شاته

ټي ټيونټي نړیوال کپ سيمي فاينل، پاکستان لومړی بېټنګ کوي

د ټي ټيونټی نړيوال کپ دوېم سيمې فاينل چې د پاکستان او اسټریليا لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې کیږي، ټاس/ پچه يې اسټریليا وګټله خو لومړی بېټنګ یې پاکستانۍ لوبډلې ته ورکړو.

پرون لومړی سيمي فاينل شوی او د نيوزي لېنډ لوبډلې پکې د انګلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په نني سيمي فاینل کې چې کومه لوبډله کاميابیږي په 14 نومبر به په فاينل کې د نيوزي لېنډ د کرکټ لوبډلې سره مخامخ کيږي.

پاکستانۍ لوبډلې په نړيوال کپ کې پينځه سيالۍ کړي او پينځه واړه يې ګټلي دي.

پاکستانۍ لوبډلې په پينځه سياليو کې د هند، نيوزي لېنډ، افغانستان، نيميبيا او سکاټ لېنډ لوبډلو ته ماتې ورکړي دي.

بل لور ته اسټريليا په پينځه سياليو کې يوه بايللې او څلور يې ګټلي دي.

که وکتلی شي د پاکستان او اسټريليا لوبډلې د شل اووريزو نړيوال جام په سيالیو کې شپږ ځله يو بل ته مخامخ شوي، چې پکې درې سيالۍ پاکستان او درې اسټريلیا ګټلي دي.