ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان حکومت د عمران خان د مظاهرو مخنیوي لپاره اسلام اباد کې لارې بندې کړې

له پاکستان څخه راپورونه وايي چې چارواکو په اسلام اباد کې په سړکونو کې کانتینرونه درولي او لارې یې بندې کړي دي چې دغه ښار ته د مخکني صدراعظم عمران خان د مظاهره کوونکو پلویانو د داخلېدو مخه ونیسي.

25.05.2022 امریکا غږ

یونیسف: ښايي ۱.۱ میلیون افغان ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» وايي چې په افغانستان کې ممکن تر پنځو کالونو کم عمره ۱.۱ میلیون افغان ماشومان په خوارځواکۍ «سوء تغذیه» اخته شي.

25.05.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

25.05.2022 امریکا غږ

د جبري بې درکیو د مخنیوي دپاره پاکستان ځانګړې کمېټي جوړه کړې

د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ مرکزي کابينې د خلکو په جبري توګه د اوچتولو پيښې سنګينه معامله ګرځولې او ددې د مخنيوي په اړه یې د اړونده ادارو سره مشاورت لپاره د ځانګړې کميټۍ جوړولو منظوري هم ورکړې ده. بلخوا په جبري توګه دخلکو دبې درکه کولو  پيښې د سزا وړ ګرځولو په اړه قانونې مسوده وړاندې کوونکې د بشري حقونو پخوانۍ وزيرې شيري مزاري  ويلي چې دقانوني مسودې د منظورۍ پسر هغې ته دپوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مرکز ته د وړاندې کيدو حکم شوى ؤ او شيري مزاري تکرار کړې اوس دغه قانوني مسوده بې درکه ده. اسلام اباد پريس کلب کې ميډيا سره دخبرو په وخت  هغې وويل دایي ایس ایي په مرکز کې  ېې د قانوني مسودې دفاع کړې وه او دريځ یې خپل کړى ؤ چې د نړيوالو لوظنامو د لاس ليک کولو له امله پاکستان لپاره دا قانون جوړول ضروري دي. پروسکال د هغه وخت د واکمن تحريک انصاف ګوند لخوا د قامي اسمبلى نه منظور کړى شوې قانوني مسوده کې په لومړي ځل د خلکو‌ په جبري توګه بې درکه کول د سزا وړ جرم ګرځول شوی ؤ اؤ دې کې ککړو کسانو ته دپینځوؤ کالو دبند دسزا ترڅنګ د درنو جرمانو وړاندیزونه شوي وؤ. خو بيا هم سږ کال دجنورۍ مياشت کي د هغې وخت دبشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري دعوه کړې وه چې دغه مسوده بې درکه شوې ده. تيره ورځ ميډيا سره خبرو کې هغې زياته کړې د قامي اسمبلۍ نه دمسودې له منظوريدو وروسته اړونده قایمه کميټۍ کې هم نامالومه طاقتونو د قانوني مسودې د ځینو شقونو دغير موثره کولو هڅې کړې وې. د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه پاکستان کې دجبري بې درکیو دپېښو پسر پوځي استخباراتي ادارو ته دککړتیا ګوتې اوچتوي خو د پاکستان پوځ دا تورونه دروغ او بې اساسه بولي. د بشري حقونو فعاله او د بې درکه خلکو په اړه دغږ پورته کوونکي غير دولتي تنظيم مشره آمنه مسعود جنجوعه وايي قايمه کميټۍ کې خو برعکس داغيزمنو تنانو په کورنيو  د جرمانې لګولو هڅې شوې وې.  وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغې ووېل که قانون جوړول ممکنه نه وي نو بيا پوځي اسخباراتې ادارو سویلين حکومتې لوړ پورو چارواکو ته د بې درکه تنانو د کورنيو په مشاورت سره د دې دشخړى دهواري لپاره تګلاره جوړول پکار ده. بل اړخ ته هم تيره ورځ د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ د کابينې غونډې د خلکو دجبري بې درکیو په پېښو انديښنې ښودلي او غونډې په دې اړه داړونده حکومتي ادارو سره مشاورت لپاره د قانـون د وزير په مشرۍ د کميټۍ جوړولو پريکړه هم کړې ده. د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن وخت په وخت د بې درکه تنانو د راخوشې کولو دعوې کوي خو دا نه ښايي چې دغه بې درکه کسان دچا په ولکه کې وؤ.

