شاته

وسله والو پاکستان کې یو جګپوړی قاضي تښتولی

په پاکستان کې پولیس وایي وسله والو چې معلومه نده د کومې ډلې پورې اړه لري، د خیبر پښتونخوا ډیره اسماعیل خان او ټانک ولسوالیو تر منځ په لویې لارې کې یې کمین نیولی و او یو جګپوړی قاضي یې د موټر څخه ښکته کړی او تښتولی دی.

په سیمې کې د پولیسو یو چاروااکي فهیم خان ویلي چې شاوخوا ۱۵ وسله والو چې په موټر سایکلونو سپاره و، د قاضي شاکر الله مروت موټر یې د سړک پر سر درولی، د هغه موټر ته یې اور اچولی او قاضي یې د ځان سره وړی دی.

پولیسو ویلي چې په پیښه کې د ښاغلي مروت موټر چلوونکي ته زیان ندی رسیدلی او وسله وال له سیمې تښتیدلي دي.

دې قاضي په جنوبي وزیرستان کې دنده درلوده او د ډیر اسماعیل خان ولسوالۍ ته روان و چې وسله والو وتښتاوه.

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې قاضي د تښتولو ادعا نده کړې خو په یوې ویډیو کې چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارواکو خپره کړې ، قاضي شاکرالله مروت پکې وایي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي به دی تر هغې خوشې نکړي تر څو چې د هغوي غوښتنې نه وې منل شوي.

په ویډیو کې دا نده معلومه شوه چې وسله والو قاضي شاکر الله مروت کوم ځای ته وړی او دا هم نده معلومه چې آیا هغه دا بیان تر فشار لاندې ورکړی که نه.

په ویډیو کې ښاغلی مروت خپلې کورنۍ ته د خپلې سلامتیا ډاډ ورکوي او د پاکستان د سترې محکمې، نورو قاضیانو او ایالاتي حکومت څخه غواړي چې د ټي ټي پي غوښتنې ومني تر څو دی په خوندي توګه خوشې شي.

ښاغلي مروت په ویډیو کې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غوښتنو په هکله څه ندي ویلي.

په ویډیو کې د ځینو نورو کسانو غږونه هم اوریدل کیږي خو معلومه نده چې څوک به وي.

د پولیسو مشر فهیم خان ویلي چې د دې قاضي د لټون لپاره عملیات پيل شوي او د ترهګرۍ ضد پولیس هم په پلټنو کې برخه لري.

سره لدې چې وسله والو تر دې وړاندې معمولاً د پاکستان په امنیتي ځواکونو او تاسیساتو بریدونه کول خو د قاضي مروت په څیر جګپوړي قاضي باندې دا برید غیر معمول بلل کیږي چې ځکه چې ډیری وخت د دې پوړ قاضیان د ټینګو امنیتي تدابیرو سره سفر کوي.

د تښتول شوي قاضي موټر چلوونکي پولیسو ته ویلي چې ښاغلی مروت رسمي جامې اغوستې وې تښتونکو هغه ته د علاقې ساده جامې په ځان کړلې په موټر ساېکل یې د ځان سره تښتولی. موټر چلوونکي پولیسو ته ویلي کله چې یې د دوي سترګې پرانیستې نو دوي په یو ځنګله کې وو.

د دې مقالې په لیکلو کې د امریکا غږ ډیوه څانګې له راپور کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه