یو باز د ماشوم تښتولو هڅه کړې
استراليا كې د ژوویو او مرغانو یوه نندارتون پر مهال یوه باز د ماشوم تښتولو هڅه وکړه. عیني شاهدان وايي باز د ماشوم په سر منګولې خښې کړې او د هغه د پورته کولو هڅه یې وکړه.
دغه ماشوم، چې عمر یې له شپږو تر اوو کلونو معلومیده، په داسې حال کې د باز له منګولو وژغورل شو، چې پر مخ یې د نوکارو برسېرنې نښې ښکاریدې.
کرستین او کونیل چې دغه نندارتون ته راغلې وه، بي بي سي ته وویل، باز له نژدې ۱۵ متره واټنه د دغه ماشوم لپاره والوت.
مېرمن او کونیل چې خپله کامره کې یې د پېښې تصویرونه اخیستي وايي، ماشوم په داسې حال کې چې خپل سر یې دباز له منګولو بچ کاوه، منډې وهلې.
د نندارچیانو له شور او زوږ وروسته باز د ماشوم له زرغونه کمېسه منګولې وایستلې او د کارکونکو له رسېدو مخکې والوت.
له پېښې وروسته ماشوم په داسې حال کې، چې له ټپونو یې وینه بهیده د پېښې ځای کې په ژړا پیل وکړ. یوه عیني شاهد این ټي نیوز خبري شبکې ته ویلي له دغه بریده وروسته نندارتون هم پای ته ورسېد.
د هغه پارک مسوولینو چې دغه نندارتون په کې ترسره کېږي، په یوه اعلامیه کې ویلي دوی څېړنه کوي او وايي تر هغې چې د دوی معلومات بشپړیږي، بریدګر باز به له نندارتونه لرې کړي.