ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د"توجو ملا"په نوم مشهور مفتي سردارعلي حقاني دټریفک حادثه کې مړ شوی

په "توجو" ملا مشهور دخیبر پښتونخوا دنوښار سیمې وتلی دیني عالم مفتي سردار علي حقاني دټریفک په یوه حادثه کې خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ دهغه درې نور ملګري سخت ژوبل شوي دي. دهغه جنازه نن داتوار په ماسپیښن دوه بجې دنوښار په خویشګي روډ ماناخیل میدان کې شوې ده اؤ خاورو ته سپارل شوی دی. مفتي سردار علي حقاني دخالي اؤ اتوار په منځ شپه یوه دستوره کې له ګډون وروسته د دره ادم خیل نه خپل کلي نوښار ته روان ؤ چې د دره ادم خیل دشیني کلي ترڅنګ یې موټر دیو سرف ګاډي سره ټکر شو. وي او ای ډیوه ته دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په دغه پېښه کې مفتي سردارعلي حقاني وړومبی سخت ټپي شو خو چې کله روغتون ته ورسول شو نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه. پېښه کې دهغه ډرائیور ،یو ساتونکی اؤ یو بل تن هم سخت ژوبل شوي دي. په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر فعالینو دمفتي سردارعلي حقاني په مړینه خفګان ښکاره کړی اؤ د هغه مړینه یې یو ستر زیان بللی دی. توجو ملا څوک ؟ ۵۲کلن مفتي سردار علي حقاني په دې وروستیو کې دپښتنې ټولنې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو هم زیات شهرت موندلی ؤ اؤ دهغه دشهرت لویه وجه دهغه تکیه کلام" توجو "وه هغه به زیاتره دخپلو تقریرونو په منځ کې دخلکو دپام راګرځولو لپاره په زوره چغه وهله چې "توجو" اؤ دتوجو دغه ویناګانې یې په خلکو په ټولنیزو رسنیو هم په کثرت سره خپرولې. مفتي سردار علي حقاني په تقریرونو کې زیات زړور بلل کیدو اؤ څو ځله قانون نافذ کوونکو ادارو دلانجمنو ویناګانو پسر نیولی اؤ زندان ته هم لیږلی ؤ. هغه په کال ۱۹۷۰ کې دصوابۍ په مینۍ کلي کې زیږیدلی ؤ اؤ خپلې وړومبۍ دیني زده کړې یې دچارسدې شبقدر تحصیل په مټه مغل خیل کې د حق نواز حقاني په مدرسه دارالعلوم جامعه محمدیه کې کړې وې. وروسته یې دنوښار دمشهورې دیني مدرسې دارالعلوم حقانیه نه خپلې دیني زده کړې سرته رسولې وې. په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان راه حق ګوند اؤ اهلسنت والجماعت دګډ کاندید په توګه دصوبایي اسمبلۍ په ټاکنو کې برخه هم اخستې وه خو دغه ټاکنې یې بایللې وې. دمفتي په لانجمنو ویناګانو دهغه نیونه تیرکال په ۲۸م اپریل د ډاکټرانو اؤ نرسانو پرضد دیوې لانجمنې وینا نه وروسته پولیسو نیولی ؤ خو بیا یې په ټولنیزو رسنیو وویل چې هغه دښځو دتعلیم یا نرسانو مخالف نه دی. په ۱۰جون کال ۲۰۲۱م یې دجینکو دتعلیم لپاره په نړیواله کچه دمبارزه کوونکې ملالې یوسفزئ په اړوند یوه لانجمنه وینا کړې وه چې په هغې هم پولیسو نیولی اؤ زندان ته لیږلی ؤ. سږکال په دریمه فرورۍ صوابۍ کې یوې جلسې ته د وینا په مهال په مفتي سردار علي حقاني د موسا په نوم یو ځوان په چاقو برید کړی اؤ هغه یې زخمي کړی ؤ خو وروسته یې بیا دغه برید کوونکی بخښلی ؤ.

