دا مريكا په مينوپوليس كه يوې ميرمنې او ميړه پريكړه وكړه چي داځل به د ژمي له دغي سختي يخنى څخه ديوې اوږدۍ رخصتى په موخه دفلوريدا ايالت ته ځي، خو دا چي دوىء په بيلا بيلو دفترونو كار كاوه، نونه يي شو كولاى چي په يوه ورڅ رخصت واخلي، او دفلوريدا ايالت ته الوتنه وكړي، پريكړه په دي وشوه، چې ميړه به د پنجشنپې په ورځ او ميرمن به يي پر سبا هماغه ټاكل شوي ځاي ته ورځي.
كله چي يي ميړه ورسيد، او په هوټل كي يي دننوتو چارې ترسره او خپلې ټاكل شوې كوټې ته لاړ، نو خپل لاسي كمپيوټر (لپ ټاپ) يي له خپل بكس څخه راويستو، چي په مينوپوليس كي خپلې ميرمنې ته بريښنا ليك واستوي، په هر حال، نوموړي بريښناليك واستوه خو دخپلې ميرمنې د بريښناليك په پته كي تري يو تورې پاتې شوې وو، او بريښناليك دبل چاپه پته لاړ.
پر همدغه مهال، په هاسټن ايالت كې يوه كونډه تازه دخپل ميړه له جنازې او دفن څخه راستنه شوې وه، ددغې ميرمنې ميړه دزړه له حملې څخه و بلې نړۍ ته كډه كړې وه.
كونډه شوې ميرمن كورته په رارسيدو دكمپيوټر مخې ته كښيناسته، او دهغو بريښناليكونو په هيله يي چي ښايي خپلوانو او ملګرو يي دغمرازۍ دڅرګندولو له امله نوموړې ته راستولي دانټرنټ كړكۍ پرانسته، خو دلومړي بريښناليك د لوستلو سره سم بې سيكه او پرځمكه راولويده، ځوي يي په بيړه كوټې ته ځان راورساوه، ګوري چي مور يي پرځمكه بې هوښه پرته ده، دكمپيوټر شيشې ته يي وكتل، پرى ليكل شوي وو:
په طرف: زما خوږې ميرمنې ته
له طرفه: ستا تللې ميړه
سرليك: زه ورسيدم
زه همدا اوس راورسيدم او د هستوګنې دننوتو چارې مې ترسره كړې، زه وينم چي هرڅه ستا د سبا راتګ لپاره چمتو دي، نو زه ستا راتګ ته سترګې پرلار يم، هيله لرم چي سفر دي زما په شان بې خطره وي