شاته

په هند کې د افغانستان په اړه غونډه؛ پاکستان او چین ګډون ونکړ

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هند د افغانستان د وضعیت په اړه په لومړي ځل یوه غونډه بللې وه چې د ایران، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان د ملي امنیت مشاورانو او کارپوهانو په کې ګډون وکړ.

هندي چارواکي وايي پاکستان او چین ته هم بلنه ورکړل شوې وه خو هغوی دغې غونډې ته خپل استازي نه دي استولي.

دا غونډه د « ډهلي سیمه ایزې خبرې» تر عنوان لاندې د چهارشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۱۹) په نوي ډهلي کې وشوه او په دې مسئلې باندې بحث وشوچې څنګه د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره تعامل وشي.

لا معلومه نه ده چې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه که نه، خو د طالبانو د حکومت کوم استازی په دې غونډې کې ونه لیدل شو.

د هند د ملي امنیت مشاور اجیت دووال وویل چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د چنې وهلو او ډېرې همغږۍ وخت رسېدلی دی.

هغه وویل: «موږ په هغه هېواد [افغانستان] کې ټول پرمختګونه او انکشافات دقیق څارو. دغه [انکشافاتو] یوازې د افغانستان د خلکو لپاره عواقب نلري، بلکې ګاونډیانو او سیمې ته یې لري.»

د دغې غونډې د اتو ګډونوالو هېوادونو استازو په خپلې لنډې افتتاحي‌ بیانیې کې په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه يي‌ توکو سره د مبارزې او د ژمي تر رسېدو مخکې د دغه هېواد له خلکو سره د بشري مرستو د برابرولو په اړه په ګډې همکارۍ ټېنګار وکړ.‌

د ایران د دولتي اژانس د راپور په اساس د دغه هېواد د امنیت د عالي شورا مشرعلي شمخاني وویل: « د مسئلې [د افغانستان د قضیې] یوازینی حل د ټولو قومونو څخه د پراخ دولت جوړول دي. موږ تل په دې خبرې ټېنګار کړی او دا خبره مو کړې ده چې سوله د افغانستان د ټولو خلکو هیله ده.»

د تاجیکستان د ملي امنیت مشاور نصرالله رحمت‌جان محمودزادهبیا د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

هغه وویل: «اوسنی وضعیت د نشه يي توکو قاچاق، تروریزم او جنایاتو خطر او امکان زیاتوي. دا مهال د افغانستان او تاجیکستان د سرحد وضعیت د پیچلیو او منفي‌ عوامل تر اغیز لاندې دی. ښایي افغانستان را روان ژمي کې له یو انساني ناورین سره مخامخ شي.‌ موږ باید د افغانستان د خلکو ټولو اړتیاو ته د حل لاره پیدا کړو.»

دا غونډه داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې سبا اسلام اباد د افغانستان په اړه د «ترویکا پلس» غونډه جوړه کړي چې د پاکستاني چارواکو په خبره د روسیې او امریکا استازي هم په کې ګډون کوي.

پاکستاني چارواکو امریکا غږ ته ویلي دي‌ چې دې غونډې ته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم بللی دی. د طالبانو حکومت وايي چې د دوی یو پلاوی نن چهارشنبه اسلام ته ولاړ.

طالبان د اګست په ۱۵نېټه کابل ته ننوتل او له هغه وروسته یې خپل حکومت اعلان کړ، خو لا هېڅ یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.