شاته

امریکې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ په مذاکراتو له غبرګون ښودلو انکار کړی

امریکا دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ په روانو خبرو اترو دغبرګون ښودلو نه انکار کړی اؤ وایي امریکا اؤ پاکستان اوس هم دافغانستان په معامله دمفاد په یوه لیکه ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي چې دپاکستاني طالبانو اؤ حکومت ترمنځ دیوې میاشتې په ډزبندۍ اتفاق شوی دی.

رپورټونه وایي دپاکستاني چارواکو اؤ طالبانو ترمنځ د ډیرې مودې راهسې پټې خبرې روانې دي ا‌ؤ دې خبرو کې دافغانستان طالبان دمنځګړو رول لوبوي.

کله چې تیره ورځ دامریکې خارجه محکمه کې دیو بریفنګ په مهال یو خبریال دبهرنیو چارو د ومحکمې ویاند نیډ پرائس نه وپوښتل چې ایا امریکا اوس هم ټي ټي پي یوه ترهګره ډله ګڼي اؤ په دې خبرو اترو دامریکا غبرګون څه دی؟

ویاند وویل” که چرې دپاکستاني طالبانو اؤ پاکستان ترمنځ په مذاکراتو زمونږ کوم خاص غبرګون وي نو تاسو ته به یې ارو مرو ووایو “

هغه وویل دافغانستان په اړه اوس هم امریکا دپاکستان سره تماسونه لري اؤ پاکستاني چارواکو نه اوریدل شوي چې دا خبره دپاکستان په ګټه هم ده چې افغانستان کې لږکیو،ښځو اؤ جینکو ته دهغوئ دحقونو په ورکولو سره باید په تیرو شلو کالو کې شوې لاسته راوړنې ضایع نکړل شي.

هغه وویل دافغانستان په اړوند په ډیرو خبرو کې دپاکستان اؤ امریکا ګټې یوشان دي اؤ په نزدې راتلونکي کې به افغانستان دپاره دامریکې ځانګړی استازی ټام ویسټ داسلام اباد په سفر لاړ شي ترڅو پاکستاني چارواکو سره دا تماسونه اؤ خبرې نورې هم پرمخ بوځي.