ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: خپلو طالب ځواکونو ته نوي یونیفورمونه جوړوو، دا شته لنډمهاله دي

د افغانستان پلازمېنه، کابل نېږدې درې میاشتې مخکې د طالبانو لاسته پرېوت، په لومړیو ورځو کې د دوی وسله وال په ښار او واټونو کې کم لیدل کېدل، خو کابل ښاریان وايي، دا ورځې یې شمېر ډېر شوی دی. په کومه بڼه؟ د ازادي راډیو یو تن خبریال چې د کابل د کارته نو د سیمې خپل د سترګو لیدلی حال بیانوي: "د پولیسو شین رینجر موټر و چې شاته په کې سپاره څلور کسان چې وسلې ورسره وې ټول ملکي جامو کې وو تیر شول، یعنې کمیس او پرتوګ سره وه، مخکې هم چې کوم کسان ناست وو، دا هم ملکي جامو کې وه." ټول ښار کې وضعیت همدا ډول دی او طالب وسله وال ټول بې یونیفورمه دي؟ د ازادي راډیو بل خبریال د کابل د عبدالحق څلور لاري کې خپل د سترګو لیدلی حال وايي: "دې څلوري لاري کې ولاړ وسله لرونکي طالبان یو ډول یونیفورم لري، تقریباً پخوانیو ځواکونو ته ورته، خو بڼه یې یو څه بدله ده، لمن داره کمېسیونه له پتلونونو سره، ځینې نور بیا چې په موټرو کې ګرځي دوی بیا جمپرونه او پتلونونه لري، سم لکه د پخوانيو کوماندویان." په ټوله کې د طالب وسله والو د یونیفورم نه شتون، یا د یوشان یونیفورم نه درلودل، هغه موضوع ده چې کابل ښاریان یې اندېښمن کړي دي. دوی وايي، د ښاري نظم د ګډوډېدو ترڅنګ هر څوک د طالب له نومه په استفادي سره خلکو ته سرخوږی جوړولی شي چې خپله طالبانو هم مخکې تردې په دې خبره په یو ډول اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د خپلو لیکو تصفیه یې پیل کړې ده. د کابل ښار اوسېدونکی محي الدین وايي، روان وضعیت ډېر اندېښمن کړی دی: "په دې حالت کې طالب او غیر طالب نه معلومېږي. نو که دوی ته یو منظم یونیفورم جوړ شي او لیکې یې منظمې شي، خلک به خپل دولت پېژني، خو که دا شان ګډوډي وي، دا د ملت په تاوان ده او په خپله د نظام په تاوان هم ده." د کابل ښار بل اوسېدونکی سید اکبر بیا وايي، دا ستونزه یوازې کابل نه بلکې په نورو ښارونو کې هم ده: "له بده مرغه نن سبا نه یوازې کابل کې نه بلکې ټولو لویو ښارونو کې، د طالبانو امنیتي برخه معلومه نه ده او یونیفورم نه لري. که تاسې وګورئ د یو طالب او غیر مسوول وسله وال تر منځ به توپیر ونه شئ کولی. ښه به دا وي چې دوی ته یو ځانګړی یونیفورم وټاکل شي چې دا به په ټولنه کې د نظم او امن له راوستلو سره ډېره مرسته وکړي." طالب چارواکي بیا وايي، خپلو ځواکونو ته په یونیفوروم جوړولو کار کوي. د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا مهال هم چې یو شمېر طالب ځواکونه یونیفورم لري دا مؤقتي دي او دوی به خپلو بېلابېلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مختلف ډول یونیفورمونه جوړ کړي. مجاهد زیاتوي: "یونیفورم ضرور دی، انشاالله چې زموږ امنیتي ځواکونو به ټول یونیفورم ترتیب کړي، په دې باندې کار روان دی او دا اوسني چې ورنه استفاده کوو دا مؤقتي یونیفورمونه دي، ټول پنځه ارګانونه دي چې کیدای شي جوړ شي، خاص ځواکونه ځانګړي ځواکونه، عادي ځواکونه دي د اردو، امنیتي پولیس دي او د استخبارتو ځواکونه دي، جلا جلا کېدای شي یونیفورمونه ولري." خو ښاغلی مجاهد دا نه وايي چې طالب وسله وال به ټول کله په یونیفورم شي؟ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني حکومت، خپلو بېلابېلو امنیتي او دفاعي بنستونو ته ځانګړي یونیفورمونه درلودل. خو هغه مهال یاد یونیفورمونه په بازارونو کې هم موندل کېدل چې د وخت د حکومت وسله والو مخالفینو ترې په استفادې بېلابېل بریدونه هم کړي وو. ورسته بیا یو شمېر دا بازارونه د هغه مهال د حکومت له خوا وتړل شول. د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال شاه محمود میاخېل د یو نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د یونیفورم درلودل مهم بولي، خو د کنټرول په مېکانېزم یې هم ټینګار کوي. دی وايي: "د یو نظام لپاره یونیفورم درلودل، په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ډېر مهم دی، څکه چې ډسپلین رامنځته کوي، خو ستونزه په افغانستان کې دا ده چې دغه یونیفورمونه جعلي هم جوړېږي او خلک یې د بازار نه هم لاسته راوړلی شي نو له یونیفورم سره د هغې د کنټرول مېکانېزم هم ډېر مهم دی چې څوک ورنه سوً استفاده ونه کړي." د یادونې وړ ده چې تېر جمهوري نظام که څه هم خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړي یونیفورمونه درلودل، خو ډېر ځله د دغه یونیفورم د اغوستلو او ورنه د استفادې پر څرنګوالي نیوکې هم کېدې. په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو به وخت په وخت په دې اړه لیکنې او تصویرونه خپرول، خو دغه هېواد کې د مجاهدینو تر واکمنېدو دمخه یعنې له ۱۳۷۱ دمخه جمهوري نظام بیا د کابل ګارنیزیون پورې اړوند د ښاري انضباط په نوم ځانګړي ځواکونه درلودل چې د نظامیانو یونیفورم یې اغوستل او ورنه د استفادې ډسپلین او اصول یې کنټرولول. ان ډېر ځله لیدل شوي وو چې د انضباطانو له خوا د ښار په واټونو لوړ رتبه افسران هم د عسکري قانون او ډسپلین خلاف یونیفورم اغوستلو له امله درول شوي او سرغړونې یې ورته په ګوته شوې وې. ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:  

