د سورلۍ موټر ديوه عصري مېلمستون (ګيتي پيلس) مخې ته ودرېد. د مېلمستون كاركوونكو زموږ سامانونه له موټر څخه راكښته او موږ ته راكړل. شېبه وروسته موږ ته هم د خپلو- خپلو كوټو كيلۍ راكړل شوې او لاړو، سامانونه مو په خپلو كوټو كې ځاى پرځاى كړل.
. د مېلمستون كاركوونكى، په داسې حال كې راننوت چې موږ ټول يوې كوټې ته سره راغونډ شوي وو، د ډوډۍ خوړلو لپاره مو ورته وړانديز وكړ. یوملګري ټلويزيون لګولى و. بس هندي موسيقي او هندي فلمونه يې په هر چينل كې ليدل كېدل.
ډوډۍ راغله او خداى شته چې ښه خواړه يې راوړي وو. د لومړي ځل لپاره مې هندي خواړه وليدل. خو په يوه مړۍ سره يې زما اوښكې نه، د ټولو اوښكې وبهولى. بېحده ترخه و، يوازېنى شى چې تريخ نه و، هغه وچه ډوډۍ وه، چې وړه ګرده ټيكله، چې هغوى به ورته (چپاتي) ويل او بل مستې وې، چې توندې نه ښكارېدې، نور هرڅه يې تر پايه موږ ټولو د اوښكو په بهير كې وخوړل. ډوډۍ وخوړل شوه، له میلمستون څخه بیرون د چکر لپاره راووتو. د شپې څه د پاسه لس بجې وې، خو د خلكو د تګ راتګ بهير لا نه و تم شوى. په كوڅو او واټونو كې خلك ګرځېدل. موږ هم تر ليريو لاړو. هوا يخه وه، خو د كابل په څېر نه، په نژدې شا و خوا كې كوم بازار نه و، ځاى ځاى دكانونه ليدل كېدل. زمونږ یوملګري د ايسكريمو يوه كراچي وليده او غوښتل یی چې ايسكريم واخلي، له موږ يوه سره هم هندۍ روپۍ نه وې، له كراچۍ والا څخه مو د ايسكريم غوښتنه وكړه، هغه يو دانه، چې لس هندۍ روپۍ يې بيه وه، راکړ. زما ملګری ورته يوګون ډالر وركړ، خو هغه نه اخيست او همدا يوه خبره يې كوله، چې هندۍ روپۍ. ما ګومان كاوه چې دا ګوندې د ډالرو له ارزښت څخه نه دى خبر، خو هغه وويل چې زه پوهېږم يو ډالر څه له پاسه څلوېښت هندۍ روپۍ كېږي، خو موږ يې نه اخلو. زه وپوهېدم چې له دوى سره د خپل هېواد د پرمختګ او د خپلو كورنيو ملي ګټو څومره ستر احساس دى. بېرته يې ايسكريم واخيست او موږ ترې خپل مېلمستون ته راغلو.شپه مو تېره كړه. تر چايو وروسته د بهرنيو چارو وزارت مامور، چې موږ به ورته چودري صاحب وايه، راغلى و او زمونږ د راتګ انتظار یی کاوه. تيار موټر ولاړ و، وروختو، د ښار په بېلابېلو خواوو كې ګرځېدو او د چودري صاحب له خوا موږ ته معلومات راكول كېدل.
دا نوى ډهلى و. هسكې- هسكې ودانۍ، زړه راكښونكي څلورلاري، د نظم او ډسپلين مراعات، يو بل ته درناوى، زغم او نور هغه څه وو چې زه يې په حيرانوونكې توګه خوشحال كړى وم. خو كله به د خپل هېواد پلازمېنې ته پام يووړم، ورانې او كنډواله ودانۍ، شاړ چمنونه، ويجاړ واټونه، د زغم نشتوالى، د جګړو د بلاګانو سيورى، يو بل ته د درناوي پرځاى ښكنځلې او نور هغه څه وو، چې له دغه ځاى سره به يې په پرتله ييز ډول خپه كولم. خو خير، د دغه ځاى خلك يو موټي دي، دوى ځان ته هندي وايي. دلته د پښتون، تاجك، ازبك او هزاره په نومونو يو بل نه وژل كېده. دلته خلك پر قانون پښې نه ږدي. دلته ملي يووالى حاكم دى. دلته كلتور ارزښت لري، دلته ټوپك يوازې د ملي نواميسو له ساتندويانو سره وي، دلته د چا پر حيثيت ملنډې نه وهل كېږي. نو ځكه به د دوى شملې هسكې او هېواد به يې ښېرازه وي. دلته زموږ د مخابراتو تر وزارت په سلګونو او زرګونو هسكې ودانۍ شته، چې د ښار ښكلا ته يې رنګونه وركړي دي. په هره څلورلار كې ښايسته چمنونه، د دغه ښار د ښېرازۍ بېلګې دي.
