شاته

پاکستان يو ځل بيا د افغانستان سره د اقتصادي مرستو غږ کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود یو ځل بیا په نړۍ غږ کړی چې د بشري ناورين څخه بچ کېدو دپاره دې د افغانستان اقتصادي مرستې وکړي.

هغه ويلي پکار ده چې د افغانستان سره رابطې بحاله شي چې د غه هیواد یو ځل بیا خانه جنګۍ ته لاړ نه شي.

د بهرنیو چارو د وزارت له اړخه خپره شوې اعلامیې تر مخه د ټرایکا پلس د غونډې ته په وینا کې د پاکستان د بهرنیو چار وزیر وویل ټوله غواړې چې افغانستان کې فعال ترهګرو ډلو مخه ونیولې شي او د ګدوالو بحران رامنځته نشي.

هغه زیاته کړې د افغانستان په اړه د ټولو اندیښنې ګډې دي، هلته امن د ټولو په ګټه دی چې تر لاسه کول یې د ټولو ګډه ذمه واري ده.

د غونډې ورسته د مطبوعاتو سره خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر وویل د بیجنګ راتلونکې غونډه کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکوي چې د دوې تحفظات نړۍ ته ورسول شي او دوې هم د نړیوالې ټولنۍ د تمو څخه خبر کړی شي.

په غونډه کې د امریکا ځانګړي استازې تهامس ویسټ و د روس د افغانستان د پاره ځانګرې اسازې ضمیر کابلوف او د چین ځانګړې استازې یاو یاو یانګ ګډون کړی دی.

د سرچینو تر مخه په غونډه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت، په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي پر لارو چارو او همد ا رنګه د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه بحث شوی دی.

دغه غونډه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقې هم د پاکستان په سفر دی.

د روان کال د اګست په 15م نیټه د کابل واک تر لاسه کولو وروسته د طالبانو د حکومت د کوم استازي د پاکستان دا لومړی سفر دی.

طالبانوکه څه هم خپل عبوري حکومت اعلان کړی خو نړیواله ټولنه د طالبانو موقتي حکومت منلو ته تر هغې تیاره نه ده تر څو چې دوې خپلې ژمنې پوره کړې نه وي.

د افغان چارو پوه مشر جرنالسټ طاهر خان ډیوه سره خبرو کې وويل که څه هم د ټرایکا د غونډې ایجنډا کې د طالبانو حکومت تسلیمولو په اړخه خبرې د ایجنډا برخه نه دي خو د پاکستان په سفر راغلي د طالبانو له اړخه ټاکل شوي د بهرنیو چارو وزیر متقې سره ناستې او لیدنې ځان ته یو اهمیت لري.

ټرایکا پلس د افغان چارواکو سره د ښکیلتیا د پاره یو مهم فورم دی، د فورم دغه غونډه د طالبانو له خوا د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته ترسره شوې ده.

د ټرايکا وروستۍ غونډه د اګست په 11م نیټه په دوحه کې ترسره شوې وه چې د افغانستان د پاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پکې ګډون کړی وو.

بله غونډه د اکتوبر په 19م په ماسکو کې د روسیې له خوا رابلل شوې وه، خو امریکا پکې ګډون نه ووکړی.