پاړاچنار کې د پاکستان پیپلز ګوند سیمه ییز مشر وژل شوی دی
نامعلومو کسانو د قبایلي سیمو ( فاټا ) لپاره د پاکستان پیپلز ګوند استازی حامد توری په خپل کور کې په ډزو وژلی دی. یوه ځايي چارواکي ویلي پېښه په پاړه چنار کې رامنځته شوې.
یو باز د ماشوم تښتولو هڅه کړې
استراليا كې د ژویو او مرغانو یوه نندارتون پر مهال یوه باز د ماشوم تښتولو هڅه وکړه. عیني شاهدان وايي باز د ماشوم په سر منګولې خښې کړې او د هغه د پورته کولو هڅه یې وکړه.
ایټالیا کې دوو اورګاډو ټکر کړی
د ایټالیا سویل کې دوو اورګاډو مخامخ ټکر کړی، چې پایله کې یې ۲۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دواړو ګاډو د ټکر پر مهال پر یوه پټلۍ سفر کاوه.
اروپا ته د مهاجرینو د تگ شمیره کمه شوې
اروپایي مقاماتو ویلي دي چې اوس د یونان پر ځای ایټالیا د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د ورتگ په لومړۍ لیکې بدله شوې ده.
'ملټي ویټامن درمل مېندوارو مېرمنو ته هېڅ ګټه نه رسوي'
يوه نوې څېړنه ښيي، چې ملټي وټامن درمل د مېندوارو مېرمنو لپاره کومه ګټه نه کوي، بلکې د څېړونکو په خبره دغه چاره یوازې د پېسو ضایع کول دي. دوی وايي، مېندوارې مېرمنې باید د مناسبو خوړو تر څنګ فولیک ایسډ او وټامن ډي وخوري، چې دا وايي ورته خورا اړین دي.
کورنیو چارو وزارت: فراه او غزني کې ۱۴ طالبان وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، ۱۰ طالبان د لویدیځ ولایت فراه او څلور نور یې په سوېلي ولایت هلمند کې وژل شوي. په وژل شویو کې د طالبانو یو نومول شوی قاضي هم شامل دی چې د غزني په اب بند ولسوالۍ کې خپلو درېیو ملګرو سره لمنځه تللی.
ګوتې رودل یا نوکان ژوول؛ د حساسیت ګواښ کموي؟
یوې نوې علمي څېړنې ښودلې، هغه ماشومان چې خپلې ګوتې روي یا خپل نوکان ژويي، د الرژۍ یا حساسیت له خطر سره یې مخامخېدل کم وي.
د افغان پولیسو لپاره د روزنې پروګرام
له ۲۰۰۲ کال راهیسې جرمني حکومت د افغان پولیسو روزنه پر غاړه اخیستې ده. کریم حیدري په کابل کې د دغه هېواد له سفیر سره د دغې پروګرام په څرنګوالي خبرې کړي دي.
د امریکا میشیګن محکمه کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي
د امریکا میشیګن ایالت د یوې محکمې د ننه یوه وسله وال کس دوه پولیس په ډزو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي. محکمه کې بندي د پولیس وسلې ته لاس وراچولی او ډزې یې کړې دي.
عبیدالله: د یونیم کال راپه دې خوا کوپراتیف نه دی راکړل شوی
درنو اورېدونکو د انصاف په لټه کې دا خپرونه د هلمند ولایت د یو اوسیدونکي د پولیسو د متقاعد افسر عبیدالله د کوپراتیف ...
غني او کارتر د امریکايي پوځيانو د نوي ماموریت په اړه وغږیدل
د امریکا د دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شتون په تړاو د ولسمشر باراک اوباما د وروستې پریکړې په هکله توضیحات ورکړل.
د ننګرهار په خوګیاڼو او اچین کې ۱۲مخالفین وژل شوي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې په خوګیاڼو او اچین ولسوالۍ کې د دولس ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شوېو کې نهه طالبان او څلور د داعش جنګیالي دي. خوګیاڼي وایي، دغه کسان د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
نوي زیږدلي ماشومان څنګه باید د زکام نه وساتل شي؟
ماشومان د پیدا کیدو نه وروسته په لومړنیو شپږو میاشتو کې زیات ددې خطر سره مخ وي چې ښایي د زکام په ناروغۍ اخته شي.
ماريه شراپووا به اولمپیک لوبو کې ګډون و نه کړي
د لوبو اړوند یوې محکمې د ټېنیس پر وتلې روسۍ لوبغاړې ماریه شراپووا د لګیدلي بندیز استناف غوښتنې په اړه پرېکړه د سپتمبر تر ۲۹ ځنډولې ده.
شاهد اپریدي افغان کرېکټ لوبډله ستایلې
د نړۍ دغه مشهور لوبغاړي له بي بي سي پښتو تلويزيون سره خبرې کولې. ده وويل افغان لوبډله ډېره انډوله ده.