د مسلمانانو پر وړاندې د منفي دريځ بدلولو هڅه
د مسلمانانو پر وړاندې د منفي دريځ بدلولو هڅه، د زک ابراهيم پر کتاب رپورټ لرو، چې د ترهګر زوی یې بولي.
عمران خان د بل واده نیت لري
د پاکستان د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان وایي د بل ځل واده په اړه فکر هم کوي ځکه د گډ ژوند پر اساسانو باور لري.
افغان پولیس ځواک کې د اصلاحاتو راوستو ژمنې
افغان ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې چې راتلونکو اوونيو کې به پوليس ځواک او هم د ملکي خدمتونو ګومارنې بهير کې د فساد پر وړاندې د مبارزې او پراخو اصلاحاتو لپاره عملي کار پيلوي.
د امریکا د کانگرس استماعیه: پاکستان دوست دی که دښمن؟
د امریکا د کانگرس یو شمیر غړي د ترهگرۍ پر ضد جگړې کې د پاکستان د مشراکت په هکله د ارزونې په مقصد له کارپوهانو څخه پوښتنې کوي.
د جاپان د ټاکنو جنجالي موضوع - د اساسي قانون بدلون
د جاپان لومړی زویر شینزو آبې وايي چې ددې هیواد په انتخاباتو کې بریالیتوب ددې معنی نلري چې هغه اساسي قانون بدولای شي.
د پښتني ژوند کړه وړه
لیکوال درویش درانی "د پښتني ژوند کړه وړه" په اثر کې خبره له اسطورې او اساطیري مفاهیمو پیلوي. دی اول اسطوره راپېژني، د لرغوني یونان، روم، هند او چین په زړه پورې اسطورې معرفي کوي او بیا د پښتنو په فولکلور کې د اسطورو څرکونه راښيي.
د سعودي میلیاردر طلاقې ښځې ۱۰۰ میلیون ډالر وګټل
په بریتانیا کې یوې محکمې د پخوانۍ مشهورې موډلې کریسټینا استراډا په ګټه پرېکړه وکړه، چې له خپل پخواني مېړه او د سعودي له میلیاردر نه به د طلاق مقابل کې نژدې سل میلیونه ډالر ترلاسه کوي.
جنګل باغ: کندز کې ۱۲ طالبان له وسلو سره یو ځای نیول شوي
د کندز امنیتي مسوولان وایي دولس وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره یوځای په چهار درې ولسوالۍ کې نیول شوې دي. د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته وویل چې افغان او بهرینو ځواکونو تېره شپه په چهار درې ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم لاسته ورغلې ده. نوموړی وایي چې په دغو عملیانو کې دولس عرادې موټر سایکل، یو عراده رنجر له وسله والو مخالفینو څخه نیول شوي دي. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
فلستین؛ "د اسرائیلو سرسخته دښمنانو" لومړۍ هدیره
اسرائیلي لرغونپوهان وايي، عسقلان کې د (فلستين) خلکو د لومړۍ هدیرې موندل به تر ډېره د هغو فلستیني د اصلیت په اړه پوښتنې ځواب کړي، چې په توران کې د بني اسرائیلو "تر ټولو سرسخته دښمنان" ګڼل شوي.
خلیلزاد: افغانان باید پاکستان محاکمه کړي
له بي بي سي سره په خبرو کې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وایي افغانان چې خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، باید پاکستان مسول وګڼي، نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کړي.
امريکا کې د تور پوستو پر ضد تاوتريخوالی
امريکا کې د پوليسو د چلن پر وړاندې د لارو کوڅو احتجاجونه روان دي. دوو لاريونونو کې چې د لوويزيانا بټن روژ او د مېنېسوټا سېنټ پاول کېدل، د پوليسو او لاريونيانو ترمنځ نښتې شوې دي.
خوست کي د ساتيرۍ ځايونه
افغانستان کې د سيل او ساتېرۍ ځايونه کم دي، او په ځينو ښارونو کې چې وي هم د امنيتې اندېښنو او د پېښو له وېرې یې خلک ورتلو ته زړه نه ښه کوي. خو د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې بيا د ساتېرۍ او د خلکو ټولېدو یوه داسې سیمه شته، چې خلک له لرې لرې سیمو ورځي.
کابل کې پر ښځو د تېزابو بريد
افغان پلازمېنه کابل کې د دريو مېرمنو درملنه روانه ده، چې څو کسانو پرې پر لار تېزاب شيندلي دي. پېښه د ښار يوه داسې سيمه کې شوې چې تر ټولو خوندي ګڼل کېږي. دا ډول پېښې چې پاکستان، هند او بنګله دېش کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي وسیله ده
ښځینه ټوکر د افغانستان د نارینه سیاستوالو په نوم
اشرف غني، عبدالله، کرزی، برج خلیفه، ایفون، ګلکسي او داسې نور د افغانستان په بازاراونو کې اوس پر ښځینه ټوکرانو اېښودل شوي نومونه دي چې په پلازمېنه کابل کې خرڅېږي. د ټوکرانو نومونه ددغو کالیو د بیې په ټاکلو کې هم رول لري.
اوباما: لومړی ځل دی چې ناټو له یوه حساس پړاو سره مخ شوې ده
د ناټوعمومي منشيینس سټولټنبرګ وايي، په اروپا کې له سیاسي اوامنیتي ستونزو سره ، دا تړون د ثبات اساسي منبع دی ...