BBC
 شاته

د انګورو یو وږی په ۱۱ زره ډالرو

خرڅلاو ته د روبي رومان انګورو ددغه وږي تر وړاندې کېدا وروسته یې د بې لوړېدو تمې ډېرې شوې دي
Image caption خرڅلاو ته د روبي رومان انګورو ددغه وږي تر وړاندې کېدا وروسته یې د بې لوړېدو تمې ډېرې شوې دي

په جاپان کې د انګورو یو وږی په ۱۱ زرو ډالرو پلورل شوی دی.

د انګورو ددغه وږي د هرې دانې بیه - چې د ټینس د توپ په اندازه ده -۳۶۰ ډالره ده. د روبي رومان دا انګور یوه سوپر مارکېټ رانیولي دي.

د دې سوپر مارکیټ مسؤول تکامارو کانیشي وویل: "موږ به دا انګور له پلور څخه مخکې نندارې ته کښېږدو او ځینو مشتریانو ته په دا موقع ورکړو چې خوند يې وګوري".

معمولاً جاپانیان د غوره مېوو ترلاسه کولو لپاره ډېرې پیسې ورکوي او ځینې وخت دغه غوره مېوه دوستانو ته د ډالۍ په توګه وروړي.

خو تر ډېره جاپانیان د خپل کاري دفتر مشر ته دا ډول قیمتي ډالۍ ورکوي.

یو وخت جاپان کې یوه مڼه په ۳ ډالرو او یوه هندواڼه تر دېر قیمته پلورل شوې ده.

Image copyright internet

تېر کال هم یوه جوړه هندواڼې په ۱۲ زره ډالرو رانیول شوې وې.

Image caption ښاغلی کانیشي وايي:"رښتیا هم دا قیمتي روبي رومان ډبرې دي".

ښاغلی کانیشي وايي: "زه ډېر خوشحاله او خوښ یم".

"رښتیا هم دا قیمتي روبي رومان ډبرې دي".