25.05.2022 ډیوه

د اوکراېن ولسمشر ویلي صدر پوټېن سره په مستقیم ډول خبرو ته تیار دی

د اوکراېن ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي ویلي که چېرې د روس صدر ولادمير پوټېن سره نېغ په نېغه خبرې کېږي نو هغه روس سره مذاکراتو ته تیار دی. زېلېنسکي ورلډ اکنامنک فورم ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ويډیو لېنک د لارې وویل که پوټېن په حقیقي دنیا کې وسي نو بېا د شخړې د حل ممکنه سفارتي لاره راوتلی شي. زېلېنسکي زیاته کړه چې روس سره د مزاکراتو د پاره وړومبې ګام دا کېدلی شي چې روسي ځواکونه بېرته خپلو هاغو ځایونه ته لاړ شي چې په اوکراېن د یرغل نه وړاندې موجود وو. داسې هېڅ اشارې په نظر نه راځي چې د مذاکراتو د لارې د شخړې حل راويستلی شي، دواړه په یو بل په مزاکراتو کې د غېرسنجيدګۍ تورونه لګوي. زېلېنسکي په دې موقع د امریکا په اسکول کې د وژلي شویو ماشومانو او نورو کسانو د کورنېو سره خفګان څرګند کړو. د امريکې د ټېکسس ریاست په یو اېلېمېنټري سکول کې د نهې، سه شنبې، په ورځ ډزو کې د ۱۹ ماشومانو به شمول ۲۱ کسان وژل شوي دي. په داسې حال کې چې روس په مشرقي اوکراېن کې عملياتو ته دوام ورکړی، د ولسمشر زېلېنسکي مشاور مېخاېلو پودېلئک په نړۍ غږ کړی چې په اوکراېن کې د جګړې ختمولو د پاره دې په روس فشار سېوا کړل شي. پودېلېک زیاته کړه چې وس د یورپ د مسقبل فېصله په برسلز یا ډېوس کې نه کیږي بلکه دا د سېورودونېسک او د بخمت په مووچو کې روانه ده. او دا چې د توانائ بندیزونه او د وسلو رسد به د جنګ موده ټاکي. تېره ورځ زېلېنسکي وېلی وو چې په مستقبل کې د روس د یرغل د مخنیوي د پاره پکار ده چې اوکراېن ته راکټې، ګرنېډونه، ټېنکونه، د سمندري جازونو د ويشتلو ميزاېلې او نوره وسله ورکړل شي. امریکې وېلی دي چې نړيوالو سرمایه کارو ته د پور بېرته ورکولو د پاره به روس ته معافيت نه غځوي. دا معافيت نن ختميږي. د امریکی د خزانې وزارت روس ته په عارضي توګه اجازت ورکړی و چې د امریکې د بېنکو د لارې دغه پور بېرته ورکړل شي. وس که دغه لاره بنديږي نو ډېر امکان دی روس په خپلو قرضو بېرته ورکولو کې دېواليه شي. د سويډن او فېنلېنډ استازي د ترکي چارواکو سره د خبرو د پاره انقره ته رسېدلی دي. دا دواړه هېوادونه د نېټو غړيتوب ترلاسه کول غواړي، کوم چې ترکي يې مخالفت کوي. ترکي تور لګووي دغه دواړو هېوادونو د کردستان ورکرز پارټۍ وسله والې ډلې او په امریکا کې مېشت د ملا فتېح الله ګولېن غړو ته پناه ورکړی ده. د نېټو د غړيتوب ترلاسه کولو د پاره لازمه ده چې د دې اتحاد ټول موجوده غړي د دې منظوري ورکړي. د نېټو سېکټري جنرل جېنز سټالټن برګ وېلی دي چې دا اعتراضات به هوار کړل شي او فېنلېنډ او سويډن به زر د اېتلاف برخه جوړ شي.  

25.05.2022 ډیوه

سعودي وایي پاکستان ته د ورکړل شوؤ درېوؤ اربو ډالرو بېرته اخستنې دمودې پراختیا ته غوڅه بڼه ورکوي

