ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د سوریې په جنګ کې ۳۵۰ زره ولسي خلک وژل شویدي - ملګري ملتونه

 د ملګرو ملتونو له خوا د سوریې په جنګ کې د وژل شویو کسانو د وژنې د څرنګوالي له څېړنو معلومه شوې چې په دغې جګړه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ له میاشتې د ۲۰۲۱ کال د مارچ ترمیاشتې د لسو کلونو په موده کې  ۳۵۰ زره ولسي خلک وژل شویدي. 

26.09.2021 امریکا غږ

هیڅ هېواد باید د افغانستان له حساس وضعیت څخه ناوړه ګټه وانخلي- مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي هغه هیوادونه چې په یرغلیزو فکرونو" له ترهګرۍ څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي باید پوه شي چې ترهګرۍ دوی ته هم یو لوی ګواښ دی."

26.09.2021 امریکا غږ

طالبانو د څلورو کسانو مړي دهرات دښار په ګڼ میشتو ځایونو کې ځوړند کړل

طالبانو د څلورو هغو کسانو مړي چي په اختطاف تورن شوي وو دهرات ښار په چوکونو کې را ځوړند کړل. طالب چارواکو وویل چې دغه کسان چې یو سړی او دهغه زوی یی اختطاف کړي وو، امنیتي ځواکونو سره دنښتې په مهال ووژل شول. مخکی دطالبانودتحریک یو موسس ملا نورالدین ترابی ویلي وو قصاص او د لاس پرې کول هغسې چې دطالبانو دتیرې واکمنۍ په مهال نافذیدل تردې وروسته به هم نافذ شي. خودبشری حقوقو د څار سازمان او دامریکا بهرنیو چارو وزارت اندیښنه څرګنده کړې او ویلی چې دملا ترابی دغه خبرې دبشری حقوقو داصولو خلاف دي. ددغې ویډیو ځینې برخی کیدای شي ځینو کسانو ته ځوروونکې وي.

