شاته

د پاکستان حکومت د عمران خان د مظاهرو مخنیوي لپاره اسلام اباد کې لارې بندې کړې

له پاکستان څخه راپورونه وايي چې چارواکو په اسلام اباد کې په سړکونو کې کانتینرونه درولي او لارې یې بندې کړي دي چې دغه ښار ته د مخکني صدراعظم عمران خان د مظاهره کوونکو پلویانو د داخلېدو مخه ونیسي.

حکومتي مسئولینو له هغه وروسته دا اقدام وکړ چې عمران خان اعلان وکړ له مظاهره کوونکو سره به یو ځای اسلام اباد ته داخلېږي.

اسوشیتډپرس وایي چې عمران خان هیله لري د پاکستان حکومت نسکور او له وخت څخه مخکې انتخابات وشي.

دا مظاهره نن چهارشنبه مۍ ۲۵ (غبرګولي څلورمه) له اسلام اباد څخه د باندې پيل شوه چې د مظاهره کوونکو د پلان په اساس وروسته به اسلام اباد ته انتقالېږي. داسې اندېښنې شته چې ښايي د مظاهره کوونکو او امنیتي مسئولینو ترمنځ اخ او ډب وشي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغې مظاهرې بندیز لګولی دی، خو عمران خان ویلي دي چې مظاهره به کوي.

د مظاهرې تنظیموونکو له خپلو پلویانو غوښتي چې په موټرنو او بسونو کې اسلام اباد ته ولاړ شي. په خپله عمران خان په هلیکوپتر کې ولاړ، د اسلام اباد په ۶۲ میلۍ کې په لویې لارې کې له مظاهره کوونکو سره یو ځای شو او له هغو یې وغوښتل چې متحد اوسي.

عمران خان په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «ملت ته زما پیغام: هر کس باید د ډار له منګولو څخه ځان خلاص کړي او ازادي ترلاسه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پولیسو په اسلام اباد کې د عمران خان د پلویانو په کورونو چاپې ووهلې او سلګونه کسان یې ونیول. په دغو عملیاتو کې یو پولیس وژل شوی هم دی.

د اپوزیسیون ډلې ویاند فواد چوهدري ادعا وکړه چې پولیسو په ټول پاکستان کې د هغوی شاوخوا ۴۰۰ کسان نیولي دي او د پولیسو عملیات روان دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله خبریالانو ته ویلي دي چې د عمران خان د ګوند پلویانو ته به د مظاهرو اجازه نه ورکوي چې «کډوډي او کړکیچ» جوړ کړي. خو عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي دي چې د پارلمان تر منحل کېدو او نویو انتخاباتو د نېټې تر اعلان پورې په اسلام اباد کې پاتې شي.

راپورونه وايي چې په اسلام اباد کې امنیتي تدابېر سخت شوي او نور ځواکونه هم استول شوي دي چې له پولیسو سره د امنیت او ثبات په برخه کې مرسته وکړي او په خاص ډول سفارتونو او دپلوماتیکو سیمو امنیت ډېر ټېنګ شوی دی.

عمران خان له درې نیم کلن صدارت وروسته څه موده مخکې د پاکستان د پارلمان له لوري سلب اعتماد او لېرې کړل شو. نوموړي له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې لویې مظاهرې وکړې او هغه یې د پاکستان د حاکمیت د حفاظت مظاهرې وبللې.