شاته

اخترونه د پخلاینې پلمه ده

اختر نږدې شو، روژه لاړه

لیلا به چا ته سرې منګولې ښکاروینه

په ټوله اسلامي نړۍ کې هر کال دوه اخترونه راځي، چې یو ته یې کوچنی او بل ته یې لوی اختر وايي.

هر کله چې د روژې میاشت پای ته ورسي، نو په ټوله اسلامي نړۍ کې د دغې میاشتې د پاې په مناست کوچنی اختر نمانځل کیږي.

دا د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې درې وي، چې عموماٌ په اسلامي هېوادونو کې رسمي رخصت وي، په حقیقت کې دا د ډېرو مسلمانانو لپاره د کورنۍ د غړیو د لیدنو- کتنو، د راشه- درشه او یو بل سره د پخلاینی او خوشحالۍ پلمه ده.

په هره ټولنه کې د کوچني اختر نمانځنه په ځانګړېو دودونو ترسره کیږي، نو پرته له شکه افغاني ټولنه هم په اخترونو کې ځانګړي دودونه لري.

بې وروه خور په کلي راغله

اواز یې وکړو چې د چا کره به ځمه