اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
ټي ټيونټي نړیوال کپ سيمي فاينل، پاکستان لومړی بېټنګ کوي
د ټي ټيونټی نړيوال کپ دوېم سيمې فاينل چې د پاکستان او اسټریليا لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې کیږي، ټاس/ پچه يې اسټریليا وګټله خو لومړی بېټنګ یې پاکستانۍ لوبډلې ته ورکړو.
د عدالت نه انصاف ته په تمه يوو، په اې پي اېس کې د وژل شوو ماشومانو مياندې پلاران وايي
د پېښور په ارمي پبلک سکول کې په ترهګر بريد کې د وژل شوو ماشومانو میاندې پلاران وايي، دوی يواځې د عدالت نه د انصاف تمه لري، عمران خان چې وزیراعظم نه وو دوی له ورغلی وو او ورته یې باور ورکړی وو چې هغه به د دوی وکالت وکړي خو دغه وکیل يې پرون عدالت په زور راغوښتی وو، د پرونه پورې ورک وو.
پاکستان يو ځل بيا د افغانستان سره د اقتصادي مرستو غږ کړی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود یو ځل بیا په نړۍ غږ کړی چې د بشري ناورين څخه بچ کېدو دپاره دې د افغانستان اقتصادي مرستې وکړي.
د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د طالبانو سره د حکومت په خبرو اندېښنه څرګنده شوې
په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ نه پس د دغه هېواد په برني اېوان سېنېټ کې هم مخالفه سياسي ګوندونو د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د پارليمان څخه بالا د روغې جوړې په خبرو اندېښنې ښودلي او ویلي يې دي د پارلیمان د باور پرته په دغو خبرو کې د کېدونکي پرمختګ پاېلې به پارلیمان وه نه مني.
د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته نورې مرستې لېږل شوي
د پاکستان بزنس فورم او د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې د غلام خان په پوله افغانستان ته د یخنۍ نه بچ کېدو لپاره د سويټرونو، جرسيو او نورو سامانونو څلور ټرکونه مرستې لیږل چې د افغانستان خوست صوبې طالب مشرانو ته سپارل شوي دي.
امریکې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ په مذاکراتو له غبرګون ښودلو انکار کړی
امریکا دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان دحکومت ترمنځ په روانو خبرو اترو دغبرګون ښودلو نه انکار کړی اؤ وایي امریکا اؤ پاکستان اوس هم دافغانستان په معامله دمفاد په یوه لیکه ولاړ دي.
دټي ۲۰ سیمي فاینل کې نن دپاکستان اؤ اسټریلیا لوبډلې یو بل ته مخ کیږي
څېړونکي وایي دپاکستان دلوبډلې په هکله په باور سره هیڅ نه شي ویل کیدای ځکه چې دا لوبډله کله خو خپل تکړه مخالف ټیم هم راپرځوي اؤ کله بیا داسان هدف په ترلاسه کولو کې هم ناکامه شي.
طالبان وایي واکمنۍ ته له رسیدو راپدیخوا یې ۶۰۰ دداعش غړي نیولي
طالبان وایي داګست دنیمایي نه راپدیخوا چې افغانستان کې واک ته رسیدلي،تراوسه یې داعش سره دتړاؤ لرونکو سیمه ییزو ډلو شاوخوا۶۰۰غړي نیولي دي .
امریکا په ایتوپیا کې د جګړې دریدو ته هیله منه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰(لړم۱۹) هیله څرګنده کړې چې دیپلوماسي ممکن وکړای شي په ایتوپیا کې د خونړۍ جګړې مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د میانمار په تاوتریخوالو "ژوره خواشيني" ښودلې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰(لړم ۱۹) په میانمار کې په وروستیو تاوتریخوالو "ژوره اندیښنه" څرګنده کړې او ډیر ژر یې د تاوتریخوالو د بندیدو تر څنګ، ملکي افرادو ته د زیان په نه رسیدو ټینګار کړی.
طالبان: د اسلامي دولت ۶۰۰ جنګیالي مو نیولي
د طالبانو حکومت د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) وویل چې واک ته له رسیدو وروسته یې د داعش د خراسان څانګې اړوند شاوخوا ۶۰۰ جنګیالي نیولي دي.
