شاته

ثمر هارون بلور: حکومت څوک دی چې طالبانو ته بخښنه کوي

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا ويانده ثمر هارون بلور وايي، دوی (حکومت) څوک دی چې د ترهګرۍ نه اغېزمنو کورنیو له طرفه د ځانه دوی (طالبانو) ته بخښنه کوي.

د ثمر بلور خسر، پښتون سیاستوال بشیر بلور او خاوند یې هارون بلور په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي او د وژلو پړه یې هم وروسته تحریک طالبان پاکستان/ ټي ټي پي منلې وه.

ثمر بلور په ټویټر يو ويډيو پېغام خپور کړی چې پکې وايي، "مونږ دا ګڼو چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې مونږ يو حصه دار يو، مونږ يو فريق يو، د جماعت په حيثيت، د کورنۍ په حيثيت او په شخصي حيثيت هم، مونږ سره حکومت هیڅ قسمه رابطه نه ده کړې".

هغه وايي، "جرګه کول ښه خبره ده، مونږ هم دا غواړو چې د جنګ بندۍ اعلان وشي، زمونږ خطې کې امن راشي، زمونږ د ماشومانو روښانه مستقبل جوړ شي، خو د دې جنګ بندۍ او خبرو کې زمونږ نه چا واک اختيار نه دی اخستی".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې اغلې وويل، "تش په نوم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې دوی ځان په دې فريق ګڼي چې په دغه جګړه کې يو فريق رياست، رياستي ادارې په يو اړخ وې، بل لور ته تندلاري يا وسله وال دي په چا چې دوی نه دي خبر چې هغوی څوک دي او اوس ورسره خبرې کيږي، بيا مونږ د ګوند په حېث، زمونږ 1200 غړي وژل شوي، زما کورنۍ په نخښه شوې، زما خاوند او خسريا سخر په هدف شوي دي".

هغې زیاته کړه، "زه د فريق په حېث نه يم خبر چې اوس خبرې د چا سره کيږي، مونږ هم امن غواړو خو که کم از کم د اغېزمنو نه دې تپوس خو وشي واک خو دې ترې واخستل شي، خو دوی (حکومت) زمونږ شهيدانو او قربانو ته سپک ګوري، زمونږ په خوږ زړونو مالګه دوړوي".

ثمر بلور وويل، اول پکار ده چې د خبرو دپاره د پارلیمان خپله کړی شوی وې، ګول مېز کانفرنس پکار وو، د ارمي پبلک سکول د وژل شوو خپلوان او نور اغېزمن راوستل پکار وو، دې ټولو خلکو به دا مذاکرات خپل کړي وو، څنګه چې د ترهګرۍ پرضد جګړه خلکو خپله ګڼلې ده.

هغې وويل دوی د پاکستان د رياست سره د غره په شان ولاړ دي، خو دوی د هر څيز نه ويستل کيږي.

ثمر بلور وايي، "که کامیاب مذاکرات کيږي، ګټه يې د حکومت نه زياته دوی ته، د هغې ګوند، کورنۍ او ټولو پښتنو ته ده، خو د مذاکراتو طريقه غلطه ده، ځکه چې دوی ترې بهر دي، په هغې، بچو او خواښې يې چې څه تير شوي دا دې چې په چا رانشي، خو دا خلک که د خبرو نه بهر کولی شي نو دوی به څه ګڼي، دوی به ګڼي چې دا ریاست دوی خپل نه ګڼي".

طالبانو ته د بخښنې کولو په اړه ثمر بلور وايي، "زه د بخښنې توري ته په غصه او په سپک نظر ګورم، 80زره خلک وژل شوي، د عوامي نيشنل ګوند 1200 غړي وژل شوي، دوی (حکومت) څوک دي او دوی ته چا دا اختيار ورکړی دی چې دوی زمونږ د طرفه دا خلک (طالبان) معاف کوي"، حکومت به اول زمونږ نه تپوس کوي زمونږ سره به کښېني خبره به کوي. مونږ به ورته خپل تحفظات وړاندې کوو.

ثمر هارون بلور دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان حکومت ويلي، چې حکومت د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستان د ايين په رڼا کې د مذاکراتو کولو ویلي دي.

د اطلاعاتو وزیر فواد چودري پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي وو د طالبانو سره د معاهدې لاندې په بشپړ ډول ډز بندي يا اوربند باندې امادګي شوې ده، او چې په دغه لړ کې پرمختګ کيږي، اوربند به غځولی شي.

تحریک طالبان پاکستان هم د حکومت سره د مذاکراتو او اوربند خبره تاييد کړې ده.

د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو مياندو پلارانو، او مخالفه ګوندونو هم د تحريک انصاف په حکومت نيوکې کړي چې دوی نه دي خبر چې دغه خبرې د چا سره او په څه بنياد کولی شي؟.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​