08.05.2022 ډیوه

ګوتیریش: طالبان دې د ښځو او نجونو حقوقو برخه کې ژمنې عملي کړي

په افغانستان کې د ښځو حجاب جبري کېدو ته د غبرګونو په دوام د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګوتیریش هم د طالبانو لخوا د ښځو حجاب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

08.05.2022 امریکا غږ

اوکراین د اوسپنې د کارخانې څخه د سرتیرو په ایستلو کې د بې پولې ډاکټرانو څخه مرسته غوښتې

وروسته تر هغه چې په اوکراین کې چارواکو وویل د ماریوپول په ښار کې د اوسپنې د کارخانې څخه ټولې میرمنې، ماشومان او د پاخه عمر کسان وایستل شول، کیف د بې پولې ډاکټرانو د نړیوالې ادارې څخه غوښتي چې پدې کارخارنې کې ګیر پاتې شوي سرتیرې دې را وباسي.

08.05.2022 امریکا غږ

د حجاب اجباري طرحه؛ د بشري حقونو د څار سازمان د بېړنۍ غونډې د جوړولو وړانديز کړی

پر ښځو د حجاب د اجباري کولو په اړه د طالبانو تازه طرحې په افغانستان کې دننه او بهر د ګڼو کسانو عکس العملونه پارولي دي.  د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې هیدر بار په افغانستان کې پر ښځو د حجاب د اجباري کېدو په اړه د طالبانو د حکومت پر تازه سپارښتنو انتقاد وکړ. نوموړي ويلي:"د طالبانو دا تازه فرمان د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د جدي سرغړونو د لړۍ وروستی مورد دی. دا په بېړه د نړیوالې ټولنې ځوابي اقدام ته اړتیا پېښوي." د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په تازه فرمان کې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.  دغه وزارت د حجاب د جبري کېدو په اړه یوه طرحه هم جوړه کړې او په کې لیکل شوي: "د مسلمانو، اصیلو او بالغو ښځو لپاره حجاب رعایت کول فرض او ضروري دي." د میدان ښار، پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري وايي، نه پوهېږي چې طالبانو ولې هرڅه یوازې د ښځو په ظاهري بڼې پورې محدود کړي دي. نوموړې وايي:"زه خو نوره افغانستان کې د نننیو ملایانو دې مذهب ته حیرانه پاتې یم چې ولې جنت او دوزخ، عزت او بې عزتي، ننګ او بې ننګي، دین او بې دیني دغه راز اسلام او کفر ټول یوازې زموږ په پلو او کالیو پورې تړي؟ او که دا ټول ریښتیا موږ پورې تړلي وي، نو بیا دوی د څه بلا لپاره لا هم ژوند کوي؟ هرڅه خو موږ یو."  د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وړاندیز کوي، په دې اړه باید د ښځو د حقونو ملاتړي هېوادونه یو ګډ چلند خپل کړي.  نوموړې ويلي:"د ښځو د حقونو ملاتړي هېوادونه باید یوه بېړنۍ غونډه راوبولي څو د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د سرغړونو په وړاندې د مبارزې لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه کړي. په دې تګلاره او پلان کې دې څارنه او مجازات شامل وي."  د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چې یو وخت د ښځو چارو وزارت و او پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو سره یې فعالیت پیل کړی، پر ښځو د حجاب د اجباري کولو طرحه په داسې حال کې تطبیقوي، چې د ډېرو په باور په افغانستان کې چې یوه دودیزه ټولنه ده له وړاندې ښځو حجاب رعایت کاوه.  په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مشر وان برانت (Von Brandt)  هم د طالبانو پر دغه فرمان انتقاد کړی او وايي د دې پرځای چې طالبان واقعي چلنجونو لکه خوړو، روغتیا، تعلیم او اقتصاد ته پام وکړي، د ښځو حجاب ورته مهم ښکاره شوی دی.   په افغانستان کې تر دې مخکې هم پر ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه لګول شوي، چې د سیمې او نړۍ په سطحه یې عکس العملونه پارولي دي.   ګڼې ښځې له دولتي ادارو له کار کولو منع شوي، نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه لري او ښځې له محرم پرته په الوتکو کې سفر نه شي کولی. 