25.09.2021 ازادي راډیو

ایا د امریکا لخوا د افغانستان کنګل شوې پیسې باید ازادې کړای شي؟ 

واشنګټن - طالبان او په بهرني سیاست کې د هغوی نږدې ملګری پاکستان هڅه کوي چې په دې نازک حالت کې د نړیوالو د بشري مرستو ترڅنګ د امریکا لخوا د افغانستان کابو نهه نیم بیلینه کنګل شوي ډالر ازاد کړای شي. دا نهه نیم بیلنه ډالره د افغانستان پانګه ده او د دې لپاره په نړیوالو بانکونو کې اېښودل شوې ده چې د پولي ملاتړ په توګه د افغانیو ارزښت پرې خوندي وي او همدارنګه له افغانستان سره په بیلابېلو سوداګریزو چارو په ځانګړي توګه وارداتو (Imports) کې ترې کار واخېستل شي.  اقتصاد پوهان وايي، دا پیسې د دې لپاره نه دي چې طالبانو ته ورکړل شي او هغوی یې پر خپلو لګښتونو ولګوي او یا دې ترې خلکو ته تنخواوې ورکړل شي. د نیویارک د پانګو په فېډرالي بانک کې کنګل شوې افغان پانګې د طالبانو د واکمنۍ لپاره ارزښت او ازمېښت دواړه دي. دغو پيسو يا پانګو ته نه لاس رسی د کابل واکمن په اقتصادي توګه ماتولی شي.  د امريکا دریځ دی چې دا پیسې به هغه وخت ازادوي چې طالبان د ټول شموله حکومت او د ښځو او بشري حقونو درناوی عملي کړي. د افغانستان د بانک پخواني سرپرست مشر اجمل احمدي د کابل حکومت د سقوط په دریمه ورځ یعنې د اګسټ په ۱۸ نېټه له رسنیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي وو چې د افغانیو پېسو د ارزښت د ټېټېدو خطر شته دی. هغه دا هم ویلي وو چې کېدای شي د مرستندویانو مرستې ډېرې زیاتې راکمې شي او دا ښايي د انفلېشن د لوړوالي سبب شي، پر بانکي سیستم فشار راولي، بیې پورته او بیوزلي زیاته شي.   که کنګل شوې پيسې ازادې نشي نو افغانۍ به نوره بې ارزښته شي:  اقتصاد پوهان وايي، که د امریکا په بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې نه کړای شي نو ښايي په راتلونکې یوې میاشت کې د افغانیو ارزښت نور هم کم شي.   په تېرو جمهوري دورو کې د افغانستان د مالي وزارت د بودېجې د برخې مشر ضیاالرحمن حلیمي چې په واشنګټن ډي سي کې یې له نړیوال بانک سره هم کار کړی د خالي یا شنبې په ورځ له وایس اف امرېکا ډیوې سره په ځانګړو خبرو کې وویل، که کنګل شوې پیسې ازادې نه کړای شي نو هم سوداګرۍ او هم د افغانیو ارزښت ته لا زیات زیان رسېدلی شي.  دی وايي،  "که دا حالت دوام وکړي او کنګل شوې پیسې د یو ځانګړي مېکانېزم له لیارې ازادې نشي نو ښايي افغانۍ به په یوه میاشت کې لا زیات ارزښت له لاسه ورکړي. سوداګري به نوره هم اغېزمنه شي او ښايي اقتصادي کړکېچ رامنځ ته شي ځکه د خوراکي‌ توکو بیې په تېرو څو اونیو کې له ۲۰-۲۵ فیصده پورې لوړې شوې دي."  په کابل د طالبانو له قبضې راوروسته افغانۍ تر اوسه پورې کابو ۱۲٪ ارزښت له لاسه ورکړی او دا مهال یو ډالر په څه باندې ۸۸ افغانیو بدلېږي.    له کابل څخه یو بل اقتصاد پوه د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ډیوې ته وویل، "که د افغانستان کنګل شوې پېسې په سیستماتیک ډول ازادې نه شي او ډالر په منظم ډول راروان نه وي نو د افغانیو ثبات به په دې اوسنۍ تګلارې سره چې بانکونه خلکو ته ډېر ډالر نه ورکوي د زیات وخت لپاره دوام و نه کړي."  د حقوقو او نړیوالو مسایلو افغان کارپوه سید خالد سادات ډیوې ته وویل،  "د دغو پېسو له کنګل کېدو سره د افغانستان په اقتصاد له څو اړخه ناوړه اغېزه شوې. د افغانستان تجارت له نړیوال سایکل څخه وتلی، دویم دا چې درې بیلینه پکې د افغانستان د تجارانو دي، تر څو چې دا پېسې را ونه وېستل شي نو تجارت نه کېږي. دریمه خبره د افغانستان د بانکي سیستم د فلج کېدو ده. تر څو چې دا پېسې خلاصې نشي او د افغانستان بانکي‌ سیستم له نړۍ سره و نه نښلي نو افغانستان له ستونزو سره مخ کېږي."  خو یو بل افغان سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي ډیوې ته وویل، "د افغانستان پېسې د ځینو عواملو له امله کنګل شوي نو لومړی باید دا عوامل لېرې شي. طالبان باید بشري حقونو ته درناوی وکړي او یو ټول شموله او متخصصه کابینه جوړه کړي او که داسې ونشي او کنګل شوې پېسې ازادې شي نو دا به له افغانستان سره خیانت وي."  په کابل کې د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دې وروستیو کې په کابل کې یوې خبري غونډې ته ددې پېسو د ازادېدو په اړه ویلي وو،   "زمونږ رایه او نظر دا دی چې امریکا ډېر لوی هېواد دی او باید لویه حوصله ولري. د افغانستان غوندې غریب هېواد سره باید دا ډول ظالمانه چلند ونشي. مونږ له نړیوالو سره مثبتې اړیکې غواړو، دوه اړخیزې اړیکې غواړو، ښې اړیکې غواړو. له دوی نه مو هم دا تقاضا ده چې په افغانانو دې مزید فشار نه راوړي."   