دسعودي عرب د خزانې وزیر محمد الجدعان  وېلي چې پاکستان ته ورکړې شوي د 3 اربو ډالرو سهولت غځولو ته غوڅه بڼه ورکړی کېږي. د سعودي د خزانې وزیر دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د پاکستان د بهر ملکي زر مبادلې ذخائر په لاندې تللي او پاکستان دا وخت ډالرو ته سخته اړتیا لري. اقتصادي ماهرين وايي که سعودي عرب دا سهولت غځوي نو دې سره به مارکیټ ته مثبته اشاره ترلاسه شي. د خبرى اژانس رايټرز د رپورټ ترمخه دا خبره د سعودي عرب د خزانې وزیر محمد الجدعان په ډېوس ښار کې روان د ورلډ اکنامک فورم د غونډې په مهال  غېر رسمي خبرو کې کړې ده.  سعودي عرب تېر کال 2021م کې د پاکستان په مرکزي بنک کې درې ارب ډالر ايښودلي وؤ چې مقصد یې د پاکستان غورځېدونکو د زرمبادلې ذخاېرو ته اډاڼه ورکول وو. که څه هم د سعودي عرب د خزانې وزیر په دې اړه نور جزيات نه دي شريک کړي خو د مئ دمياشتې په لومړۍ نېټه  دواړو هېوادونو په يو ګډ بېان کې وېلي وؤ چې په دې سهولت کې پراختیا لپاره په شرطونو او یا د نورو سرچينو د لارې د همکارۍ په امکاناتو خبرې کوي. پاکستان ته دا وخت د بهر ملکي زر مبادلې ذخایرو لپاره د ډالرو ضرورت دی. د بهر ملکي زر مبادلې ذخائر 6 اربو ډالرو ته غورځېدلي دي، ګرانى سېوا شوې او ورسره د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر هم پرله پسې غورځېږي او دا وخت د يو ډالر نرخ د بنک دننه تر 200 روپو اوښتی دی. د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د سعودي عرب دا پیکیج اوس مهال په دوحه کې د نړيوالې مالياتي ادارې د قرض پروګرام د بحالې خبرو سره تړلی دی. دهغه په وینا" دا داسې تړلی چې د پروګرام د بحالۍ وروسته به پته لګي چې پاکستان ته څومره رقم پکار دی او چې کله پروګرام بحال شي د نورو سرچينو ترڅنګ به په دې کې د سعودي عرب د قرض ېا امداد غټ کردار وي" پاکستان کې تېره میاشت د عمران خان د حکومت د عدم اعتماد د لارې د ختمېدو وروسته نوی اتحادى حکومت جوړ شوی خو د ايي اېم اېف سره د قرض پروګرام د بحالۍ په حواله د غېر ېقيني صورتحال له امله د هېواد اقتصاد او د ونډو بازار باندې بدې اغېزې شوي او دا په داسې حال کې ده چې سياسي بحران هم رامنځته شوی دی. دا وخت د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرض پروګرام د بحالى په لړ کې د قطر سرښار دوحه کې د پاکستان خبرې هم روانې دى چې پکې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د پاکستاني پلاوي استازیتوب کوي. د اقتصادي چارو يو بل خبريال طاهر امين ډيوه ته وايي که په دې سهولت کې پراختیا کېږي نو دې سره به د هېواد مارکیټ ته مثبته اشاره ترلاسه شي. دهغه په وینا اقتصاد پوهان وايي دا به د هېواد د دېواليه کيدو او د سرى لنکا پشان صورتحال نه په بچ کولو کې مرسته وکړي. هغه زیاتوي تېر کال چې کله سعودي عرب پاکستان ته د 3 ارب ډالرو سهولت ورکړی ؤ نو هغه وخت هم د پاکستان د زرمبادلې ذخائر لاندې روان وو او که دا وغځول شي نو د زرمبادلې ذخیره په توانمنه شي، ګراني به کمه شي او د ډالر په مقابله کې به د روپۍ ارزښت ښه شي. او مارکېټ چې د کرېش کيدو لوري ته روان دی هغه به هم بچ شي. د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د مخ په سېوا کيدونکې تجارتي خسارې او د روپۍ په قدر کې د پرله پسې کمي وروسته هېواد ته د يو شمېر غېر ضروري شېانو په درامد هم بنديز لګولی دی، حکومت دعوه کوي چې دې ګام سره به پاکستان ته هرکال د  6 اربو ډالرو بچت وشي.

