شاته

میانمار کې نیول شوی امریکايي خبریال په ترهګرۍ او غدارۍ تورن شو 

په میانمار کې د نیول شوي امریکايي خبریال مدافع وکیل وايي چې په موکل باندې یې د ترهګرۍ او غدارۍ دوه نوي تورونه لګول شوي دي.

وايي دا نوي تورونه تېره ورځ نومبر نهمه (لړم۱۸) د یانګون ښار په یوې محکمې کې رسمآ ثبت شوي دي.

امریکايی خبریال ډاني فینسټر د «فرنټیر میانمار» په نامه د یوې مجلې ایډیټر و چې مرکز یې د میانمار په یانګون ښار کې و.

هغه غوښتل چې د روان ۲۰۲۱د مۍ په ۲۴نېټه امریکا ته پرواز وکړي چې د یانګون په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شو او په لومړي سر کې د غلطو او پاروونکو معلوماتو په خپرولو تورن شو. دی له هماغې ورځې راهېسې په توقیف کې دی.

فینسټر بیا وروسته په میانمار کې د استعمار د وخت د قانون له مخې تورن شو چې د مخالفو ډلو سره یې، چې واکمن پوځي نظام ناقانونه بولي، تماسونه نیولي دي.‌

په میانمار کې د بشري حقونو ډلې وايي دا قانون، چې په ۱۹۹۰کلونو کې د مخالفو سیاستوالو د نیولو لپاره پلی کېده، واکمن پوځي نظام یو ځل بیا عملي کړی.

د فینسټر مدافع وکیل ثان زاو اونګ ویلي دي‌ که موکل یې د ترهګرۍ او غدارۍ د تورونو له کبله محکوم شي، د ۳۰کالونو زندان له سزا سره مخامخ کېدای شي. دغه امریکايی خبریال د مخکنیو دریو نورو تورونو له کبله وار د مخه د ۱۱کالونو بند له سزا سره مخامخ دی.

مدافع وکیل یې وايي چې موکل یې د «میانمار نو» ادارې سره د دندې له کبله نیول شوی دی او هغه دا دنده تېرکال پرېښې وه.

په میانمار کې د ۲۰۲۱د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پوځ کودتا وکړه، ملکي حکومت یې ړنګ کړ، د مخکني ولسمشر وین او سیاستوالې ان سان سوچي په ګډون یې یو شمېر سیاسي مشران او فعالان یې ونیول.

د پوځ مشران ادعا کوي چې مخکني حکومت د تقلبي انتخاباتو په پایله کې جوړ شوی و.

د پوځ د کودتا په ضد په میانمار کې مظاهرې وشوې چې د سیمه ایزو څاروونکو ادارو په وینا د پوځ او پولیسو په ډزو کې شاوخوا ۱۲۰۰تنه ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

د دغه راپور ځینې معلومات د اسوشییتډپرس څخه اخیستل شوي