امريکا کې د تور پوستو پر ضد تاوتريخوالی
امريکا کې د تور پوستو پر ضد تاوتريخوالی
10 جولای 2016 - 20 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 19:45 گرینویچ
امريکا کې د پوليسو د چلن پر وړاندې د لارو کوڅو احتجاجونه روان دي.
دوو لاريونونو کې چې د لوويزيانا بټن روژ او د مېنېسوټا سېنټ پاول کېدل، د پوليسو او لاريونيانو ترمنځ نښتې شوې دي. د ټکساس ډالاس ځينې برخې وروسته له هغه تړل شوې وې، چې د پوليسو مرکز ته ناڅرګند ګواښ وشو.
دې راپور کې د مرګونو پخوانيو پېښو ته کتنه شوې، چې ترينګلتيا يې پارولې.