13.11.2021 ازادي راډیو

باجوړ:بمي چاودنه کې دپولیسو دوه عسکر وژل شوي

دخالي په ورځ دباجوړ دپولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او عبدالصمد خان وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي دغه چاودنه د راغګان ډیم په حفاظت مامورو عسکرو باندې شوی چې پکې دعبداحیان اؤ سراج په نومونو دوه پولیس وژل شوي دي.

13.11.2021 ډیوه

دامریکې،روس اؤ چین ځانګړو استازو جنرال باجوه سره دافغانستان په وضعیت خبرې کړي

افغانستان لپاره دامریکې.روس اؤ چین ځانګړو استازو دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه سره لیدنې کړي اؤ دافغانستان په روان وضعیت یې ورسره خبرې اترې کړي دي.

13.11.2021 ډیوه

طالبان وایي افغانستان اوس یو غټ پوځ ته اړتیا نه لري

دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دتیر حکومت په مهال دملي اؤ دفاعي ځواکونو دسرتیرو یو وارې بیا دندو ته د راګرځولو نه په سپینو ټکو انکار کړی دی اؤ وایي اوس افغانستان دومره ستر پوځ ته اړتیا نه لري.

13.11.2021 ډیوه

قطر به امریکا ته د تلونکو افغان کډوالو د ترانزیت مرکز وي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له اسوشټډ پرس سره په مرکه کې وویل د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د جمعې په ورځ نومبر ۱۲ ( لړم ۲۱) د افغان کډوالو د تخلیې د پروسې د ښه تنظیم په موخه  یوه موافقه لاسلیک کړېده. 

