ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د زرگونو خلکو په قتلونو کې د ککړو طالبانو پخلا کول به غلط مثال جوړ کړي: څېړونکي

د پاکستان د حکومت د طالبانو سره د سولې د خبرو په اعلان یو شمیر څېړونکو  او په ترهگرۍ کې د ځپليو شوېو کورنیو غړیو په حیرانۍ سره تپوس کړی دی چې د حکومت سره داسې کوم قانوني او اسلامي واک دی چې ترهگرو ته د دويي مړي وربخښی؟ د پښتون ملت پال عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا ويانده ثمر هارون بلوروايي جرګه کول ښه خبره ده، دويي غواړي چې جگړه ختم شي خو ریاست ترهگرو ته د دويي د مړو د بخښلو اختیار نه لري، هغې ډېوه ته وویل: "دوي (حکومت) زمونږ شهادتونو او قربانیو ته سپک گوري" د ثمر، خسر بشیر بلور او خاوند هارون بلور د ترهگرۍ په بریدونو کې د وژلو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې وه، پاکستان دا وخت ددغې ډلې سره مزاکرات کوي. د څېړونکو په خیال د ثمر په رنگه په زرگونو کونډې له حکومته ددغه تپوس پوره حق لري. د پاکستان د انگریزۍ ژبې په ورځپاڼه ډان کې مدني فعال اسامه خلجي د"قصابانو پخلا کول" په سر خط په خپل مضمون کې لیکلي د ټي ټي پي بخښل یو غلط مثال قایموي. هغه خبرداری ورکړی دی د طالبانو د بخښلو سره به نور ترهگر هم دا پیغام واخلي چې هغه څوک چې د حکومت په ضد جرمونه کوي په اینده کې د معاهدو د لارې بخښل کیدی هم شي. اسامه خلجي په خپل مضمون کې تپوس کړی چې ددې معاهدې پس به بیا حکومت خلک د وسلې پورته کولو نه څنگه  منع کړی شي؟ د پاکستان طالبانو ددغه هیواد د وزیراعظمې بينظیر بټو د وژلو نه پرته د سکول د ماشومانو، عامو خلکو او حکومتي عسکرو د وژلو زموارۍ  وخت په وخت منلي دي. د پاکستان حکومتي چارواکي پخپله هم وايي چې د ترهگرۍ په ضد روانه جگړه  کې خوا وشا 80000 وگړي وژل شوي دي.  البته د پاکستان وسني وزیراعظم عمران خان په یو شمیر موقوع په خپلو خبرو کې ویلي چې پاکستان ته د ترهگرۍ په ضد جگړه کې شامیلیدل نه وو پکار، دهغه په خیال که چري پاکستان د ترهگرۍ خلاف په جگړه کې د امریکا ملگرتیا نه وې کړی نو دومره زیانونه به نه وو شوي. امریکا وايي پاکستان ته یې د تر هگرۍ خلاف په جگړه کې د مرستې لپاره 33 بیلینه امریکايي ډالرې ورکړي دي.  دترهگرۍ په موضوع لیکل کونکي څېړونکي د پاکستان د حکومت دترهگرو سره په لوظنامه د نیوکو تر څنگ دا هم خبردارې ورکوي چې دا نوې معاهده به یو وار  بیا وسله والو ته گټه ورسوي. د ډیوه سره په خبرو کې لیکوال او د مشال ریډیو منیجینگ اډیټر داود خټک وویل په 2004 کې د طالب کمانډر نیک محمد سره شوې معاهدې نه  اونیسه په کال  2008 کې په سوات کې شوې معاهدېپورې ټولې نه یواځې ناکامه شوي دي  بلکې ددغو معاهدو ریاست ته زیان او وسله والو ته گټه رسېدلې، هغه وايي: "وس چې وسله وال طالبان د پاکستان سره خبرې کوي نو د کمزورۍ د پوزیشن (مقام) نه، نه کوي، بلکې هغه د یو مظبوط مقام خبرې کوي" د ښاغلي خټک په خیال په 2014 کې دغه دعوې سمې نه وې چې د طالب نوغې وښکل شوی، هغويي په تېرو څو میاشتو کې یو وار بیا حملې سوا کړي او