شاته

ځینې زده کوونکې: کلنیو ازموینو ته لږې ورځې پاتې خو لا هم بې برخلیکه یو

طالبانو ژمنه کړې وه چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړې لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کوي، خو ښايي د دوی په خوښه د نجونو لپاره د زده کړو خوندي چاپیریال نه وي برابر شوی ځکه خو لا هم د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي.

که څه هم په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو د دغه پرېکړې پر وړاندې لاریونونه وشول او په نړیواله کچه دا موضوع وغندل شوه، خو طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې.

د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې وايي،کلنیو ازموینو ته بیخې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه هېڅ خبر نشته او دوی په دې برخه کې هماغسې بې سرنوشته دي.

د بدخشان اوسېدونکې بې نظیر چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، اوس مهال د زده کړو له اساسي حق بې برخې ده او نه پوهېږي چې د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره چاته مراجعه وکړي.

نجونې زده کوونکې له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې بهیر ته جدي پاملرنه وکړي
نجونې زده کوونکې له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې بهیر ته جدي پاملرنه وکړي

نوموړې زیاتوي: "له کومه وخته چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، له هماغه ورځې يې له موږ د زده کړو حق واخېست، د هرې ورځې په تېرېدو په دې اړه زموږ اندېښنې لاپسې زیاتیږي، ځکه ښوونځي ته د نه پرېښودو له امله موږ ورځ تربلې نهیلي کېږو او هره ورځ په دې اړه شکایتونه ډېریږي خو نه پوهیږو چاته ورشو چې زموږ دا ستونزه حل کړي."

هغه د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.

د کابل اوسېدونکې طیبه چې د دولسم ټولګې زده کوونکې ده وايي، که سږ کال له کلنیو ازموینو پاتې شوه نو د کانکور په ازموینه کې به یو کال شاته شي: "موږ د بې سرنوشتې په یوه مرحله کې قرار لرو، که سږ کال ونه توانیږو د کانکور په ازموینه کې برخه واخلو نو زموږ یو کال خواري په سیند لاهو کېږي، نو ځکه موږ ډېر اندېښمن یو، که ازموینې هم پیل شي له تېرو څلورو نیمو میاشتو راپه ديخوا مو هېڅ درس نه دی ویلی نه پوهېږو چې د څه شي په اړه ازموینه ورکړو؟"

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې بهیر ته جدي پاملرنه وکړي، خو دا غوښتنه نړیوالې ټولنې بار-بار له طالبانو کړې خو پایله يې نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده چې تازه له هراته راپورونه خپاره شوي چې په دغه ولایت کې له شپږم ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوي خو د دغه بهیر د څرنګوالي په اړه طالبان څه نه وايي.

په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو د محدودیت په اړه اندېښنې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعالانې هم له زده کړو د نجونو د محرومېدو په اړه اندېښمنې دي.

زرقا یفتلي چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د یو تحقیقاتي بنسټ رییسه ده وايي، د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړلو سره یو وار بیا اندېښنې راپورته شوي چې دغه ډله به له دې چارې سره د خپل تېر نظام په شان برخورد وکړي.

د ښځو او ماشومانو د حقونو د یو تحقیقاتي بنسټ رییسه زرقا یفتلي
د ښځو او ماشومانو د حقونو د یو تحقیقاتي بنسټ رییسه زرقا یفتلي

نوموړې وايي: " شل کاله وړاندې چې کله طالبانو افغانستان ونیوه هغه مهال هم دنجونو په زده کړو بندیز ولګېده، کله چې د ازموینو وخت نږدې شو طالبانو اعلامیه خپره کړه چې نجونو ته دې یو لوړو ټولګیو ته یو کال ارتقا ورکړل شي، که څه هم هغه وخت طالبانو ژمنه کوله چې یو میاشت وروسته یا دوه میاشتې وروسته دا ستونزه حلوي خو کلونه تېر شول او دوی د نجونو ښوونځيو ته د پرانستل کېدو اجازه ورنکړه."

خو طالبان وايي چې لا هم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه د معارف وزارت له لوري په دې اړه کومه پرېکړه وروستۍ شوې نه ده."

طالبانو له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې نجونو ته به د زده کړو خوندې چاپیریال رامنځته کوي، خو پر افغانستان د طالبانو د بشپړې واکمنۍ نه نږدې درې میاشتې تیريږي په دې اړه لا هم کوم اقدام نه شوی، ان تر دې دې چې د دولت ښځینه کارکونکو ته هم تر دې دمه د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.