BBC
 شاته

پر عراق يرغل، نيمګړي استخبارات

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر عراق يرغل، نيمګړي استخبارات

7 جولای 2016 - 17 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 09:54 گرینویچ

د عراق په جګړه کې د بریتانیا د رول په اړه د چېلکاټ رپوټ له اوه کلن انتظار وروسته د جولای پر شپږمه خپور شو.

رپوټ وایي بریتانیا په ۲۰۰۳ کال کې پرته له دې چې ټولې سوله اېزې او دېموکراتیکې لارې وڅېړي، د عراق جګړې ته یې ورودانګل.

رپوټ زیاتوي چې د صدام حسین حکومت بریتانیا او ملګرو ته یې سملاسي ګواښ نه وه پیښ کړی.

د چېلکاټ رپوټ وايي اوس دا روښانه شوې چې د عراق د جګړې په اړه د بریتانیا تګلاره پر ناسمو استخباراتي مالوماتو ولاړه وه.

د بریتانیا د وخت لومړي وزیر توني بلېر یوازې د دې لپاره جګړې کې ښکیلتیا غوره وبلله چې له امریکا او خپلو نورو ملګرو سره اوږه په اوږه ولاړ وي.