ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


له اروپا پرته ټوله نړۍ کې دکرونا وایرس زور مات شوی دی

د صحت نړیوله اداره (ډبلیو ایچ او) وایي تیره اوونۍ په اروپا کې د کرونا وایرس له امله دخلکو مړینه کې ۱۰فیصدي زیاتوالی لیدل شوی اؤ دا دنړۍ هغه یوازینۍ سیمه ده چې دکرونا وایرس څخه دکیدونکو مړینو شمیره پکې په چټکتیا سره په بره تللې ده.

12.11.2021 ډیوه

معید یوسف:افغانستان یوازې پرېښودل به دنړۍ ستره تېروتنه وي

دپاکستان د وزیراعظم دملي امنیت سلاکار معید ویلي پاکستان دیو سوله ییز اؤ پرامنه افغانستان دپاره نړۍ سره همکاري کوي اؤ که چرې نړۍ افغانستان یو وارې بیا یوازې پرېښودو نو دا به ډیره ستره تیروتنه وي.

12.11.2021 ډیوه

آریانا افغان هوایي شرکت له کابل څخه اسلام آباد ته الوتنې پیلوي

د آریانا افغان هوایي شرکت د پنجشنبې په ورخ نومبر ۱۱ (لړم۲۰) ویلي دي چې په اوونۍ کې دوه ځله په منظم ډول له کابل څخه اسلام آباد ته الوتنې پیلوي. 

12.11.2021 امریکا غږ

امریکا د یمن له اروپکو د سفارت د سیمه ایزو کارکوونکو د ازادیدو غوښتنه وکړه 

د امریکا متحده ایالتونو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) د ایران له ملاتړ څخه پر برخمنو حوثي اروپکو چې د یمن پر مرکز صنعا هم کنټرول لري، غږ وکړ چې د امریکا د سفارت سیمه ایزو کارکوونکي‌ آزاد کړي.

12.11.2021 امریکا غږ

د 'ترویکا پلس' غړو له طالبانو وغوښتل ترهګرۍ سره خپل روابط بند کړي

د ترریکا پلس غړو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د افغانستان د مختلفو مسایلو لکه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، ناوړه اقتصادي وضعیت، بشري کړکیچ او د میرمنو د حقونو په اړه بحث وکړ.

12.11.2021 امریکا غږ

ایران هره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر بیرته شړي

مرستندویه ټولنو او عیني شاهدانو ویلي چې ایراني مقامات هره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر پرته له دې چې په افغانستان کې لوږې او فقر ته پام وکړي، له سرحد نه بریته خپل هیواد ته شړي. 

11.11.2021 امریکا غږ

T20 نړيوال کپ سيمي فاينل، اسټريليا پاکستان ته ماتې ورکړه، فاينل ته ورسېد

د ټي ټوينټي نړیوال کپ په سيمي فاينل سيالۍ کې د اسټریليا لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په پينځه وکټو ماتې ورکړه او فاينل ته ورسېده.

11.11.2021 ډیوه

کرکټ: استرالیا د ۲۰۲۱ نړیوال جام سیمې فاینل کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۱ د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبې (سیمي فاینل) کې استرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه.

11.11.2021 امریکا غږ

T20 نړيوال کپ سيمي فاينل، پاکستان اسټريليا ته د 177 رنزونو هدف ورکړو

د ټي ټوينټي نړیوال کپ په سيمي فاينل سيالۍ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د اسټريليا لوبډلې ته د 177 رنزونو هدف ورکړو.

