BBC
 شاته

ملاله:‌ ایدهي ته درناوي لپاره باید یو ښه کار وکړو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملاله:‌ ایدهي ته درناوي لپاره باید یو ښه کار وکړو

9 جولای 2016 - 19 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 10:56 گرینویچ

پښتنې ملالې یوسفزۍ له بي‌ بي سي‌ سره په خبرو د پاکستان نامتو خیریه کارکوونکي عبدالستار ایدهي له مړینې وروسته وویل، د ښاغلي ایدهي‌ ژوند ځانګړی و چې موږ ترې ډېر څه زده کولی شوای او نوموړي ته د درناوي لپاره موږ باید یو ښه کار وکړو.

عبدالستار ایدهي د تېرې د جمعې په ورځ (جولای ۸) د ۸۸ کلنو په عمر پاکستان کې ومړ.

ملالې د عبدالستار ایدهي‌ لپاره د ۲۰۱۶ کال نوبل سولې جایزې غوښتنه هم کړې ده.

عبدالستار ایدهي له خپلې مېرمنې بلقیس ایدهي سره په ګډه کراچۍ کې له یوه امبولانس او یوه کوچني کلینک سره خیریه چارې پیل کړې وې، خو اوس یې ټولنه د پاکستان په لر او بر کې په خورا پراخه کچه د امبولانسونو د خدمتونو وړاندې کولو سربېره د یتیمو ماشومان پالنې مرکزونه او په نشو د روږدو کسانو د درملنې روغتیايي مرکزونه لري لري.

له ملالې سره زموږ همکار عادل شاه زیب مرکه کړې ده.