ماريه شراپووا به اولمپیک لوبو کې ګډون و نه کړي
د لوبو یوې منځګړې محکمې د ټېنیس پر وتلې روسۍ لوبغاړې ماریه شراپووا د لګیدلي بندیز استناف غوښتنې په اړه پرېکړه د سپتمبر تر ۲۹ ځنډولې ده.
دې سره به ماریه شراپووا و نه شي کړای ریو اولمپیک لوبو کې ګډون وکړی.
جنوري میاشت کې د اسټرالیا پرانیستو سیالیو بهیر کې د طبي ازموینې پر مهال معلومه شوه، چې نوموړې لوبغاړې ملدونیم نومي ممنوع درمل کارولي.
له هغه وروسته د ټېنیس نړیوال فدراسیون پر هغې د دوو کلونو لپاره په لوبو کې د ګډون نه کولو بندیز ولګاوه.
تېره میاشت نوموړې د لوبو منځګړې محکمه کې د دغه بندیز پر ضد د استناف غوښتنه وکړه.
خو ماریه او د ټېنیس نړیوال فدراسیون پر خپلو قضیو کار کولو لپاره وخت ته اړتیا لري.
د اګست میاشتې په پنځمه نېټه به د برازیل په ریو دي جینیرو کې د اولمپیک نړیوالې سیالۍ پيل شي.
د محکمې له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ماریه شراپووا او د ټېنیس نړیوال فدراسیون د منځګړې محکمې د هغې پرېکړې په اړه رضایت څرګند کړی، چې پرېکړه باید تر سپتمبر پورې وځنډوله شي.
د ریو اولمپیک سیالیو لپاره روسي چارواکو د ماریه شراپووا نوم هم د لوبغاړو په نوملړ کې شامل کړی و.
د روسیې ټېنیس فدراسیون چارواکو په خبره، یوه اونۍ کې به ریو سیالیو کې د ماریه شراپووا د ګډون موضوع روښانه شي.