25.05.2022 ډیوه

ایرلنډ: طالبانو د ازادو رسنیو فضا محدوده کړې

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایرلنډ سفیرې ویلي، چې تېر کال د طالبانو په واکمنېدو سره په ناڅاپي توګه د ازادو رسنیو لپاره فضا محدوده شوې چې تر ټولو زیات زیان په کې ښځینه خبریالانو ته اوښتی دی. وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تلوېزیونو ویاندویانویانې د خپرونو پر مهال د څېرو پټولو ته اړې کړې، په هرات ولایت کې د یوې تصویري رسنۍ کارکوونکې فاطمه له دندې ګوښه شوې ده. دا د هغې رسنیو د نوم له خپرېدو ډډه کوي، چې په کې یې دنده درلوده، خو ازادي راډیو ته یې وویل، د خبرونو د ویلو پر مهال د مخ پټولو په اړه د طالبانو د دغه فرمان د پلي کېدو په لومړۍ ورځ د خپلې رسنۍ د مشر له لوري له دندې وایستل شوه. نوموړې چې نوې یې ویندویۍ ته مخه کړې وه وایي، د طالبان دې فرمان یې هیلې له منځه یوړې. هغه زیاتوي: "کله چې زموږ په شبکو کې هم د ماسک اچول جبري شول، زموږ د دفتر مشر د دې پر ځای چې له موږ ملاتړ وکړي، له هېڅ پلمې او عذر پرته وروسته له هغې چې خبرونه مو له ماسک سره ،وویل موږ ته یې وویل چې نورې مه راځئ ان نه غواړو چې ماسک سره هم خبرونه ووایئ." طالبانو د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په تلوېزیونونو کې د راڅرګندېدو پر مهال پر ښځینه ویاندویانو او خبریالانو د مخ پټول جبري کړل. د طالبانو دې پرېکړې ان په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول. تازه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایرلنډ سفیرې جرالدین بیرن نسون د خبریالانو د ساتنې په اړه د دې سازمان د امنیت شورا له ناستې وروسته ویلي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ازادې رسنۍ، په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې زیانمنې شوې دي. په ملګرو ملتونو کې د ایرلنډ سفیرې د سه شنبې په ورځ وویل: "تېر کال افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو د ازادو رسنیو لپاره په نا څاپي توګه فضا محدوده شوه او ښځو تر ټولو زیات زیان په کې لیدلی دی." له دې سره هم مهاله د افغانستان لپاره د امریکا ځانګري استازي توماس ویسټ د افغان ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیانیه مهمه بللې او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي، چې نړۍ د افغان ښځو په اړه د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لګولو د سیاستونو د بدلون د غوښتنې په اړه یوه خوله ده. ویسټ زیاته کړې، چې نړۍ دغه شان له ممانعت پرته د بشري مرستو د کوونکو د مخنیوي او دومداره اقتصادي ثبات غوښتنوکې ده. په هغه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو له اوري خپره شوې، پر هغو محدودیتونو چې د طالبانو له خوا د ښځو د تعلیم، کار او د دوی پر تګ راتګ لګېدلي ژورې اندېښنې څرګندې کړي دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو او ښځو د حقونو د محدودولو له پالیسو جوړولو دې لاس په سر شي. دغې شورا ټینګار کړی، چې دا ډول محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له تمې او هغو ژمنو چې طالبانو له خلکو سره کړي، خلاف دي. طالبانو تازه د ملګرو ملتونو د دې بیانیې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې تل د بشري حقونو او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

