فلستین؛ "د اسرائیلو سرسخته دښمنانو" لومړۍ هدیره
اسرائیلي لرغونپوهان وايي، عسقلان کې د (فلستين) خلکو د لومړۍ هدیرې موندل به تر ډېره د هغو فلستیني د اصلیت په اړه پوښتنې ځواب کړي، چې په توران کې د بني اسرائیلو "تر ټولو سرسخته دښمنان" ګڼل شوي.
اسرائیل وايي، له تېرو ۳۰ کلونو څېړنو وروسته یې اوس یوه فلستینۍ هدیره موندلې ده.
دغه هدیره لومړی په ۲۰۱۳ کال کشف شوه، چې بالاخره د تېرې یکشنبې په ورځ یې د موندلو اعلان وشو. اسرائیلي څېړونکي وايي، ددغې هدیرې کشفېدل به د فلسطینیانو د اصلیت پر راز رڼا واچوي.
څېړونکی پلاوی وايي دوی د څه باندې ۱۴۵ مړو ټوټې په ځینو خونو کې موندلې، چې ځینې یې په عطرو، خوړو، ګاڼو او وسلو پوښل شوې دي.
ددغې مقبرې منځنۍ نېټه له میلاد ۱۱ - ۸ پېړۍ وړاندې اټکل شوې ده.
د څېړونکې ډلې یوه مشر ډانیل اېم ماسټر ویلي "له لسیزو څېړنو وروسته، هغه څه چې فلستینیانو شا ته پرېښي، موږ اوس ورسره مخامخ شوو".
"په دې کشف سره موږ دې ته ورنژدې کېدای شو چې د دوی د اصلیت په راز پوه شو".
دا څېړنه څو کاله پټه ساتل شوې وه، ځکه چې د ارتودوکس یهودانو له اعتراضه یې وېره لرله، ځکه دوی وړاندې پر دغې څېړنې او کیندنې غوسه ښودلې وه او دا یې د قبر ایستلو ناوړه عمل بللی و.
ماسټر وايي "د کیندنې چارې تر ډېرې مودې پورې پټې ساتل شوې".
څېړونکي د فلستي ولس د اصلي جغرافیې په اړه د نظر اختلاف لري. ځینې یې یونان اصلي ټاټوبی بولي، خو ځینې بیا کریت ټاپو، قبرص او یا اناتولیا (اوسنۍ ترکیه).
کشفوونکې ډله اوس د موندل شویو مړو ډي اېن اې او نورې څېړنې مخته وړي، چې د دوی اصلیت معلوم کړي.
کشفوونکی پلاوی وايي، له ځینو مړو سره نژدې د عطرو بوتل، جګونه او کوچنۍ کاسې خښې شوې دي.
وايي له یوشمېر مړو سره هارونه او لښتۍ او وسلې هم اېښودل شوې دي.
د عیسویانو سپېڅلي کتاب انجیل کې دغه قوم د اسرائیلو دښمن ګڼل شوی.
سرچینه وايي، فلستین په سپېڅلي کتاب کې د اسرائیلو سرسخته دښمنان ګڼل شوي او باور دی چې دوی دغې (کشف شوې سیمې) ته له میلاد دوولس پېړۍ وړاندې تللي دي.
د عیسویانو مقدس کتاب کې راغلي، ګڼ فلستیني وګړي د جالوت جنګیالي اړوند وو، چې داود پیغمبر له پاچا کېدا وړاندې ماتې ورکړه.