11.11.2021 ډیوه

د طالبانو واک-افغانستان څه وبایلل یا وګټل؟

ډېموکراسي پلوه افغانان ګڼي چې په 15م اگست په افغانستان کې د سخت دریځو طالبانو د واکمنۍ وروسته ياد هېواد منتخب حکومت، په شریکه منل شوی اساسي  قانون، پارلمان، د ښځو تعليم، د لږه کيو حقونه او د بیان ازادي بایللې ده. طالبان او خواخوږي يې، البته،  داسې فکر نه کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي دا اونۍ ووېل چې په افغانستان کې نظامي اشغال ختم شو او وس به حالات سم شي. په نړیواله کچه د افغان طالبانو لوی ملاتړی پاکستان هم داسې پېغامونه ورکوي چې افغانستان کې به اوس کراري راشي. په کابل کې د طالبانو د قبضې وروسته د کلتوري امپریالیزم په هکله په یوه وینا کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي وو: "افغانانو د غلامۍ ځولنۍ ماتې کړې" خو ډېموکراسي پلوه افغانان داسې فکر نه کوي. په افغانستان کې د طلوع ټېلېوېژن خبریال عبدالحق عمري وايي د طالبانو د ورتګ سره افغانستان په اصل کې د غلامۍ په دور کې اوس داخلیږي. دښاغلي عمري په خیال: "افغانستان ازاد نه شو افغانستان نور هم د غلامۍ مر حلې ته لاړو" ښاغلي عمري د طالبانو د واکمنۍ په دوېمه دوره کې  يواځې د دواو میاشتو لپاره په افغانستان کې پاتې شوې او بیا لکه د ډېرو نورو افغانانو خبریالانو په شان د هېواد نه وتلی .نوموړی اوس په جرمني کې ژوند کوي. عمري د جرمني څخه ډیوه ته وویل د طالبانو د راتگ سره: "هر څه دړې وړې شول" طالبانو په کابل د قبضې ورستو د عامې عفې اعلان کړی ؤ خو فعالان وايي د هغويي په اعلان باور نه شي کولې. فاطمه احمد زۍ هم له هغه زرگونو افغانانو څخه یوه وه چې د اوږدې جگړې په مهال یې د ښځو او زلمیو د حقونو لپاره مبارزه کوله.  احمدزۍ د طالبانو په کابل د قبضې ورستو له افغانستانه په وتلو مجبوره شوه او دا وخت د امریکا د فیلیډلفیا د افغان مهاجرینو په یو کیمپ کې میشته ده.  د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې احمدزۍ وویل په تېرو شلو کلونو کې په لاسته راوړونو د طالبانو د واکمنۍ سره اوبه واوختلې:  "په افغانستان کې دا وخت ژوند په ټپه ولاړ دی" د بشري حقونو په برخه کې کارکونکې یوه بله افغانه  فاطمه احمد زۍ دا وخت په دې کوښښ کې ده چې له  افغانستانه ووځي، د ډیوه سره په خبرو کې هغې وویل چې افغانانو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان اباد کړی ؤ: "په وس وخت کې میرمنې خپل حق نه شي غوښتلې فعالیت نه کوي هر څه په ټپه ودریدلي دي" د روانې میاشتې (نومبر) په څلورمه مطبوعاتو په بلخ کې د څلورو مدني فعالانو میرمنو د وژل کیدو خبر ورکړی ؤ، رپورټونه وايي دغو میرمنو څه موده وړاندې دطالبانو په ضد مظاهره کړې وه. د بخښنې نړيوالې ادارې هم په خپل یو ورستي رپورټ کې طالبان د لږکي ډلې شيعه مسلمانانو هزارګانو په بې عدالته وژنو تورن کړي. د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي طالبان هغه څوک هم وژني چې ورته تسليم شوي وي او داسې کول په جنګي جرمونو کې راځي. د رپورټونو تر مخه دا وخت په افغانستان کې په زرگونو باهنره ، بااستعداده او باسواده خلک بې روزگاره شوي. فعالان وايي په تېرو حکومتونو کې د ابرو ژوند تېرونکي افغانان دا وخت د خپلو کورنيو د ضرورتونو پوره کولو په خاطر په خېراتونو غوښتلو او د کورونو په لوښو، جامو، او نورو شیانو خرسولو مجبوره شوي دي. د بشري حقونو یو کارمند برهان الدين سیرت د ډیوه په خپرونه کې په دې شرط شریک شو چې عکس به یې نه ښودل کیږي د یو تپوس په ځواب کې هغه وویل نزدې ملگري یې چې خبریالان، مدني فعالان او مدافعين وو او په تېرو حکومتونو کې یې ښه معاشونه لرل اوس  ډېر داسې دي چې په کور کې د شپږو ورځو زړه ډوډۍ په اوبو کې نرمه وي او په خپلو بچو یې خوري. د هغه نه چې کله تپوس وشو چې که چري طالبان د نړۍ د ټولشموله حکومت غوښتنه پوره کړي نو ایا بیا په افغانستان کې خپل مستقبل ته خوشبینه یې؟ د سیرت ځواب و: "د سبا تپوس مه کوه د سهار او غرمې تپوس وکړه" په خپل یو ورستي رپورټ کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغان ماشومانو د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي. ملګرو ملتونو دا هم خبرداری ورکړی دی چې د روان کال تر اخر پورې به نزدې یو میلین افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله سختو ستونزو سره مخامخیږي. ملګري ملتونه دا هم وايي چې دا مهال د افغانستان شاوخوا 18میلینه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.    