د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي هم د سپتمبر پر 22مه په یوه بیان کې ویلي د افغانستان کنګل شوې پانګه د دغه هېواد ملي شتمني ده باید د دغه هېواد خلک یې وکاروي او په کار نه ده چې د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه وکارول شي.  پر عامو خلکو د کنګل شویو پیسو ناوړه اغېزې:  د افغانستان د عایداتو تقریبا ۴۰-۴۵ فیصده له سوداګرۍ څخه ترلاسه کېږي او اوس چې سوداګري زیانمنه شوې نو ورسره د خلکو کاروبار او عایدات هم زیانمن شوي.  په ورته وخت کې زیاتره مامورینو د تېرو څو میاشتو تنخواوې هم نه دې اخېستي او ګڼ نور بې کاره شوي دی. د ویسټرن یونین له لیارې هم خلکو ته کافي پیسې نه رسېږي او د کور دننه بانکونو ته په ډېرو اوږدو کتارونو کې خلکو ته له خپلو پیسو څخه په اونۍ کې یواځې د ۲۰۰ ډالره معادل افغانۍ چې تقریبا ۲۰۰۰۰ زره افغانۍ کېږي ورکول کېږي. پوهان وايي، دا د جرمونو په څېر ډول ډول ټولنیزې ستونزې زېږوي چې ورسره نېغ په نېغه حالات نور هم ناورین خواته ځي.    د کنګل شویو پیسو د ازادولو په وړاندې ستونزې او شرایط څه دي؟  نړیواله ټولنه د طالبانو په اړه ګڼې اندېښنې لري. د طالبانو د ادارې ګڼ مشران تر اوسه هم په تور لست کې دي او د دې هېڅ ضمانت نشته چې هغوی دا پیسې په نامشروع لارو باندې و نه کاروي.  د طالبانو د ادارې قانوني حېثیت هم نشته ځکه دوی په ټاکنو نه بلکه په زور سره واک ته رسېدلي او تر اوسه نړیوالو د هغوی د رسمیت پېژندلو یا نه پېژندلو پرېکړه نه ده کړې.  تر اوسه طالبانو د نړیوالو د غوښتنو په ځواب کې په خپلو هغو ژمنو وفا نه ده کړې چې، جونې به تعلیم او کار ته پرېږدي، ټول شموله حکومت به جوړوي، له ترهګرو سره به اړیکې نه پالي او د انساني حقونو درناوی به کوي.  د اقتصادي چارو کارپوه ضیاالرحمن حلیمي وايي، د همدې دلایلو له امله نړۍ تر اوسه په دې نه پوهېږي چې د طالبانو له ادارې سره څه ډول چلند وکړي.  "که کنګل شوې پیسې ازادې هم کړای شي نو په مشروط ډول به وي او تر څو چې طالبانو خپلو ژمنو ته د عمل جامې نه وې اغوستې نو دا پیسې به په یو ځلي توګه نه ازادېږي خو که هغوی مثبت بدلون په عمل کې ثابت کړ نو غوره به وي چې دا پیسې لږې لږې ازادې کړای شي او حالات له نېږدې وڅارل شي."  پاکستان ولې د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادولو ته سخت لیواله دی؟  د اسلام اباد د ادارې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو ځله په خپلو خبرو کې له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې باید راخوشې کړي او له دې هېواد سره مرسته وکړي. د چارو پوهان وايي، پاکستان د دې پیسو په ازدولو کې هم سیاسي ګټه لري او هم اقتصادي.  ضیاالرحمن حلیمي وايي، اقتصادي ګټه یې داده چې له پاکستان سره سوداګري بیا زیاتېږي او دا مهال پاکستان ډالرو ته اړتیا لري تر څو یې هم ورسره اقتصاد او هم یې د روپۍ قدر ښه شي ځکه د پاکستاني روپۍ قدر په تېرو څلورو میاشتو کې ۱۳ فیصده او په تېرو دوو میاشتو کې شپږ فیصده کم شوی او پاکستان له جدي مالي او اقتصادي ستونزو او ګواښ سره مخ دی.   ښاغلی حلیمي وايي، "په تېرو دورو کې هم داسې راپورونه وو چې له افغانستان څخه به ډالر په بوریو کې پاکستان او یو شمېر نورو ته قاچاق کېدل او اوس د یو مرکزي ځواکمن حکومت په نه شتون کې به دا ستونزه نوره هم زیاته شي."  په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت ډپلوماټ، نجیب ننګیال وي او اې ډیوې ته وویل،  پاکستان لږ تر لږه د دریو دلایلو له امله د افغانستان د کنګل شویو پیسو له ازادولو سره سخته دلچسپي لري.  ننګیال وایي، لومړی دا چې پاکستان دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او له همدې امله دې ته لیواله دی چې د افغانستان ګنګل شوې پیسې ازادې شي ځکه پاکستان په دې باور دی چې له دغو پيسو څخه به یوه زیاته برخه پاکستان ته هم د سوداګرۍ له لیارې ولاړه شي ځکه دا مهال یواځې پاکستان له افغانستان سره تر ټولو زیاته سوداګریزه راکړه ورکړه لري.  ننګیال وایي، دوهم دلیل یې دا دی چې که په افغانستان کې فقر او ولږه زیاتېږي نو خلک به بیا هم مجبوره شي چې د هرې لارې چې ممکنه وي پاکستان ته کډه شي ځکه هند،‌ ایران او نور هېوادونو ته د افغانانو اوښتل اسانه نه دي او پاکستان تل ویلي چې تر دې زیات د افغان کډوالو بار پر اوږو نشي وړلی.  نجیب ننګیال وايي، دریم دلیل یې سیاسي دلیل کېدای شي، ځکه که د طالبانو تر قبضې لاندې د هېواد او خلکو اقتصاد زیات خراب شي نو هرومرو به یې پرضد خلک راوپارېږي او د طالبانو سقوط ته به لاره برابره شي. خو لکه څرنګه چې پاکستان طالبان خپل وفاداره دوستان ګڼي نو نه غواړي چې هغوی له ستونزو او خنډونو سره مخ شي.  

