شاته

قندي ساپۍ:افغان واکمنانو مدام په میرمنو بندېزونه لګولي خو پخپلو لوڼو اؤ خویندو یې تعلیمونه کړي دي

افغانستان کې دطالبانو د واکمنۍ نه راپدیخوا په ښځو اؤ انجونو لګول شوؤ ګڼ‌ شمیر بندیزونو افغان میرمنې دخپل راتلونکي په اړه فکرمندې کړې دي.

دطالبانو د سخت دریځۍ له امله ګڼ شمیر افغان میرمنې تر دې مهاله دهیواد نه وتلو ته اړ شوي دي اؤ دوئ وخت په وخت دطالبانو دحکومت هغه ناوړه اقداماتو نه نړۍ خبروي چې په افغان نجونو یې دمکتبونو اؤ ښځو یې د ددفترونو، روزګارونو اؤ سفرونو لارې تړلې دي.

قندي ساپۍ هم هغه افغان میرمن ده چې د طالبانو دتیرې واکمنۍ په مهال یې په ښځو د پابندو له وجې افغانستان پریښودو او پيښور ته یې کډه وکړه.

قندي ساپۍ دلته په پېښور کې خپلو ماشومانو او میړه سره یو نوی ژوند پیل کړو خو له کلونو تیریدو وروسته چې یو ځل بیا طالبانو افغانستان ونیولو اؤ په میرمنو اؤ نجونو یې لکه دخپل تیر حکومت ګڼ شمیر بندیزونه ولګول نو میرمن ساپۍ یو ځل بیا د خپل وطن د ښځو په اړه فکرمنده شوه.

قندي ساپۍ وایي دوئ له کډوالۍ وروسته په دې تمه وؤ چې حالات به ښه شي او بېرته به خپل هېواد ته لاړ شي خو وایي داسې ونه شول.

وي او ای ای ډیوه سره خبرو کې هغه"ما چې کله افعانستان پرېښودو او دلته کډ وال شولو نو هغه وخت هم په افغانستان کې واک بدل شو. د طالبانو حکومت راغی او د ښځو لپاره ټولې تعليمي ادارې وتړل شوې. ښځو د تعليم حق نه لرلو، هم په هغه کال زه واده شومه او مونږ پېښور ته کډوال شو.مونږ په دې هیله وؤ چې نن به افغانستان کې حالات ښه کيږي، سبا به ښه شي او مونږ به ځو، په دې کې عمر تېر شو"

قندي ساپۍ وایي هغې تل دا لیدلي چې کومو افغان مشرانو په ګډن د اوسنیو طالبانو په افغان ښځو او جینکو د تعلیم او کار بندیرونه لګولي خو دوئ بیا پخپلو ښځو اؤ لوڼو دا رقم بندیزونه نه دي لګولي.

هغه وایي" مونږ که د نجيب الله وخت کې هم وګورو نو داسې ډلې راغلې ًلکه اوسني طالبان. هغه هم داسې اسلامي ډلې وې چې د نجونو د ښوونځیو پر ضد وې. کومې سيمي چې د حکومت پر واک کې نه وې هلته د جينکو لپاره تعليمي ادارې بندې وې. خو چې کله هغوي واک واخستو او د افغانستان خلکو هغوي د نزدې نه وپېژندل نو د دغه ټولو مذهبي ډلو مشرانو په خپلو لوڼو باندې تعليم کړی ؤ"

اغلې ساپۍ زیاتوي "د مثال په توګه د برهان الدين رباني لور، رباني خپله د نجيب الله په وخت کې د جينکيو د زده کړو پر ضد ؤ او چې کله يې واک ترلاسه کړو نو په جينکو يې په تعليمي ادارو او ټولنيز فعاليتونو کې ډېر بندېزونه لګولي وو، مونږ چې کله دوي د نزدې نه وپېژندل نو د هغوي خپلو لوريانو ښه تعليمونه کړي وو. يوه لور يې يوه ښه کاروباري ښځه ده"

قندي ساپۍ وايي په هغه وختونو کې به چې کومې جونې تعليم لپاره تلې د هغوي په مخونو به يې تېزاب شيندل خو خپلې لوريانې او اینګوریانو يې تعليمونه کړي دي. خو له بده مرغه د افغانستان په نورو نجونو دوي دا جهالت حاکم کړی ؤ.