25.05.2022 ازادي راډیو

شمالي وزیرستان:هدفي وژنو کې دوه نور کسان وژل شوي

په شمالې وزیرستان کې بیا د هدفي وژنو پیښې شوې چې پکې دوه کسان وژل شوي ،ځایي خلک وایي تر ضرب عضب عملیاتو وروسته نیزدې 450 کسان په هدفي  حملو کې وژل شوي او پوښتنه کوي چې د وسله والو سره د ډز بندۍ وروسته  د هدفي وژنو  مخنیو ی ولې نه  کیږي؟ خو پولیس وایي هره پیښه هدفي نه وي خلک په شخصي دښمنیو کې سره یو بل وژني بیا څوک مقدمه کې نه نوموي. د شمالي وزیرستان پولیس د هدفي وژنو دا تازه پیښې تایيدوي او وايي دا وژنې میر علي بازار سیمه کې شوې دي. د میر علي پولیسو تاڼې چارواکو وویل تازه پیښه نن د چهارشنبې په غرمه میر علي بازار کې په خیسور سړک شوې چې په یو تن نامالومه کسانو ډزې کړي او په ځایې یې وژلی دی. د دوی په وینا وژل شوی تن شاهین الله نومیږي او د میرانشاه دګړیوم سیمې اوسیدونکی ؤ. پولیس وایي بله پیښه نن د میر علي تحصیل ټوچي پار ایمارکي سیمه کې شوې چې دغلته د یو تن مړې موندل شوی چې په وجود یې د تشدد نخښې لیدل کیږي او په ګولیو سره ویشتل شوی دی . د پولیسو په وینا وژل شوی تن دعطا محمد په نوم پیژندل شوی چې د میر علي خوشحالي سیمې ځایې اوسیدونکی ؤ او دوه ورځې وړاندې د میر علي بازار نه نامالومه کسانو تښتولی ؤ. د دوی په وینا د وژل شوو کسانو کورنۍ په چا دعوه نه ده کړې او د نامالومو کسانو په ضد مقدمې درج شوي او پولیسو پلټنې پېل کړې دي. په شمالي وزیرستان کې روانه میاشته 12 ځایي کسان په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې وژل شوي . په 18مئ په میر علي کې د یو ځایي تن تښتولو وروسته د هغه مړی غورځول شوی ؤ. په 14مئ د شمالي وزيرستان په میرانشاه درپه خېل سیمه کې په یوهدفي برید کې پینځه کسان وژل شوي وو. په میر علي کې دا تازه د هدفي وژنو پیښې په داسې حال کې کیږی چې په 21م اپرېل د ملک وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی و او د پوځ ویاندې ادارې په جاري کړي بیان کې ویلي وؤ چې وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تیر کړی شوی ؤ. بیان کې ویل شوي وؤ وزيراعظم شهباز شريف د ترهه ګرۍ دملا ماتولو او هر رقم ترهه ګرو ډلو ته ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو کې د کاميابۍ لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته یې درناوی وړاندې کړی دی. خو د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایی د ضرب عضب عملیاتو اته کاله پوره شوي او تحریک طالبان پاکستان د ډز بندي اعلان کړی خو بیا هم په شمالي وزیرستان کې هره ورځ د نا امنۍ پیښې کیږي . هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 450 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي. چې د علاقې عام خلک دي. داوسنۍ پیښې په اړه هغه وویل ضرب عضب عملیاتو نه وړاندې هم په رڼا ورځ دخلکو تښتولو پیښې کېدلې او بیا به دغه رقم مړي ترلاسه شول. او اوس بیا دغه لړی پیل شوي ده. وي او ای ډیواه سره خبرو کې هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو د اتوؤ کلونو پوره کېدو وروسته د عامو خلکو د وژنو مخه ولې نه نیول کیږي دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان د ډزبندۍ اعلان کړی دی. پرون هم شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي او په 14 مئ په یو ځانمرګي برید کې درې عسکر وژل شوي وو. په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړي وؤ چې پکې ددغه سیمې د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې وې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي. خو د علاقې پولیس وایي هره پیښه د هدفي وژنې نه وي خلک په شخصي دښمنو کې سره یو بل ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي . پولیس زیاتوي خلک دې په مقدمه کې کسان نوموي پولیس به یې پرضد کاروایي کوي. په دې تیره یوه اوونۍ کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پداکستان د پوځ شپږ عسکر، بنو جاني خېل کې یو دملیشاه ځواک عسکر او لکي مروت کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي. دا پیښې په داسې حال کې شوې چې لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مئ میاشتې په پیل کې کړې ډز بندي د مئ تر اخره غځولې ده. په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلې چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ یې د مذاکراتو منځګړتوب کړی او وایي دغه مذاکرات کامیابه شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې د پاکستان د حکومت استازیتوب چا کولو. سرچینې وایي تیره اونۍ د پاکستان د اسخبارتي ادارې پخوانې مشر اود پېښور موجوده کور کمانډر جنرل فیض حمید د تحریک طالبان پاکستان سره خبرو کولو لپاره کابل ته تلی ؤ. ټي ټي پي او د پاکستان د امنیتي ادارو سرچینې ویلي د دغو خبرو په نتیجه کې د پاکستان له زندانونو د ټي ټي پي په لسګونو بندیان خوشي کړل شوي دي. د تحریک طالبان پاکستان په دغو بندیانو کې د دوی دوه مهم قومندانان مسلم خان اؤ محمود خان هم شامل دي. څیړونکي وایي دې بریدونو نه ښکاري چې د وسله والو ټولې ډلې د تحریک طالبان په لاس کې نه دي او که مذاکرات کامیاب هم شي خو دغلته د ناامنی خطر به پځائ وي. سیاست مدار او د پاکستان د سینیټ پخواني غړي افرسیاب خټک تیره ورځ په ټیوتر لیکلي وؤ د پاکستان دننه څو ریاستونه (او يا هم امپایرز) موجود دي، هغه پوښتنه کړې وه چې دپاکستان د ایین په کوم شق کې راغلي چې د پېښور "امنيتي چارواکي" ګاونډي هېواد ته ځي او لاقانونه ګرځول شوؤ تنظیمونو سره خبرې کوي او د هغوی بندیان خوشي کوي دا په داسې حال کې چې وسله وال بريدونه لا هم دوام لري

25.05.2022 ډیوه

طالبان: لتوانیا کې ۳میلیون جلد پاسپورتونه چاپ شوي او ژر به افغانستان ته راشي 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، د پاسپورت کتابچو د کمبود ستونزې د هواري په هدف هڅې روانې دي او ټاکل شوې په نژدې ورځو کې لسګونه زره جلده پاسپورت کتابچې تر لاسه کړي.