ورسره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وجه هغه نور هم مظبوط شوي دي، خو ښاغلی خټک دا هم گمان کوي که د طالبانو سره چري معاهده وشوه: "داسې عوامل شته دی چې د هغې په بنیاد دا ویلي شي چې دا معاهده به ناکامه شي" دښاغلي خټک ددغو فکر مندیو په پرتله د پاکستان حکومتي چارواکي خوشبینه دي چې د طالبانو سره ددې معاهدې ورستو به د څو کلونو راپدیخوا  روانه تر هگري ختمه شي. په کال 2014 وسله والو په پېښور کې په ارمي پبلک سکول په خونړۍ حمله کې  149 کسان وژلي وو چې 132 پکې د سکول ماشومان وو. په وژل شویو ماشومانو کې یو د مدني فعال او قانون پوه فضل خان زوی هم ؤ. فضل خان وايي که د پاکستان سره د ترهگرۍ خلاف د جگړې ختمیدلو لاره مزاکرات ده نو دا یې وړاندې ولې نه کول؟ د هغه په خیال د زرگونو بې گناه خلکو د قتلونو پس دا مزاکرات ډېر مشکوک دي: "داسې نه ده چې دوي د عوامو د مفادو لپاره مزاکراتو ته ناست دي" د فضل خان په آند حکومت د طالبانو سره د مزاکراتو په نوم هغويي یو وار بیا د خپلو پټو مقصدونو لپاره کارول غواړي، فضل خان وايي: " مونږ د ریاست پاکستان دغه فیصله بلکل هم نه منو" د پاکستان طالبانو د هیواد په ضد جگړه کې تل دا دریځ خپل کړی چې دوي د اسلام د نفاذ لپاره د "کُفري نظام" ( جمهوریت) په ضد جنگیږي. په پېښور کې د مېشت څېړونکي عرفان اشرف نه مو چې کله تپوس وکړو چې ایا وس چې طالبان د حکومت سره خبرې کوي نو معنا یې دا شوه چې دوي نور د اسلام نفاذ نه غواړي او جمهوري نظام منلو ته تیار شو؟ نو هغه وویل داسې نه ده چې طالبان به د خپل دریځ نه په شا شي، هغويي مخکې هم د پاکستان ریاست او ایئن نه منلو  او وس هم داسې وايي: " پاکستان وايي چې مزاکرات د پاکستان د ایئن په چوکاټ کې کیږي خو طالبان دغه ایئن نه مني" ښاغلی اشرف وايي د عمران خان حکومت اولس ته یوه وايي اود طالبانو سره پټې نورې خبرې رواني دي. د طالبانو سره د مزاکراتو د خبرونو پس د عمران خان د حکومت مخالفو گوندومو مشرانو هم په دې پرېکړه نیوکې کړي دي. د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي د پاکستان د صدر، وزیراعظم او بهرنيو چارو وزير د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه يې وړاندې هم نيوکې کړې وې او اوس یې هم کوي ځکه چې د دوی سره مشوره نه ده شوې او نه کومه اتفاق رایی جوړه کړی شوې ده. دپاکستان دملي امنیت سلاکار ښاغلي معید یوسف دافغان طالبانو په منځګړتوب پاکستاني طالبانو سره روغې جوړې لپاره د حکومت دسولې د روانو خبرو ننګه کړې اؤ وایي دپاکستان دننه په تیرو وختونو کې هم داسې خبرې اترې شوي دي. تېره اونۍ دلته په واشنګټن کې دموقعیت لرونکي میډل ایسټ انسټي ټیوټ په تابیا راجوړې شوي دستورې ته په ویډیوي بڼه خپله وینا کې ښاغلي معید یوسف دپاکستان دحکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ دروانو خبرو دفاع وکړه اؤ وئ ویل ټول ریاستونه باید داسې خبرې اترې وکړي. هغه وویل که چرې نورو ریاستونو ته هم داسې لارې ګودرې په نظر ورځي چې خپل وګړي پرې دقانون تابع کولی شي نو هغوئ باید داسې وکړي.          