11.11.2021 ډیوه

پاکستان: نړۍ باید له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي

اسلام اباد نن ( پنجشنبه) د ترویکا پلس په نوم د هېوادونو د غونډې کوربه و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي او د افغانستان لپاره د امریکا، چین او روسیې ځانګړو استازو په دې غونډه کې برخه درلوده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې وویل نړۍ باید نه یوازې له طالبانو سره راکړه ورکړه وساتي بلکې زیاته یې کړي.

11.11.2021 ازادي راډیو

د پنجاب حکومت د ټي اېل پي د مشر نوم د مشکوکو ترهګرو د فهرست نه لرې کړی

تېره هفته د حکومت او تحريک لبېک ترمنځ لوظنامى داعلانېدو وروسته د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کې مرکزي کابېني په تنظيم لګيدلي حکومتي بنديزونو د لرې کوولو او تحريک لبيک ته بيا خپل فعاليتونه د پيل کوولو فېصله کړې ده

11.11.2021 ډیوه

افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې '۳۷ مرکزونه' تړل شوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې په هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې ۳۷ مرکزونه تړل شوي دي. د دغو مرکزونو د فعاليت د درولو لامل د کافي تجهيزاتو نشتوالى او د معاشونو نه‌ورکول دي. د عامې روغتیا وزارت د خدماتو مرستیال عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکزونه مخکې د نړیوال بانک له‌خوا تمویل کېدل او اوس‌یې د فعالیت د بندولو امر ورته کړی دی. ښاغلي عمر پر نړیوال بانک او نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې د افغانستان روغتیايي سکټور دې په سیاسي چارو کې نه‌ښکېلوي. ښاغلی عمر زیاتوي: "روغتونونه له نږدې څلورو میاشتو راهیسې نه‌دي تمویل شوي. د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې، د نړیوال بانک له‌خوا ۳۷ روغتونونه تړل شوي او کارمندانو ته ویل شوي چې کار ته لاړ نه‌شي چې دا کېدای شي د یو بشري ناورین لامل شي." د ښاغلي عمر په وینا، د نړیوال بانک له ژمنو سره سم به تر ۲۰۲۴ کال پورې دغه بانک د افغانستان له روغتیايي سکټور سره مالي مرسته کوله، خو د سیاسي تحولاتو له امله په افغانستان کې د دغه بانک فعالیتونه ودرېدل. تر دې مخکې د دغه بانک مشر ډېوېډ مالپس د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۷مه نېټه د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز کې وویل، فکر نه‌کوي چې د افغانستان د اقتصاد له بشپړ سقوط وروسته به په دغه هېواد کې د نړیوال بانک مأموریت بیا پیل شي. که څه هم ښاغلی مالپس ډاډ ورکوي چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او ملګرو ملتونو له لارې به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو دا د افغانستان د مخ پر ځوړ اقتصاد لپاره ښه خبر نه‌دی. په افغانستان کې د ډېرو پروژو د تمویل سربېره، نړیوال بانک د افغانستان د روغتیایي نظام یو له سترو مالي مرسته کوونکو څخه و چې د بودجې نږدې ۸۰ سلنه‌یې ورکوله. دا په داسې حال کې