امریکا په اوکراین کې د بلې "جدي تیروتنې" په اړه روسیې ته خبرداری ورکړ
د امریکا متحده ایالتونو د چهار شنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۱۹) خبرداری ورکړ چې روسیه له اوکراین سره پولې ته نږدې په خپلو نظامي تحرکاتو سره "جدي تیروتنې" کوي او په دې اړه یې د مسکو د وضاحت غوښتنه وکړه.
ځینې زده کوونکې: کلنیو ازموینو ته لږې ورځې پاتې خو لا هم بې برخلیکه یو
طالبانو ژمنه کړې وه چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړې لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کوي، خو ښايي د دوی په خوښه د نجونو لپاره د زده کړو خوندي چاپیریال نه وي برابر شوی ځکه خو لا هم د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي. که څه هم په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو د دغه پرېکړې پر وړاندې لاریونونه وشول او په نړیواله کچه دا موضوع وغندل شوه، خو طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې. د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې وايي،کلنیو ازموینو ته بیخې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه هېڅ خبر نشته او دوی په دې برخه کې هماغسې بې سرنوشته دي. د بدخشان اوسېدونکې بې نظیر چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، اوس مهال د زده کړو له اساسي حق بې برخې ده او نه پوهېږي چې د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره چاته مراجعه وکړي. نوموړې زیاتوي: "له کومه وخته چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، له هماغه ورځې يې له موږ د زده کړو حق واخېست، د هرې ورځې په تېرېدو په دې اړه زموږ اندېښنې لاپسې زیاتیږي، ځکه ښوونځي ته د نه پرېښودو له امله موږ ورځ تربلې نهیلي کېږو او هره ورځ په دې اړه شکایتونه ډېریږي خو نه پوهیږو چاته ورشو چې زموږ دا ستونزه حل کړي." هغه د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. د کابل اوسېدونکې طیبه چې د دولسم ټولګې زده کوونکې ده وايي، که سږ کال له کلنیو ازموینو پاتې شوه نو د کانکور په ازموینه کې به یو کال شاته شي: "موږ د بې سرنوشتې په یوه مرحله کې قرار لرو، که سږ کال ونه توانیږو د کانکور په ازموینه کې برخه واخلو نو زموږ یو کال خواري په سیند لاهو کېږي، نو ځکه موږ ډېر اندېښمن یو، که ازموینې هم پیل شي له تېرو څلورو نیمو میاشتو راپه ديخوا مو هېڅ درس نه دی ویلی نه پوهېږو چې د څه شي په اړه ازموینه ورکړو؟" دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې بهیر ته جدي پاملرنه وکړي، خو دا غوښتنه نړیوالې ټولنې بار-بار له طالبانو کړې خو پایله يې نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې تازه له هراته راپورونه خپاره شوي چې په دغه ولایت کې له شپږم ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوي خو د دغه بهیر د څرنګوالي په اړه طالبان څه نه وايي. په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعالانې هم له زده کړو د نجونو د محرومېدو په اړه اندېښمنې دي. زرقا یفتلي چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د یو تحقیقاتي بنسټ رییسه ده وايي، د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړلو سره یو وار بیا اندېښنې راپورته شوي چې دغه ډله به له دې چارې سره د خپل تېر نظام په شان برخورد وکړي. نوموړې وايي: " شل کاله وړاندې چې کله طالبانو افغانستان ونیوه هغه مهال هم دنجونو په زده کړو بندیز ولګېده، کله چې د ازموینو وخت نږدې شو طالبانو اعلامیه خپره کړه چې نجونو ته دې یو لوړو ټولګیو ته یو کال ارتقا ورکړل شي، که څه هم هغه وخت طالبانو ژمنه کوله چې یو میاشت وروسته یا دوه میاشتې وروسته دا ستونزه حلوي خو کلونه تېر شول او دوی د نجونو ښوونځيو ته د پرانستل کېدو اجازه ورنکړه." خو طالبان وايي چې لا هم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه پرېکړه نه ده شوې. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه د معارف وزارت له لوري په دې اړه کومه پرېکړه وروستۍ شوې نه ده." طالبانو له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې نجونو ته به د زده کړو خوندې چاپیریال رامنځته کوي، خو پر افغانستان د طالبانو د بشپړې واکمنۍ نه نږدې درې میاشتې تیريږي په دې اړه لا هم کوم اقدام نه شوی، ان تر دې دې چې د دولت ښځینه کارکونکو ته هم تر دې دمه د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ مشر وټاکل شو
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف د کرکټ بورډ سرپرست مشر ټاکل شوی دی.