10.11.2021 ډیوه

نیوزلنډ د شل اوریز کرکټ نړیوال جام پایلوبې ته ووت

د ۲۰۲۱ د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) په ابوظهبۍ کې د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ وشوه چې نیوزلنډ انګلنډ ته ماتې ورکړه.

10.11.2021 امریکا غږ

میانمار کې نیول شوی امریکايي خبریال په ترهګرۍ او غدارۍ تورن شو 

په میانمار کې د نیول شوي امریکايي خبریال مدافع وکیل وايي چې په موکل باندې یې د ترهګرۍ او غدارۍ دوه نوي تورونه لګول شوي دي.

10.11.2021 امریکا غږ

په هندوستان کې د افغانستان په موضع غونډه، پاکستان او چین پکې شرکت ونکړو

د وي او ای د رپورټ ترمخه د پاکستان د قامي سلامتیا مشیر معید یوسف تېره هفته د هندوستان په غونډه کې د شرکت نه کولو خبره کړې وه او په غېر مستقیم ډول هندوستان په اشاره یې ویلي وو چې ورانولو والا د امن جوړونکی نشي کېدلی

10.11.2021 ډیوه

هره ورځ تر ۵۰۰۰ ډیر افغانان ایران ته اوړي – مرستندویه بنسټونه

یو مرستندویه بنسټ نن چهارشنبه نومبر لسمه (عقرب ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو را وروسته هره ورځ د ۴۰۰۰ څخه نیولې تر ۵۰۰۰ پورې افغانان ایران ته اوړي او ویره ده چې ښایي دا شمیره په ژمي کې سلګونو زرو ته لوړه شي. 

10.11.2021 امریکا غږ

طالبان افغان پیلوټانو ته: مه تښتئ، بېرته خپلو دندو ته راستانه شئ 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخکني رژیم د پیلوټانو څخه غوښتي دي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه او خپلو دندو ته را وګرځي.

10.11.2021 امریکا غږ

په هند کې د افغانستان په اړه غونډه؛ پاکستان او چین ګډون ونکړ

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هند د افغانستان د وضعیت په اړه یوه غونډه بللې وه چې د ایران، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان د ملي امنیت مشاورانو او کارپوهانو په کې ګډون وکړ.

10.11.2021 امریکا غږ

چارواکی: په افغانستان او پاکستان کې په یو وخت د پولیو ضد کېمپېن د دواړو ملکونو په ګټه دی

عبدالباسط وايي که چېري پاکستان او افغانستان کې سينکرونائز يعني په يو وخت د پوليو د مخنيوي کېمپېن کيږي نو د انسان په ذريعه د يو ځای نه بل ځای ته د پوليو وایرس د خورېدو خطر به کم شي او د دي ترڅنګ د دغه واېرس په ضد به د ماشومانو مدافعتي قوت هم بحال وي

10.11.2021 ډیوه

د پېښور په سکول د بريد مقدمه دې د هغه وخت د پوځي او اسختباراتي مشرانو پرضد درج شي، عدالت ته خواست

د پېښور په سکول کې په ترهګر بريد کې د وژل شوو ماشومانو د کورنيو غړو د سپريم کورټ نه غوښتي چې د دغه ترهګر بريد د  ناکامۍ په سر دې د دغه بريد مقدمه د هغه وخت د پوځ سرلښکر راحيل شريف د ايي اېس ايي پخواني مشر ظهير السلام عباسي او د پېښور کور کمانډر هدايت الرحمن پر ضد درج کولو حکم وکړي.

10.11.2021 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

10.11.2021 امریکا غږ

د پاکستان اقتصاد د غېر یقيني صورتحال او روپۍ د سخت فشار سره مخ ده

د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف تر منځه د  رسمي لوظنامې د اعلان د نشتوالي له امله پوهان وايي د پاکستان اقتصاد د غېر يقيني صورت حال سره مخ دی چې له امله يې د پاکستان د ونډو بازار (سټاک اېکسچېنج) لاندې راغلی ،د روپۍ قدر کم شوی او امکان لري د ګرانۍ له امله د سود شرح سېوا شي.

10.11.2021 ډیوه

طالبان: د داعش 600 وسله وال نیول شوي دي

د نومبر په دریمه نېټه داعش خراسان ډلې د کابل په سردار محمد داود خان پوځي روغتون د ځانمرګي حملې ذمه واري په غاړه واخېستې ده. په حمله کې د طالبانو یو اهم مشر مولوي حمدالله مخلص د وژل کېدو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي. په حمله کې لږ تر لږه 20 کسان وژل شوي او د 50 نه زیات نور کسان زخمیان شوي دي

10.11.2021 ډیوه

ثمر هارون بلور: حکومت څوک دی چې طالبانو ته بخښنه کوي

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا ويانده ثمر هارون بلور وايي، دوی (حکومت) څوک دی چې د ترهګرۍ نه اغېزمنو کورنیو له طرفه د ځانه دوی (طالبانو) ته بخښنه کوي.

10.11.2021 ډیوه

ټي ټوينټي نړيوال کپ: پاکستان سبا د اسټريليا سره په سيمې فاينل کې مخامخ کيږي

د کرکټ د ټي ټيونټي نړيوال کپ په روانو سيالیو کې سبا د زیارت په ورځ د پاکستان او اسټريليا لوبډلې په دوېم سيمې فاينل کې مخامخ کيږي.

10.11.2021 ډیوه

پېښور کې يو احمدي وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د احمدي ډلې سره تعلق لرونکی تن وژل شوی دی، د احمدي ډلې وياند وايي هغه د عقيدي په بنياد وژل شوی خو پوليس وايي دغه پېښه د پېسو د لانجې په سر شوې ده.

10.11.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more