شاته

ټي ټوينټي نړيوال کپ: پاکستان سبا د اسټريليا سره په سيمې فاينل کې مخامخ کيږي

د کرکټ د ټي ټيونټي نړيوال کپ په روانو سيالیو کې سبا د زیارت په ورځ د پاکستان او اسټريليا لوبډلې په دوېم سيمې فاينل کې مخامخ کيږي.

لومړی سيمې فاينل نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د انګلېنډ او نيوزي لېنډ ترمنځ ټاکل شوی دی.

پاکستانۍ لوبډلې په نړيوال کپ کې پينځه سيالۍ کړي او پينځه واړه يې ګټلي دي.

پاکستانۍ لوبډلې په پينځه سياليو کې د هند، نيوزي لېنډ، افغانستان، نيميبيا او سکاټ لېنډ لوبډلو ته ماتې ورکړي دي.

بل لور ته اسټريليا په پينځه سياليو کې يوه بايللې او څلور يې ګټلي دي.

که وکتلی شي د پاکستان او اسټريليا لوبډلې د شل اووريزو نړيوال جام په سيالیو کې شپږ ځله يو بل ته مخامخ شوي، چې پکې درې سيالۍ پاکستان او درې اسټريلیا ګټلي دي.

په نني سيمې فاینل کې مخامخ کېدونکې د نيوزي لېنډ او انګلېنډ لوبډلې د کال 2019 په سيمې فاينل کې هم يو بل ته مخامخ شوې او دغه سیالي بيا په سُپر اوور ختمه شوې او انګلېنډ دغه سيالي ګټلې وه.