د هند دروازې ته لاړو، د چودري صاحب د وينا له مخې دغه دروازه له بريتانوي استعمار څخه د هند د خپلواكۍ په ياد جوړه شوې وه، چې اوس يې تاريخي ارزښت موندلى دى.دلته له بيلا بيلو سيموڅخه خلك راغلي وو، خوا وشا يي امنيتى پوستى ځاى پرځاى شوى وى.
دغه ځاى سيلانيانو ته هم په زړه پورى وو، يوه شيبه مو همدلته تيره كړه، هنديانو دخپل غرور نښان ته په فاتحو سترګو كتل خو دغه دخپلواكۍ په وياړ جوړه شوى دروازه
مونږ ته دومره عجيب افتخار نه ګڼل كيده.خو په هرحال دا دهند ولس لپاره يوتاريخي سرلوړي وه چى سيلانيان يي ليدو ته راشي.او بيا شاوخوا دهندي وګړو په سترګو كى د سرلوړۍ نښى وګوري.. له دغه ځاى څخه د جمهوري رياست د ماڼۍ پر لوري وخوځېدو له څو دقيقو ورسته د نوي ډهلي له سركونو څڅه د جمهوري رياست ماڼۍ ته په تللى واټ ورسم شو. ماڼۍ ته تللى لار ښكليوو چمنونو او د واټ په خوا و شا كې سرو، ژېړو او سپينو ګلانو جاده بې كچه ښايسته كړى وه ، ماڼۍ ته ورسيدو مجلله او ښايسته ودانۍ وه، هسكو ګنبدو يې ښكلا څو چنده كړې وه، په سمسور او نسواري رنګ ، رنګ شوى وه،په ستره سيمه كى اباده وه ښكلى هوا يي زړه ته يوډول ارام او هوسايي بخښله خو دا چى خپل هيواد مو پردى مهال په زړه راوريده بى كچه خفه كيدو، په هرحال دماڼۍ په مخ كى زمونږ موټر راتاو شوپه يوهيښوونكي حالت كى زمونږ حواسو ځغاستل پيل كړل، له هسكو ګنبدو سره مو په لاس خوځولو خداى پاماني وكړه او له هغه ځايه مو بېرته د ښار خوا ته مخه كړه. په موټر كې چوپتيا وه. حيرانوونكې چوپتيا زموږ د ملګرو پر حواسو غالبه شوې وه.

زه هم د خپل تېر تاريخ او د خپل هېواد وتلي او منلي برم او لويوالي ته متوجه شوم، پر دغه خاوره افغانان واكمنان وو، دلته احمد شاه بابارح پر اس سپور راغلى و او د افغاني غازيانو د سولې بيرغ دلته رپېده. د پانيپت جګړه، د سومنات د بوت ماتېدل، سلطان محمودغزنوي او نور هغه د تاريخ تړلي پړاوونه مې د ذهن پر پردو انځورېدل. ملي غرور مې په سترګو كې وځلېد، د تاريخ له مخې د ډهلي تخت راياد شو، چې پښتانه شاهان به د ډهلي پر تخت ناست وو او ورسره به مې د لوى احمدشاه بابارح د زړه غږ راپه زړه شو،
چې:
د ډهلي تخت هېرومه چې راياد كړم
زما د ښكلې پښتونخوا د غرو سرونه
زه په همدې سوچونو كې وم، چې موټر د يوه خوړنځي (رسټورانټ) مخې ته ودرېد. د خوړنځي مخې ته يو سپين ږيرى ناست و، په لاس كې يې يو غټ كفچه مار نيولى و، په غاړه كې يې د غټو مريو رنګه غاړګۍ اچولې وه، شپېلۍ يې وهله. يوه شېبه خو مو د ده سيل وكړ او ټولو ورسره په وار- وار عكسونه واخيستل. په خوړنځي ورننوتو،
هرچا د خپلې خوښې خواړه راوغوښتل. څرنګه چې زموږ د تېرې شپې خواړه په ياد وو، نو د رسټورانټ عملې ته مو د بې مرچو خوړو د راوړلو په څو- څو واره وويل. خو چې خواړه يې راوړل، بيا هم ترخه وو. بس پېښه وه، ومو خوړل. له هغه ځاى څخه راووتو او بېرته د خپل مېلمستون پر لوري وخوځېدو.