13.11.2021 امریکا غږ

افغانستان کې د نجونو کرکټ؛ د کرکټ شورا: عملي اقداماتو ته سترګې په لار یو

د کرکټ نړیواله شورا وايي، که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د نجونو کرکټ دوام کوي خو وايي دا نړیواله اداره په دې برخه کې عملي اقداماتو ته سترګې په لاره ده.  سږکال د کرکټ په شل اوورېز نړیوال جام کې د افغانستان ګډون وروسته له هغه له خطر سره مخامخ شو چې طالب چارواکو وویل، د دوی حکومت به نجونو ته د کرکټ اجازه ورنه کړي.  د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د دې شورا مشر جف الاردایس پرون، د لړم په ۲۱مه په دوبۍ کې خبریالانو ته وویل، افغان کرکټ بورډ دوی ته ویلي چې د نجونو کرکټ به دوام وکړي او زیاته یې کړه، دوی تراوسه په افغانستان کې د نجونو د کرکټ د بندیز نښې نښانې هم نه دي لیدلي.  ښاغلي الاردایس وویل، هدف دا دی چې په افغانستان کې نارینه او ښځو ته د کرکټ اجازه ورکړل شي او زیاته یې کړه، په افغانستان کې له بدلون وروسته د کرکټ نړیواله شورا په منظم ډول له افغان کرکټ بورډ سره په تماس کې وه. الاردایس وویل چې د وخت په تېرېدو سره به هرڅه معلوم شي.  د کرکټ د نړیوالې شورا رییس همدا راز وویل چې دا شورا به راتلونکې اوونۍ په خپله غونډه کې په افغانستان کې د کرکټ د وضعیت په اړه یو راپور ترلاسه کړي او د هغه په اساس به غور وکړي. 

13.11.2021 ازادي راډیو

قطر به افغانستان کې د امریکا مفاداتو نمایندګي کوي

بلېنکن وویل قطر به په کابل کې په خپله سفارتخانه کې د امریکې د مفاداتو څانګه جوړوي چې د کونلسګرۍ خدمات به ورکوي او په افغانستان کې به د امریکې د سفارتي ودانیو حالت او د امنیت څارنه کوي

13.11.2021 ډیوه

د بوسنیا او کرویشیا ترمنځ په پوله کې بند پاتې کډوال د مرستې غوښتنه کوي

په داسې حال کې چې د نړۍ پاملرنه د بلاروس او پولنډ ترمنځ په پوله کې د کډوالو ستونزې ته وراوښتې ده، د بوسنیا او کرویشیا په پوله کې بند پاتې کډوالو چې ډیر شمیر یې افغانان دي د جمعې په ورځ نومبر ۱۲ ( لړم ۲۱) له نړیوالو وغوښتل چې دوی هیر نه کړي.

13.11.2021 امریکا غږ

امریکا: هوثي باغیان دې د امریکې سفارت خالي او هلته یرغمل کسان دې ازاد کړي

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په صنعا کې د امریکايي سفارتخانې د ساتنې عملې زیاتره غړي ازاد کړی شوي دي او د نورو نیول شویو کسانو د ازادۍ دپاره "نه ختمېدوونکي" سفارتي هلې ځلې دوام لري

12.11.2021 ډیوه

د پي ټي اېم فعالان: پاکستان د پرتشدد ډلې سره معاهده کوي او په پرامنه تحریک بندېزونه لګوي

قانون پوهه فرهاد افریدی وايي د پنجاب خلک که انتهايي اقدامات هم وکړي، ترهګري دې ولې ونه کړي او سرکاري املاکو او خلکو ته زيان ولې ونه ورسوي هغوي سره به دا رياست روغه هم کوي او هغوي سره به په امن او خوشالۍ خبره هم کوي

12.11.2021 ډیوه

د دوحې او واشنګټن نوی تړون: قطر په افغانستان کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي

متحده ایالاتو او قطر موافقه کړې چې دا هیواد به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي ګټو استازیتوب کوي.

12.11.2021 امریکا غږ

طالبان: پاکستان دې د افغان تجارت دپاره "عملي اسانتیاوې" برابر کړي

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو راهسې تجاران او عام خلک وايي په تورخم او چمن سرحدي لارو په تګ راتګ کې مشکلات زیات شوي او د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارتي په حرکت کې خڼدان پېدا شوي، د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارت کچه کمه شوي او تاجران د مالي نقصان سره مخامخ شوي دي

12.11.2021 ډیوه

متقي : د مخکني رژیم سرتیرو او په هغه کچې اردو ته اړتیا نشته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نلري او د مخکني رژیم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړيو ته به په خپلو لیکو کې ځای ورنکړي.

12.11.2021 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د شري ناروغۍ سږ کال تقریباً سل افغان ماشومان وژلي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي سږ کال د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د شرې ناروغۍ زرګونه ماشومان نیولي او نږدې ۱۰۰ یې وژلي دي.

12.11.2021 امریکا غږ

د ننګرهار په یو جومات کې چاودنې کې ملکیان ټپي شوي

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ په یو جومات کې دننه په چاودنې کې یو شمیر عام خلک ټپیان شوي.

12.11.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more