25.05.2022 امریکا غږ

کولرا افغانستان کې '۱۵ تنه مړه کړي او زرګونه' نور پرې اخته دي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د کولرا ناروغۍ پېښو زیاتېدو خبر ورکوي.

25.05.2022 امریکا غږ

پاکستان کې د افغانانو اعتراض؛ طالبان: افغانستان کې هیچا ته خطر نشته

په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو تر اعتراض وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې هیڅ وګړي ته خطر نشته.

25.05.2022 امریکا غږ

چارواکي: د ټېکسس ریاست په سکول کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي

د امريکې د جنوب مغربي ریاست ټېکسس په یو سکول کې د ۱۸ کلن وسله وال په ډزو د وژل شویو کسانو شمېره ۲۱ ته رسېدلې ده، حمله کوونکی وژل شوی او صدر جوبایډن په وسلو د قدغنونو زیاتولو غوښتنه کړې ده. د ټېکسس د ولډي ښار په اېلېمېنټري سکول کې د نهې، سه شنبې، په ورځ ډزو کې په وژل شویو کسانو کې ۱۹ ماشومان او دوه د لوی عمر کسان شامل دي. د چارواکو په وېنا مسلح تن په سکول د حملې نه وړاندې خپله نیا هم په ډزو ووژله. مامورینو په پېښه کې لومړی د کمو کسانو د وژل کېد خبره کړې وه. د ټېکسس ګورنر ټېډ اېبټ په سکول د حمله کوونکي شناخت د سالوېډور راموس په نوم وکړو. صدر بایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن د ټېکسس په سکول په حمله د غمرازۍ څرګندونه وکړه او ويې وېل پکار ده چې د وسلو په ترلاسه کولو د قدغنونو زیاتولو په لړ کې عملي ګامونه پورته کړی شي. د اېشيايي ملکونو د دورې نه د ستنېدو وروسته، صدر بایډن د وایټ هاوس نه د ټېکسس د پېښې په اړه وېنا وکړه او پوښتنه یې وکړه د خدای دپاره مونږ به کله د ټوپکو د پلویان په ضد ودرېږوو؟ د اقوام متحده سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرېس د ټېکسس په سکول په حمله خفګان څرګند کړو او هغه وویل تر ټولو زیاته زړه دردوونکي خبره دا ده چې په حمله کې زیاتره ماشومان وژل شوي دي. د ټېکسس په سکول حمله په ورستي کلونو کې په امریکا کې د قتل عام ورستۍ خونړۍ پېښه ده. په کال ۲۰۱۲ کې د کنېټيکټ ریاست د نیو ټاون کلي په سېنډي هوک اېلېمېنټري سکول کې د ډزو په پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي دي، چې ۲۰ پکې ماشومان وو. په تېرو پېنځو کلونو کې په ټېکسس ریاست کې د قتل عام ګڼ شمېر پېښې شوي دي. په ۲۰۱۹ کې د ټېکسس د الپېسو ښار په یو دوکان کې د نسل پرستۍ په بنیاد شوي حمله کې ۲۳ کسان ووژل شوو. په ۲۰۱۸ کې د ټېکسس په یوه کليسا کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ د عبادت په مهال یو وسله وال ډزې وکړې او د ۲۴ نه زیات کسان يې ووژل. په ټېکسس کې د زدکوونکو د وژل کېدو نه علاوه بل ۱۸ کلن د سکول طالب علم د ورجینیا ریاست په الېګزېنډریا ښار کې ووژل شو. د ډېلي ډي اېم وي ډاټ کام وېب پاڼې ترمخه، دغه طالب علم د زدکوونکو د دوو ډلو په جګړه کې په چاړه زخمي شوی و چې وروسته یې په هسپتال کې ساه ورکړه.  

25.05.2022 ډیوه

قندي ساپۍ:افغان واکمنانو مدام په میرمنو بندېزونه لګولي خو پخپلو لوڼو اؤ خویندو یې تعلیمونه کړي دي

