سختو بارانونو په هند او سري لانکا کې ۴۱ تنه مړه کړي
د هند او سري لانکا مقاماتو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) وویل چې د هند په جنوب او سري لانکا کې سختو بارانونو لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه کړي دي.
پاکستان بیا خبرداری ورکړ چې افغانستان د اقتصادي سقوط درشل کې دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن پنچشنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) په اسلام اباد کې د «ترویکا پلس» په غونډه کې خبرداری ورکړ چې افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
ټي ټيونټي نړیوال کپ سيمي فاينل، پاکستان لومړی بېټنګ کوي
د ټي ټيونټی نړيوال کپ دوېم سيمې فاينل چې د پاکستان او اسټریليا لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې کیږي، ټاس/ پچه يې اسټریليا وګټله خو لومړی بېټنګ یې پاکستانۍ لوبډلې ته ورکړو.
د عدالت نه انصاف ته په تمه يوو، په اې پي اېس کې د وژل شوو ماشومانو مياندې پلاران وايي
د پېښور په ارمي پبلک سکول کې په ترهګر بريد کې د وژل شوو ماشومانو میاندې پلاران وايي، دوی يواځې د عدالت نه د انصاف تمه لري، عمران خان چې وزیراعظم نه وو دوی له ورغلی وو او ورته یې باور ورکړی وو چې هغه به د دوی وکالت وکړي خو دغه وکیل يې پرون عدالت په زور راغوښتی وو، د پرونه پورې ورک وو.
پاکستان يو ځل بيا د افغانستان سره د اقتصادي مرستو غږ کړی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود یو ځل بیا په نړۍ غږ کړی چې د بشري ناورين څخه بچ کېدو دپاره دې د افغانستان اقتصادي مرستې وکړي.
د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د طالبانو سره د حکومت په خبرو اندېښنه څرګنده شوې
په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ نه پس د دغه هېواد په برني اېوان سېنېټ کې هم مخالفه سياسي ګوندونو د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د پارليمان څخه بالا د روغې جوړې په خبرو اندېښنې ښودلي او ویلي يې دي د پارلیمان د باور پرته په دغو خبرو کې د کېدونکي پرمختګ پاېلې به پارلیمان وه نه مني.
د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته نورې مرستې لېږل شوي
د پاکستان بزنس فورم او د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې د غلام خان په پوله افغانستان ته د یخنۍ نه بچ کېدو لپاره د سويټرونو، جرسيو او نورو سامانونو څلور ټرکونه مرستې لیږل چې د افغانستان خوست صوبې طالب مشرانو ته سپارل شوي دي.
امریکې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ په مذاکراتو له غبرګون ښودلو انکار کړی
امریکا دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ په روانو خبرو اترو دغبرګون ښودلو نه انکار کړی اؤ وایي امریکا اؤ پاکستان اوس هم دافغانستان په معامله دمفاد په یوه لیکه ولاړ دي.
دټي ۲۰ سیمي فاینل کې نن دپاکستان اؤ اسټریلیا لوبډلې یو بل ته مخ کیږي
څېړونکي وایي دپاکستان دلوبډلې په هکله په باور سره هیڅ نه شي ویل کیدای ځکه چې دا لوبډله کله خو خپل تکړه مخالف ټیم هم راپرځوي اؤ کله بیا داسان هدف په ترلاسه کولو کې هم ناکامه شي.
طالبان وایي واکمنۍ ته له رسیدو راپدیخوا یې ۶۰۰ دداعش غړي نیولي
طالبان وایي داګست دنیمایي نه راپدیخوا چې افغانستان کې واک ته رسیدلي،تراوسه یې داعش سره دتړاؤ لرونکو سیمه ییزو ډلو شاوخوا۶۰۰غړي نیولي دي .
امریکا په ایتوپیا کې د جګړې دریدو ته هیله منه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰(لړم۱۹) هیله څرګنده کړې چې دیپلوماسي ممکن وکړای شي په ایتوپیا کې د خونړۍ جګړې مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د میانمار په تاوتریخوالو "ژوره خواشيني" ښودلې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰(لړم ۱۹) په میانمار کې په وروستیو تاوتریخوالو "ژوره اندیښنه" څرګنده کړې او ډیر ژر یې د تاوتریخوالو د بندیدو تر څنګ، ملکي افرادو ته د زیان په نه رسیدو ټینګار کړی.
طالبان: د اسلامي دولت ۶۰۰ جنګیالي مو نیولي
د طالبانو حکومت د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) وویل چې واک ته له رسیدو وروسته یې د داعش د خراسان څانګې اړوند شاوخوا ۶۰۰ جنګیالي نیولي دي.
امریکا په اوکراین کې د بلې "جدي تیروتنې" په اړه روسیې ته خبرداری ورکړ
د امریکا متحده ایالتونو د چهار شنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۱۹) خبرداری ورکړ چې روسیه له اوکراین سره پولې ته نږدې په خپلو نظامي تحرکاتو سره "جدي تیروتنې" کوي او په دې اړه یې د مسکو د وضاحت غوښتنه وکړه.