شاته

هره ورځ تر ۵۰۰۰ ډیر افغانان ایران ته اوړي – مرستندویه بنسټونه

یو مرستندویه بنسټ نن چهارشنبه نومبر لسمه (عقرب ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو له لوري د کابل له نیول کېدو را وروسته هره ورځ د ۴۰۰۰ څخه نیولې تر ۵۰۰۰ پورې افغانان ایران ته اوړي او ویره ده چې ښایي دا شمیره په ژمي کې سلګونو زرو ته لوړه شي.

د کډوالو لپاره د ناروې دفتر وایي چې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان د اګست میاشتې راپدیخوا ایران ته مهاجرت کړی او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د کډوالو لپاره د ناروې د دفتر مشر یان ایګلند وویل چې مونږ باید له ایران څخه تمه ونلرو چې د نړیوالې ټولنې له دومره کمو کومکونو سره دې د دغو کډوالو ټولې ستونزې حل کړي.

هغه زیاته کړه: «په بېړنۍ توګه باید د دغه وژونکي ژمي تر راتلو وړاندې د افغانستان دننه او ایران په ګډون ګاونډیو هیوادونو سره بیړنۍ مرستې وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایران هم د سه شنبې په ورځ ۹ نومبر (عقرب ۱۸) خبرداری ورکړ که د افغانستان د روان اقتصادي کړکیچ حل لپاره ژر تر ژره اقتصادي مرستې ونشي، اروپا ته به د افغان کډوالو یوه ستره څپه پیل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وویل: «ولي هیڅوک د افغانستان له خلکو سره مرسته نه کوي. ولې یې پیسې کنګل شوي. داسې مرسته چې هغوی په افغانستان کې وساتي، داسې مرسته چې مجبور نشي خپل کور کلی پریږدي او سرحداتو ته راشي، هره ورځ له افغانستان سره زموږ پولو ته په زرګونه کسان راځي.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه هیواد یې اوسمهال د ۳.۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته ګڼ شمیر نور هم هڅه کوي، له هغه هیواد څخه ووځي.

ایراني‌ چارواکي په داسې حال کې د افغانانو د کډوالۍ په اړه خبرداری ورکوي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د نومبر په څلورمه (لړم۱۳) وویل ۱۴۹ افغان پناه غوښتونکي د ایران پولي سره نږدې د بتلیس په ښار کې نیولي دي.

وروسته تر هغه چې د اګست په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، لسګونه زرو خلکو د هیواد پریښودو ته مخه کړله. یوازې متحده ایالاتو ته تر ۱۰۰ زرو ډیر افغان کډوال راغلي چې ډیری یې هغه افغانان دي چې په افغانستان کې ېې په تیرو ۲۰ کالونو کې د امریکا د پوځ یا حکومت سره یې کار کړی.

ګڼ شیمر نور کسان چې متحده ایالاتو ته انتقال شوي د خطر سره مخامخ افغانان بلل کیږي چې د افغانستان د مخکني حکومت مامورین او د امنیتي ځواکونو غړي هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوراک نړیوال سازمان د روان کال د اکتوبر په ۲۵ مه نیټه خپور شوي راپور کې د افغانستان د اقتصادي سقوط په اړه اخطار ورکړی و او ویلې يې وو چې د افغانستان نیم نفوس دا مهال د سختې ولږې سره مخ دی.

دغه سازمان ویلی چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتې تر پای پورې به ۲۲.۸ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ شي.