شاته

افغانستان کې د نجونو کرکټ؛ د کرکټ شورا: عملي اقداماتو ته سترګې په لار یو

د کرکټ نړیواله شورا وايي، که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د نجونو کرکټ دوام کوي خو وايي دا نړیواله اداره په دې برخه کې عملي اقداماتو ته سترګې په لاره ده.

سږکال د کرکټ په شل اوورېز نړیوال جام کې د افغانستان ګډون وروسته له هغه له خطر سره مخامخ شو چې طالب چارواکو وویل، د دوی حکومت به نجونو ته د کرکټ اجازه ورنه کړي.

د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د دې شورا مشر جف الاردایس پرون، د لړم په ۲۱مه په دوبۍ کې خبریالانو ته وویل، افغان کرکټ بورډ دوی ته ویلي چې د نجونو کرکټ به دوام وکړي او زیاته یې کړه، دوی تراوسه په افغانستان کې د نجونو د کرکټ د بندیز نښې نښانې هم نه دي لیدلي.

ښاغلي الاردایس وویل، هدف دا دی چې په افغانستان کې نارینه او ښځو ته د کرکټ اجازه ورکړل شي او زیاته یې کړه، په افغانستان کې له بدلون وروسته د کرکټ نړیواله شورا په منظم ډول له افغان کرکټ بورډ سره په تماس کې وه.

الاردایس وویل چې د وخت په تېرېدو سره به هرڅه معلوم شي.

د کرکټ د نړیوالې شورا رییس همدا راز وویل چې دا شورا به راتلونکې اوونۍ په خپله غونډه کې په افغانستان کې د کرکټ د وضعیت په اړه یو راپور ترلاسه کړي او د هغه په اساس به غور وکړي.