شاته

متقي : د مخکني رژیم سرتیرو او په هغه کچې اردو ته اړتیا نشته

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نلري او د مخکني رژیم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړيو ته به په خپلو لیکو کې ځای ورنکړي.

ښاغلي متقي دا څرګندونې نن جمعه نومبر ۱۲ (لړم۲۱) په اسلام آباد کې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې کړیدي. هغه ویلي، "کوم پوځ چې بهرنۍ مداخلې جوړ کړی و، په دومره ډیر شمیر ورته نوره اړتیا نشته.

د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په اسلام آباد کې د پالیسۍ یو سازمان دی چې د پاکستان د حکومت لخوا چلول کیږي.

سره لدې چې طالبانو مخکې ویلي و د افغانستان د مخکني رژیم امنیتي او دفاعي ځواکونه به په نوي پوځ کې شامل کړي خو ښاغلي متقي وویل هیواد یې وړوکي پوځ ته اړتیا لري او د هغه په قول د داسې کسانو نه باید جوړ وي چې "وفادار او هیواد پالنې ته ژمنتیا ولري".
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه پخپلو خبرو کې په نړیوالې ټولنې تور ولګاوه چې د بشري حقونو او د ټولشموله ادارې د جوړیدو موضوع د سیاسي مقاصدو لپاره کاروي.

هغه وویل ، "پرون چې مخالفین (طالبان) وژل کیدل سرغړاونه نه وه خو نن بیا سرغړاونه ده". ښاغلي متقي نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې په تیرو شلو کلونو کې پدې پوه نشول چې د فشار تاکتیک په طالبانو کار نکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه ادعا وکړله چې اوسنۍ کابینه یې ټولشموله ده او د افغانستان د مختلفو پرګنو غړي پکې برخه لري خو وایي چې نړیواله ټولنه کوښښ کوي طالبان مجبور کړي چې سیاسي مخالفینو ته په کابینې کې ځای ورکړي. متقي وویل چې دا په بل ځای کې ممعول ندی.

هغه زیاته کړه، " مونږ هیڅ وخت د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن څخه ندي غوښتي چې مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته پخپلې کابینې کې ځای ورکړي".

همدارازژورنالیست طاهر خان چي د کالونو راپدیخوا د طالبانو په هکله لیکنې کوي او راپورونه پرې برابروي وایي چې طالبانو تر اوسه په کابینې کې هیڅ داسې چا ته ځای ندی ورکړی چې د هغوي متحد نه وي.

هغه وایي " ۹۰ په سلو کې کسان چې ټاکل شوي د طالبانو فعال غړي دي. یا یې قوماندانان او یا یې جګړه ماران دي. ۱۰ په سلو کې یې بیا هغوي دي چې په ټولنیزو شبکو کې یا نورو ځایونو کې د هغوي ملاتړي دي".

د میرمنو حقونه:

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدرارنګه وویل چې د میرمنو د کار او زده کړې چارې مخ په ښه کیدو دي. هغه وویل، "د روغتیایي سکټور ۱۰۰ فیصده کار کوونکې بیرته خپلو کارونو ته ستنې شوې او د پوهنې په برخې کې ۷۵ فیصده دا کار شوی".

ښاغلي متقي ادعا وکړله چې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو راهیسې طالبانو هیڅ یوه میرمن د دندې څخه نده لیرې کړې خو د بشري حقونو د څار ادارې غړې هیتر بار د دې ادعا سره موافقه نده.

هغه وایي، "ښایي هغوي هیڅ یوې میرمنې ته نه وایي چې له دندې شړل شوې یې خو هغوي د شک پرته ډیرو میرمنو ته ویلي چې باید کار ته ولاړې نشي او تر نامعلومې نیټې کار ته ورنشي".