د عکسونو البوم: سکاټلنډ په دویمه لوبه کې افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه
-
BBC
سکاټلنډ د چارشنبې په ورځ افغان لوبډله تر ډېره کابو کړې وه خو بیا یې هم د افغان لوبډلې تجربې او استعداد ته هڅې بې پایلې پاتې شوې.
-
BBC
شهزاد ۸ څلوریزې او دوه شپږېږې ووهلې
-
BBC
د سکاټلنډ په ایدنبرا ښار کې د افغان ملي لوبډلې ملاتړ لپاره د بریتانیا له مختلفو ځایونونه مینه وال راغلي وو.
-
BBC
شهزاد په ۸۴ منډو وسوځېد. په داسې توپ چې بالر تر عادي سرعت ورو غورځولی و او داسې ښکارېده چې ښايي افغان ستوری ستړی شوی وي.
-
BBC
رحمت شاه په لومړنۍ لوبه کې سلیزه وکړه په دویمه کې هم خورا ښه روان و خو بیا په توپ ولګېد او تر ډېره لوبه ایساره شوه.
-
BBC
که څه هم نجیب په لومړنۍ سیالۍ کې ښه لوبه وکړه خو په دویمه لوبه کې د سکاټلنډ بالرانو ورته د منډو او شارټ وهلو ټولې لارې تړلې وې.
-
BBC
نجیب ځدران ۱۱ منډې جوړې کړې.
-
BBC
اصغر په ۱۰ توپونو ۵ منډې وکړې. په ۱۵۶ منډو د افغانستان نیمايي لوبډله سوځېدلې وه.
-
BBC
کله چې نبي او میرویس بیټنګ کوو باران شو او لوبه ودرول شوه. په دې وخت کې د افغانستان ۱۷۸ منډې، ۳۷ اوور و او ۶ لوبغاړي سوځېدلي وو.
-
BBC
د باران له امله د یوې اوږدې وقفې وروسته افغانستان پوپ وهنه ونه کړه. لوبڅارانو اورونه ۳۶ کړل او افغانستان ته یې د ۲۱۱ منډو اوسط ورکړ.
-
BBC
که څه هم د لوبې په دویم توپ د سکاټلنډ تکړه لوبغاړی کایل کوتزر وسوځېد خو والس او کراس ډېره تېزه لوبه وکړه.
-
BBC
د سکاټلنډ تېزې لوبې اصغر اړ کړ چې نبي او ارشد توپ اچونې ته را وباسي. نبي په لومړي اوور کې یو کس وسوځو. افغان بالرانو هغه ضعف چې ښايي منډه جوړونکو وښوده یو وار بیا پوره کړ.
-
BBC
افغانستان په ۱۳۲ منډو د سکاټلنډ ټول لوبغاړي وسوځول او د اختر په ورځ یې افغان مینه والو ته یوه بله خوښي هم ډالۍ کړه.