هغه زياتوي "کله چې ددغه مذهبيانو وخت تېر شو او اشرف غني واک واخستو نو هغه د نجونو لپاره ډېر څه وکړل خو میرمن ساپۍ وایي کله چې طالبان بیا افغانستان کښې واکمن شول نو د ښځو په وړاندې يې هغه بندېزونه بيا ولګول. هغه د شل کلونو لاس ته راوړنې يو ځل بيا د لاسه لاړې"

په طالبانو دا مهال سختې نیوکې روانې دي چې داووم ټولګي نه پورته دانجونو ښوونځي یې تړلي، له محرم پرته ښځو ته دسفر اجازه نه ورکوي اؤ حتی دټي وي چینلو ښځینه نطاقانو ته یې امر کړی چې په نقاب کې به د ټي وي په هینداره راڅرګندیږي.

ملګرو ملتونو ، امریکې اؤ دنړۍ ګڼو هیوادونو په ښځو دلګول شوؤ محدودیتونو غندنه کړې اؤ دا یې دبشري حقونو سنګینه سرغړونه بللې ده خو طالبان وایي چې دوئ دښځو حقونو ته ژمن دي خو افغانستان یوه اسلامي اؤ عنعنوي ټولنه ده اؤ دوئ ټولې پریکړې دشریعت اؤ خپلو روایاتونو په رڼا کې کوي.

قندي ساپۍ وایي "مونږ که تاريخ وګورو نو په پاکستان کې هم په تېرو وختونو کې د مذهبي ډلو مشرانو هم داسې چلند کړی دی. نور خلک به يې د جهاد په نامه د جنګ لپاره افغانستان ته لېږل خو خپلې لوڼه او زامن به يې د لوړو زده کړو لپاره د هېواد نه بهر لېږل"

قندي ساپۍ وايي هغه جهادي مشران چې دلته په پاکستان کې ژوند کوي او هغه چې اوس په افغانستان کې د طالب په شکل کې په واک کې دي دا ټول يو دي. د دوي ټولو هدف يو دی، د مذهب په نامه افراطيت خپروي. دوي د خپلو کورنيو لپاره هيڅ کله دغه لاره نه خوښوي.


هغه وايي"مونږ چې دا څومره هم جهادي خلک ګورو د دوي يو بچی هم په جهاد کې نه دی مړ شوی او نه مونږ تر اوسه اورېدلي چې داسې يو مشر يې په جهاد کې مړ شوی. دوي يوازې د پښتنو د مذهبي فکر او ناپوهۍ نه خپلې ګټې پورته کوي. مونږ په دې هم پوهه يو چې جهاد يوازې يو پلان دی"

قندي ساپۍ وايي کله چې طالبان په واک کې راغلل نو د ښځو يوې ډلې په برقعو کې د هغوي په پلوۍ لاريون کړی و. خو مونږ تر اوسه په دې پوهه نه شو چې دا څوک وې؟.

"مونږ به يې هله منو چې د دوي خپل يو حېثيت وي او يا يې يو تحريک وي او خپل وړاندېزونه مخې ته ږدي. داسې نه ده چې يو شل ښځو ته برقعې په سر کړې او بهر يې راوباسې. دا هسې نماېشي کارونه دي"

هغه وايي"د طالبانو د مشرانو د لوڼو په هکله هم وېل کيږي چې تعليمونه کوي. تر اوسه پورې د يو چا کورنۍ هم په افغانستان کې نه ده. او هيڅوک ورسره د نزدې نه بلد نه دي. د سهېل شاهين د لور په هکله وېلی کيږي چې په قطر کې زده کړې کوي او دا هم اورېدل کيږي چې د فټ بال په يوه لوبډله کې هم ده"

ياده دې وی د افغان طالبانو د قطر ددفتر ویاند سهیل شاهین هم دا خبره دغربي میډيا وړاندې منلې وه چې د هغه لور تعلیم کوي خو حجاب هم کوي.

قندي ساپۍ چې د ښځو د حقونو لپاره دکار کوونکي يوې غېر دولتي موسسې يوه فعاله غړې او مشره هم ده په پاکستان او افغانستان کې د پښتنو ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي،

په افغانستان کې ښځو ته د راپېښو ستونزو او د نورې نړۍ سره د سيالۍ په اړه وايي دا ناممکنه ده چې د يوې ټولنې ۵۰ فيصدي برخه فالج وهلې وي او هغه به پرمختګ کوي.

قندي ساپۍ وايي په افغانستان کې نر واکي ډېره زياته ده. د افغانستان د خلکو که دا پام وي چې دوي به ترقي يوازې وکړی شي او په ښځو دغه تپلی شوي حاکميت سره به دوي ترقي وکړل شي نو دا هيڅ کله هم ممکنه نه ده