08.05.2022 ازادي راډیو

په بهاماس کې پولیس د ۳ امریکایانو د مرموزې مړینې په هکله پلټنې کوي

په بهاماس کې پولیس وایي د هغو دریو امریکایي اتباعو د مرموزې مړینې په هکله پلټنې کوي چې د سیل لپاره دې هیواد ته تللي و او په یو تفریحي ځای کې په کور کې دننه یې مړه میندل شوي.

08.05.2022 امریکا غږ

یوناما د حجاب د جبري کيدو په اړه د طالبانو په پریکړه ژوره اندیښنه ښودلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) نن شنبه د مې ۷ (غوایي ۱۷) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د میرمنو د حجاب په اړه ددې ډلې په وروستۍ پریکړه ژوره اندیښنه څرګند کړېده. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې ورځ مې ۷ په یوه تازه حکم کې له ټولو میرمنو غوښتي دي چې اسلامي حجاب رعایت کړي. یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دا پریکړه د بشري حقونو په ځانګړې ډول د نجونو او میرمنو حقونو ته د درناوي په برخه کې د طالبانو له هغو تضمینونو سره چې نماینده ګانو یې له نړیوالې ټولنې سره په مذاکراتو کې ورکړي، توپیر لري. په اعلامیه کې ویل شوي چې دا اداره به ددې پریکړې په اړه د وضاحت په موخه ډیر ژر د طالبانو له چارواکو سره وګوري. اعلامیې همدارنګه ویلي چې یوناما به ددې پریکړې په اړه د نړیوالې ټولنې له غړو سره هم بحث او سلا مشورې وکړي. د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیری هم د حجاب د جبري کولو په اړه د طالبانو په وروستۍ پریکړه غبرګون ښودلی.  میرمن امیري د یو ټویټ په کولو څرګنده کړې چې طالبان اقتصادي کړکیچ ته د رسیدګي او د همه شموله حکومت د ضرورت پرځای د میرمنو او نجونو په وړاندې د ځپونکو سیاستونو غوره کولو ته دوام ورکوي.  رینا امیري ددغو ځپونکو اقداماتو د پای ته رسیدو، د نجونو د ښوونځیو د خلاصیدو او کار او ژوند ته د میرمنو د بیرته ستنیدو غوښتنه کړېده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر زیاته کړې چې دغه تضمینونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته تکرار شول او وویل شول چې میرمنې به په کار، تعلیم او ټولنه کې په مجموع کې خپل حقونه ولري. یوناما څرګنده کړې شپږ اوونۍ وړاندې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو په اړه د طالبانو پریکړه په نړیواله، سمیه ایزه سطحه او په کور دننه وغندل شوه او د نن ورځې پریکړه به ممکن له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو فاصله نوره هم زیاته کړي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ په دې اړه تازه سپارښتنه کې ویلي چې "د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی." په بیان کې ویل شوي، په هره جامه چې بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، خو زیاتوي چې نازک او تنګ نوي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي د ښځو لپاره چادري د شرعي حجاب «بهترین» ډول دی. خو زیاته کړې یې ده چې د حجاب په نوم مروجه تور رنګه جامه او څادر هم شرعي حجاب دي

