کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه
د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.
خوست کې ځایي خلکو په خپل لګښت پلونه جوړ کړي
د افغانستان خوست ولايت په ځینو سیمو کې خلکو پر لویو لارو په خپل لګښت پلونه جوړ کړي او هغه موټر چلونکي چې پرې تېرېږي مالیه ورکوي. د پله پالونکي وايي هم یې د خلکو کړاو کم کړی او هم یې ځان ته د ګټې وټې ښه لاره جوړه کړې ده.
د عبدالستار ايدهي ژوند په انځورونو کې
ايدهي په ۱۹۲۸ کال کې د هند د ګجرات په جوناګړ کې زېږېدلی و. نوموړي له خپلې مېرمنې بلقیس ایدهي سره په شریکه په کراچۍ کې له یوه امبولانس او یوه کوچني کلینک سره خیریه چارې پیل کړې وې، خو اوس د پاکستان په بېلابېلو برخو کې خيريه ټولنې او امبولانسونه لري.
سکاټلند او افغانستان: په دویم توپ لومړنۍ وېکټه
دولت ځدراڼ له سکاټلند سره په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې لومړنی کس د لوبې په دویم توپ وسوځاوه. په دغه لوبه کې سکاټلنډ افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه خو افغان توپ اچوونکو هغه ضعف چې منډه جوړونکو وښود یو ځل بیا پوره کړ.
د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشتري مدار ته ننوته
د جونو پلټونکې سپوږمکۍ د مشد جونو په نامه د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو ادارې (ناسا) یوه پلټونکې فضايي مصنوعي سپوږمکۍ چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په لمریز نظام کې سفر کوي، په بریاليتوب د مشترې سیارې مدار ته ننوته.تري مدار ته ننوته
ملاله: ایدهي ته درناوي لپاره باید یو ښه کار وکړو
پښتنې ملالې یوسفزۍ له بي بي سي سره په خبرو د پاکستان نامتو خیریه کارکونکي عبدالستار ایدهي له مړینې وروسته وویل د ښاغلي ایدهي ژوند نه موږ باید زده وکړو او نوموړي ته د درناوي لپاره باید یو ښه کار وکړو.
د سامع ازموینې په مرسته پريښې ښوونځی بشپړ کړئ!
که د ځينو مشکلاتو له کبله مکتب په نيم کې درنه پاتې شوی وي او هغه د چا خبره د ښوونځي عمر درنه تېر وي خو زړه...
ناټو ختیځه اروپا کې نوي ځواکونه ځای پر ځای کوي
د ناټو تړون پرون جمعه پرېکړه وکړه چې څلور پوځي لواوې په پولنډ او د بالتیک سمندرګي په درېیو هېوادونوکې ځای پرځای پر ځای...
اوباما: ناټو د ځینو ستونزو په وړاندې ودریږي
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، ناټو باید سیاسي اراده وښيي او ژمن و اوسي څو د هغو ستونزو په وړاندې ودریږي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې، روسیې، له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو په اړه رايي ورکولو او هغو ستونزو چې میلونونه خلک یې په اروپا کې کډوالۍ ته اړ کړي، له کبله راپورته شوي. په یوه تبصره کې چې نن په وارسا کې د ناټو د مشرانو د غونډې له پیل څو ساعتونه مخکې په فایننشل ټایمز کې خپره شوې ولسمشر بارک اوباما ویلي، د سړې جګړې راوروسته به دا اتلانتیک په دواړو خواوو کې د دې تړون لپاره تر ټولو مهمه شېبه وي. ولسمشر بارک اوباما ویلي، پر اوکراین د روسیې تیری د یوې ازادې، بشپړې او سوله ییز اروپا په اړه زموږ لیدلوری تهدیدوي. دا به وروستي ځل چې د بارک اوباما د ناټو د مشرانو په غونډه کې د امریکا د ولسمشر په توګه ګډون کوي.
د انګورو یو وږی په ۱۱ زره ډالرو
په جاپان کې د انګورو یو وږی په ۱۱ زرو ډالرو پلورل شوی. د انګورو ددغه وږي د هرې دانې بیه چې د ټینس د توپ په اندازه ده، په ۳۶۰ ډالره ده. د روبي رومان دا انګور یوه سوپر مارکېټ رانیولي دي.
پر رباب د ادم خان په نوم مشهوره نغمه
د ازادي راډیويي مجلې په روانه خپرونه کې د کندز سږني واړه اختر په باره کې رپوټ اورئ.
د عکسونو البوم: سکاټلنډ په دویمه لوبه کې افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه
سکاټلنډ د چارشنبې په ورځ افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه خو بیا یې هم د افغان لوبډلې تجربې او استعداد ته هڅې بې پایلې پاتې شوې. افغانستان سکاټلنډ ته په ۷۸ منډو ماتې ورکړه.
اصغر ستانکزی: د لومړنیو لوبو ګټل مهم دي
بي بي سي پښتو انلاین سره په مرکه د افغانستان ملي کرېکټ لوبډلمشر اصغر ستانکزي له سکاټلنډ سره په سیالۍ کې د لوبغاړو له لوبې خوښي څرګنده کړه، و یې ویل د لومړی لوبې ګټل مهم ځکه په لوبغاړو ښه اغیز لري.
پر عراق يرغل، نيمګړي استخبارات
د عراق په جګړه کې د بریتانیا د رول په اړه د چېلکاټ رپوټ له اوه کلن انتظار وروسته د جولای پر شپږمه خپور شو. رپوټ وایي بریتانیا په ۲۰۰۳ کال کې پرته له دې چې ټولې سوله اېزې او دېموکراتیکې لارې وڅېړي، د عراق جګړې ته یې ورودانګل.
اخترونه د پخلاینې پلمه ده
په ټوله اسلامي نړۍ کې هر کال دوه اخترونه راځي، چې یو ته یې کوچنی او بل ته یې لوی اختر وايي.