25.09.2021 ډیوه

طالبانو هرات کې د اختطاف په تور د څلورو کسانو مړي ځړولي 

د افغانستان له هرات ولایت څخه راپورونه وايي‌ چې طالبانو د انسان تښتونې په تور د څلورو کسانو مړي د ښار په څلور لارې کې ځړولي دي.

25.09.2021 امریکا غږ

‏طالبانو افغانستان سره د مرستو په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی وکړ 

افغانستان سر مرستې؛ طالبانو د امریکا د پرېکړې هرکلی وکړ

25.09.2021 امریکا غږ

جرمني د انګیلا مېرکل مخه ښې ته تیاری نیسي 

په جرمني کې چارواکي‌ وايي ‌ صدراعظمه انګېلا مېرکل له واک څخه لېرې کېږي. 

25.09.2021 امریکا غږ

پاکستان نړیوال وهڅول چې د طالبانو ننګه وکړي او نه دې منزوي کوي

د طالبانو لپاره د نړیوال ملاتړ تر لاسه کولو په هدف د پاکستاني چارواکو هلې ځلې لا هم روانې دې.

25.09.2021 امریکا غږ

کرکټ: د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د بنګله دېش ۱۹ کلنو ته ماتې ورکړه 

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې نن شنبه سپتمبر ۲۵ (تلې درېیمه) په یوې څلورې ورځنۍ لوبه کې د کوربه بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

25.09.2021 امریکا غږ

یورپي یونین پاکستان ته دمراعاتو پسر دبشري حقونو په تړونونو دعمل شرط اېښی

د يورپي يونين سفيري ويلي په ځینو لوظنامو دپرمختګ باوجود دوئ پاکستان کې ماشومانو نه دجبري مشقت اخستو اؤ د تشدد پيښو کې په سیوا شوي زياتوالي اندېښنې لري.

25.09.2021 ډیوه

پاکستان اوس هم افغان کشالې ته له عسکري نظره ګوري،څېړونکي وایي

په پاکستان کې څېړونکو د وزير اعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته له وینا مخکې د هېواد د استخباراتي ادارې ايي ایس ايي مرکزي دفتر ته ورتګ او هلته د افغانستان په اړه د پوځي چارواکو دريځ ته غوږ نيول سخت غندلي.

25.09.2021 ډیوه

عمران خان:قبايلي سيمو کې دمذهب نه،د پښتون قاميت په اساس دطالبانو ملګرتيا شوې

د پاکستان وزيراعظم عمران خان دعوه کړې چې په قبايلي سيمو کې پښتنو د افغان طالبانو ملګرتيا د مذهب په بنياد نه بلکې د پښتون قاميت په بنياد کړې کومه چې يو مضبوط فکر دی۔

25.09.2021 ډیوه

عمران خان د پښتنو په اړه نړۍ ته غلط بياني کړې ده، پښتانه ملت پال

د پښتون ملت پاله ګوندونو مشران او څيړونکي وايي ټول پښتانه د طالبانو خواخوږي نه دي عمران خان نړۍ ته غلط بياني کړې او د پښتنو څېره يې د سخت دريځو په توګه ورپيژندلې دي.

25.09.2021 ډیوه

دپي ټي ایم دبندي فعالینو ګیله من پشتین اؤ عید رحمان ضمانتونه منظور شول

په بنو کې دشمالي وزیرستان دعدالت څخه دخالي یا شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د دوؤ غړ‎و ګيله من پشتين او عيد رحمان ضمانتونه منظور شوي دي.

25.09.2021 ډیوه

'په جلال اباد ښار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې'

د ننګرهار سیمه ییزو مسؤلینو او د دغه ولایت اوسېدونکو په جلال اباد ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او په خبره یې مرګ ژوبله هم لري.

25.09.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more