ده چې د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس د څلورمې څپې د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د هرات اوسېدونکی احمد شاه رحماني وايي، د تره زوی یې په دې وروستیو کې د کرونا په ویروس اخته شوی دی. د هغه په وينا، کرونا د پخوا په څېر جدي نه‌بلل کېږی. احمد شاه وايي چې له یوې خوا کرونا ناروغان ځانونه نه‌قرنطین کوي او له بلې خوا که د ناروغ وضعیت نور هم خراب شي، د 'کووېډ-۱۹' په روغتونونو کې د پخوا په څېر ورته پاملرنه نه‌کېږي. دا وايي: "زما د تره زوی په کرونا اخته شوی دی، په روغتون کې کافي تجهیزات نه‌شته چې د هغه سمه درملنه وکړي، موږ د اسلامي امارت له مسؤلینو غوښتنه کوو چې دې چارې ته پاملرنه وکړي." په همدې حال کې، د افغان-جاپان روغتون چې په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې یو له سترو مرکزونو څخه دی او د نړیوال بانک له‌خوا تمویلېده، اوس‌مهال په خراب حالت کې دی. د ياد روغتون کارکوونکو له تېرو درېيو ورځو راهيسې د معاشونو د نه‌ورکړې او د وسايلو د نشتوالي له امله اعتصاب کړى دى. د دغه روغتون مشر معالج ډاکتر طارق احمد اکبري ازادي راډیو ته وویل، که غوښتنې یې ونه‌منل شي، اعتصاب به وغځوي. ډاکتر اکبري وايي: "د معاشونو او د تجهیزاتو د نشتوالي له امله او په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د قضیو شمېر ورځ بلې ته د زیاتېدو په حال کې دی، موږ کاري اعتصاب کړی دی. اوس‌مهال یوازې (او پي ډي) او زموږ د سمپل اخیستو لابراتوار په اعتصاب کې دي. نن یوه بله برخه هم کېدای شي زموږ د کاري اعتصاب سره یوځای شي او د شنبې په ورځ به عمومي اعتصاب وکړو." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له ژمنو سره سره بیا هم د کرونا ضد واکسین د تطبیق بهیر نه‌دی پیل شوی. د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې ممکن واکسینونه خراب شي. د دغه سازمان په رسمي وېب‌پاڼه کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له ۳مې څخه د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر تر ۱۰مې پورې په افغانستان کې ۱۵۶ زره او ۳۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۷،۲۹۰ کسان مړه شوي دي.

11.11.2021 ازادي راډیو

امریکایان د خپلو متقاعدو پوځیانو د یاد ورځ نمانځي

نن پنچشنبه د نومبر ۱۱ د امریکا د متقاعدو او پخوانیو سرتیرو د یاد ورځ ده. پدې ورځ امریکایان د خپلو هغو نارینو او ښځو د کار او سرښیندنو درناوی کوي چې د پوځ په لیکو کې یې خدمت کړی دی. 

11.11.2021 امریکا غږ

امریکا: په آرام سمندر کې د چین سره سیالي باید د بلې سړې جګړې سبب نشي

پداسې حال کې چې متحده ایالاتو د آرام سمندر په سیمه کې خپل حضور دو چنده ډیروي خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان وایي چې د هند –آرام سمندر په سیمه کې د واشنګټن او بیجنګ تر منځ "سخته سیالي" باید چې د یوې نوې سړې جګړې سبب نشي.

11.11.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more