BBC
 شاته

خلیلزاد:‌ افغانان باید پاکستان محاکمه کړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خلیلزاد:‌ افغانان باید پاکستان محاکمه کړي

10 جولای 2016 - 20 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 22:41 گرینویچ

له بي بي‌ سي سره په خبرو کې په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وایي افغانان چې خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، باید پاکستان مسول وګڼي، نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کړي.

زلمی خلیلزاد په دې باور دی هغه ډلې چې له افغانستان سره جنګېږي، پاکستان یې ملاتړ کوي. نړۍ باید دا حقیقت ومني او د همدې حقیقت په رڼا کې پرېکړه وکړي.

خو پاکستان تل دغه ټول تورونه رد کړي او وايي دغه هېواد په خپله د ترهګرۍ قرباني دی. دوی دا هم وايي چې پاکستان د ترهګري پر ضد له نړیوالو سره مرستې کړي او د افغان طالبانو سره د سولې خبرو په برخه کې رېښتینې هلې ځلې کوي.