افغانستان کې دطالبانو د واکمنۍ نه راپدیخوا په ښځو اؤ انجونو لګول شوؤ ګڼ‌ شمیر بندیزونو افغان میرمنې دخپل راتلونکي په اړه فکرمندې کړې دي. دطالبانو د سخت دریځۍ له امله ګڼ شمیر افغان میرمنې تر دې مهاله دهیواد نه وتلو ته اړ شوي دي اؤ دوئ وخت په وخت دطالبانو دحکومت هغه ناوړه اقداماتو نه نړۍ خبروي چې په افغان نجونو یې دمکتبونو اؤ ښځو یې د ددفترونو، روزګارونو اؤ سفرونو لارې تړلې دي. قندي ساپۍ هم هغه افغان میرمن ده چې د طالبانو  دتیرې واکمنۍ په مهال یې په ښځو د پابندو له وجې افغانستان پریښودو او پيښور ته یې کډه وکړه. قندي ساپۍ دلته په پېښور کې خپلو ماشومانو او میړه سره یو نوی ژوند پیل کړو خو له کلونو تیریدو وروسته چې یو ځل بیا طالبانو افغانستان ونیولو اؤ په میرمنو اؤ نجونو یې لکه دخپل تیر حکومت ګڼ شمیر بندیزونه ولګول نو میرمن ساپۍ یو ځل بیا د خپل وطن د ښځو په اړه فکرمنده شوه. قندي ساپۍ وایي دوئ له کډوالۍ وروسته په دې تمه وؤ چې حالات به ښه شي او بېرته به خپل هېواد ته لاړ شي خو وایي داسې ونه شول. وي او ای ای ډیوه سره خبرو کې هغه"ما چې کله افعانستان پرېښودو او دلته کډ وال شولو نو هغه وخت هم په افغانستان کې واک بدل شو. د طالبانو حکومت راغی او د ښځو لپاره ټولې تعليمي ادارې وتړل شوې. ښځو د تعليم حق نه لرلو، هم په هغه کال زه واده شومه او مونږ پېښور ته کډوال شو.مونږ په دې هیله وؤ چې نن به افغانستان کې حالات ښه کيږي، سبا به ښه شي او مونږ به ځو، په دې کې عمر تېر شو" قندي ساپۍ وایي هغې تل دا لیدلي چې کومو افغان مشرانو په ګډن د اوسنیو طالبانو په افغان ښځو او جینکو د تعلیم او کار بندیرونه لګولي خو دوئ بیا پخپلو ښځو اؤ لوڼو دا رقم بندیزونه نه دي لګولي. هغه وایي" مونږ که د نجيب الله وخت کې هم وګورو نو داسې ډلې راغلې ًلکه اوسني طالبان. هغه هم داسې اسلامي ډلې وې چې د نجونو د ښوونځیو پر ضد وې. کومې سيمي چې د حکومت پر واک کې نه وې هلته د جينکو لپاره تعليمي ادارې بندې وې. خو چې کله هغوي واک واخستو او د افغانستان خلکو هغوي د نزدې نه وپېژندل نو د دغه ټولو مذهبي ډلو مشرانو په خپلو لوڼو باندې تعليم کړی ؤ" اغلې ساپۍ زیاتوي "د مثال په توګه د برهان الدين رباني لور، رباني خپله د نجيب الله په وخت کې د جينکيو د زده کړو پر ضد ؤ او چې کله يې واک ترلاسه کړو نو په جينکو يې په تعليمي ادارو او ټولنيز فعاليتونو کې ډېر بندېزونه لګولي وو، مونږ چې کله دوي د نزدې نه وپېژندل نو د هغوي خپلو لوريانو ښه تعليمونه کړي وو. يوه لور يې يوه ښه کاروباري ښځه ده" قندي ساپۍ وايي په هغه وختونو کې به چې کومې جونې تعليم لپاره تلې د هغوي په مخونو به يې تېزاب شيندل خو خپلې لوريانې او اینګوریانو يې تعليمونه کړي دي. خو له بده مرغه د افغانستان په نورو نجونو دوي دا جهالت حاکم کړی ؤ.  هغه زياتوي "کله چې ددغه مذهبيانو وخت تېر شو او اشرف غني واک واخستو نو هغه د نجونو لپاره ډېر څه وکړل خو میرمن ساپۍ وایي کله چې طالبان  بیا افغانستان کښې واکمن شول  نو د ښځو په وړاندې يې هغه بندېزونه بيا ولګول. هغه د شل کلونو لاس ته راوړنې يو ځل بيا د لاسه لاړې" په طالبانو دا مهال سختې نیوکې روانې دي چې داووم ټولګي نه پورته دانجونو ښوونځي یې تړلي، له محرم پرته ښځو ته دسفر اجازه نه ورکوي اؤ حتی دټي وي چینلو ښځینه نطاقانو ته یې امر کړی چې په نقاب کې به د ټي وي په هینداره راڅرګندیږي. ملګرو ملتونو ، امریکې اؤ دنړۍ ګڼو هیوادونو په ښځو دلګول شوؤ محدودیتونو غندنه کړې اؤ دا یې دبشري حقونو