شاته

میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ مشر وټاکل شو 

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف د کرکټ بورډ سرپرست مشر ټاکل شوی دی.

هغه د عزیز الله فضلي په ځای په دغې دندې ګمارل شوی دی. عزیزالله فضلي کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د بورډ سرپرست مشر وټاکل شو او اوس یې د لېرې کېدو علت ښودل شوی نه دی.

میرویس اشرف تر دې مخکې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مشر و او تر هغه مخکې څو کاله د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی و.

هغه داسې مهال د کرکټ بورډ مشر ټاکل شوی دی چې عزیزالله فضلي لا هم په متحدو عربو اماراتو کې دی. هغه د افغانستان د کرکټ‌ له ملي لوبډلې سره اماراتو ته تللی و.

د چهارشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۱۹) د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې د ښاغلي اشرف د ګمارل کېدو او عزیزالله فضلي د لېرې کېدو خبر او مکتوب خپاره شول. خو څو ساعته وروسته دا خبر او مکتوب له فیسبوک څخه لېرې کړل شو.

د بورډ یو مسئول د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دا خبر د فیسبوک ادارې لېرې کړی، ځکه چې په مکتوب کې د «طالبانو د حکومت رسمي نښان او نوم»‌ وو.

تر دې څو ورځې مخکې هم همداسې یو کار وشو. د بورډ ځینو مسئولینو د نوم نه ښودلو په شرط‌ امریکا غږ ته وویل چې هغه وخت د «حقاني شبکې» او د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال د دفتر د مسئولینو ترمنځ د نوي مشر د ټاکل کېدو او پخواني مشر د لېرې کېدو په اړه د نظر اختلافات وو.

دوی وايی طالبانو د بورډ مطبوعاتي څانګې مسئولین مجبور کړي وو چې هغه وخت د ښاغلي میرویس اشرف د ګمارل کېدو خبر لېرې کړي. په همدې حال کې د راشد خان او حشمت الله شهیدي په ګډون د ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو میرویس اشرف ته مبارکي ‌ورکړې ده او هیله یې ښودلې ده چې د هغه په راتګ سره د افغانستان په کرکټ‌ او کرکټ بورډ کې مثبت تغیرات راشي.‌

میرویس اشرف نن اماراتو ته ولاړ چې څو ورځې وروسته د کرکټ ‌د نړیوالې شورا په عمومي غونډه کې برخه واخلي. په دې غونډه کې د افغانستان د کرکټ په راتلونکي باندې جدي بحثونه کیږي.