سنګینه سرغړونه بللې ده خو طالبان وایي چې دوئ دښځو حقونو ته ژمن دي خو افغانستان یوه اسلامي اؤ عنعنوي ټولنه ده اؤ دوئ ټولې پریکړې دشریعت اؤ خپلو روایاتونو په رڼا کې کوي. قندي ساپۍ وایي "مونږ که تاريخ وګورو نو په پاکستان کې هم په تېرو وختونو کې د مذهبي ډلو مشرانو هم داسې چلند کړی دی. نور خلک به يې د جهاد په نامه د جنګ لپاره افغانستان ته لېږل خو خپلې لوڼه او زامن به يې د لوړو زده کړو لپاره د هېواد نه بهر لېږل"  قندي ساپۍ وايي هغه جهادي مشران چې دلته په پاکستان کې ژوند کوي او هغه چې اوس په افغانستان کې د طالب په شکل کې په واک کې دي دا ټول يو دي. د دوي ټولو هدف يو دی، د مذهب په نامه افراطيت خپروي. دوي د خپلو کورنيو لپاره هيڅ کله دغه لاره نه خوښوي.  هغه وايي"مونږ چې دا څومره هم جهادي خلک ګورو د دوي يو بچی هم په جهاد کې نه دی مړ شوی او نه مونږ تر اوسه اورېدلي چې داسې يو مشر يې په جهاد کې مړ شوی. دوي يوازې د پښتنو د مذهبي فکر او ناپوهۍ نه خپلې ګټې پورته کوي. مونږ په دې هم پوهه يو چې جهاد يوازې يو پلان دی" قندي ساپۍ وايي کله چې طالبان په واک کې راغلل نو د ښځو يوې ډلې په برقعو کې د هغوي په پلوۍ لاريون کړی و. خو مونږ  تر اوسه په دې پوهه نه شو چې دا څوک وې؟. "مونږ به يې هله منو چې د دوي خپل يو حېثيت وي او يا يې يو تحريک وي او خپل وړاندېزونه مخې ته ږدي. داسې نه ده چې يو شل ښځو ته برقعې په سر کړې او بهر يې راوباسې. دا هسې نماېشي کارونه دي" هغه وايي"د طالبانو د مشرانو د لوڼو په هکله هم وېل کيږي چې تعليمونه کوي. تر اوسه پورې د يو چا کورنۍ هم په افغانستان کې نه ده. او هيڅوک ورسره د نزدې نه بلد نه دي. د سهېل شاهين د لور په هکله وېلی کيږي چې په قطر کې زده کړې کوي او دا هم اورېدل کيږي چې د فټ بال په يوه لوبډله کې هم ده" ياده دې وی د افغان طالبانو د قطر ددفتر ویاند سهیل شاهین هم دا خبره دغربي میډيا وړاندې منلې وه چې د هغه لور تعلیم کوي خو حجاب هم کوي.  قندي ساپۍ چې د ښځو د حقونو لپاره دکار کوونکي يوې غېر دولتي موسسې يوه فعاله غړې او مشره هم ده په پاکستان او افغانستان کې د پښتنو ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي، په افغانستان کې ښځو ته د راپېښو ستونزو او د نورې نړۍ سره د سيالۍ په اړه وايي دا ناممکنه ده چې د يوې ټولنې ۵۰ فيصدي برخه فالج وهلې وي او هغه به پرمختګ کوي. قندي ساپۍ وايي په افغانستان کې نر واکي ډېره زياته ده. د افغانستان د خلکو که دا پام وي چې دوي به ترقي يوازې وکړی شي او په ښځو دغه تپلی شوي حاکميت سره به دوي ترقي وکړل شي نو دا هيڅ کله هم ممکنه نه ده

25.05.2022 ډیوه

د شيراني اوسيدونکي: په ځنګل کې لوګی ليده شي، ډي سي وايي سکروټې سړول کيږي

د بلوچستان د شيراني ضلعې اوسېدونکې وايي، د کېسې غره/ کوه سلېمان د زڼغوزې/ چلغوزې په ځنګل کې لګېدلی اُور قابو شوی خو نن هم لوګي ليدل کيږي، خو بل لور ته د شيراني ډپټي کمشنر وايي، په ځنګل کې د سکروټو په سړولو کار روان دی امدادي کارونه دوام لري.

25.05.2022 ډیوه

د پي ټي ايي لاریون: عمران خان د پېښور نه په هيلي کاپټر کې روان شوی، لاهور کې نښتې شوي

پاکستان تحریک انصاف ګوند چې نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (25 مې) اسلام اباد ته لاريون/ لانګ مارچ کوي، عمران خان د پېښور نه د هيلي کاپټر د لارې روان شوی او ویلي يې دي د اسلام اباد/ پېښور ولي انټرچېنج نه به د لاريون مشري کوي.

25.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more