07.05.2022 امریکا غږ

د امریکا د ګرین کارټ د کلنۍ قرعه کشي پایلې اعلان شوې

د امریکا د ګرین کارټ یا د دایمې استوګنې د کلنۍ پچې اچوني پایلې نن شنبې د مې اومه (سلواغې ۱۷) اعلان شوې. متحده ایالات هر کال د افغانستان په ګډون د لس ګونو هیوادونو څخه شاوخوا ۵۰ زره کسان د ګرین کارټ پچې اچونې د ګټونکو په توګه غوره کوي او دا کسان بیا کولی شي امریکا ته مهاجرت وکړي. د امریکا د قوانینو پر اساس، د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت هر کال د ګرین کارټ لاترۍ پروګرام عملي کوي. ددغه پروګرام پر اساس، د هغو هیوادونو اتباعو ته د اقامې دایمي ویزه ورکول کیږي چې امریکا ته د مهاجرت ټیټ رقم لري. د پچې اچونې له لارې د امریکا د ګرین کارټ پروګرام  ۳۵ کاله مخکې پیل شوی او عمده دلیل یې په دې هیواد کې د مهاجرینو د تنوع زیاتیدل دي. هغه کسان چې غواړي په دې پروګرام کې ګډون وکړي، حد اقل باید له ۱۲ ټولګي فارغ وي او لږ تر لږه د کار دوه کاله  سابقه ولري. په دې پروګرام کې د ګډون لارې چارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې موندل کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي " افرادو ته د منل کیدو یا نه منل کیدو په اړه هیڅ وخت ایمیل نه استول کیږي او له تاسې نه غواړي چې د پست یا د پیسو د لیږد Western Union له لارې پیسې ولیږئ." یاد وزارت وایي هر دا ډول ایمیل یا غوښتنه جعلې ده او د ګرین کارټ د قرعه کشي تر ټولو دقیق موقعیت د قرعه کشي رسمي ویبپاڼه ده. که تاسې هم د ګرین کارت د قرعه کشي ګډونوال یاست نو کولی شي د امریکا د ختیخ په سیمه ایز وخت غرمه dvprogram.state.gov ته ورشئ او وروسته بیا د تائیدي (Confirmation) کد او د شخصي معلوماتو په داخلولو سره د خپل غوښتنلیک وضعیت معلوم کړئ. ګټونکي کسان به د اړوندو فورمونو له ډک کولو او د امریکا په سفارت کې له مرکې وروسته، متحدو ایالتونو ته د داخلیدو موقع ترلاسه کړي. د امریکا د ګرین کارټ په لاترۍ کې ګدون وړیا دی.

07.05.2022 امریکا غږ

قطر کې کارګرانو د فوټبال د نړیوالو سیالیو د سروزرو جام وکوت

په زرګونو مهاجرو کارګرانو چې اکثریت یې د قطر د نویو ستدیومونو په جوړیدو کې کار کړی، د فوټبال د ۲۰۲۲ کال د لوبو د سروزر جام وکوت. اکثریت دغه کارګران ددغه جام د لیدو او ورسره د عکسونو د اخیستلو لپاره د کابو دوو ساعتونو لپاره په کتارونو کې ولاړ وو. هغوی ممکن دا لوبې چې ټاکل شوېده د نومبر میاشتې په ۲۱ نیټه پیل شي ونه ګوري ځکه ټکټونه ډیر ګران دي. قطر د نړۍ ددغه ستر ټورنمنټ د ترسره کیدو لپاره اوه نوې ستدیومونه جوړ کړي او اتم یې بیا رغولي دي، خو ددغه کار په کیدو کې د جنوبي آسیا کارګرانو ډیره ونډه درلوده. د فرانسې خبري آژانس لیکلي ، که څه هم قطر د کارګرانو د حقونو په برخه کې له پراخو انتقاداتو سره مخ دی خو یاد هیواد وایي چې په تیرو کلونو کې یې د پام وړ بدلونونه راوستي دي او قطر د خلیج په هیوادونو کې د بهرنیو کارګرانو لپاره په یو مترقي هیواد بدل شوی دی. ددغو لوبو جام، د ټورنمنټ له پیلیدو مخکې د وروستي ځل لپاره د قطر د پلازمینې دوحې د کرکټ د اصلي سټدیوم د موټرونو په پارکینګ کې نندارې ته کیښودل شو. ددغه جام د لیدو لپاره د جمعې په ورځ هر کارګر ۱۵ ثانیې وخت درلود چې ویې ګوري او عکس ورسره واخلي.  اعظم رشید چې نجار دی او په دوو سټډیومونو کې یې کار کړی، وایي دی هم د نورو کارګرانو په شان د لوبو د ټکټ د اخیستلو توان نلري. رشید وویل:" ټکټ ممکن ډیر ګران وي، خو قطر او نړیوال جام ماته یو فرصت راکړ. اوږد کتار دی خو په دې ارزي چې جام ولیدل شي."  یو شمیر ټکټونه چې په ۴۰ ریاله یا ۱۱ امریکایي ډالره دي د قطر ۲.۸ میلیونه نفوس ته چې اکثریت بهرني کارګران دي، ځانګړي شوي دي.

07.05.2022 امریکا غږ

د روسیې په ګډون د امنیت شورا غړو د اوکراین په وضعیت اندیښنه ښودلې 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د روسیې په ګډون د جمعې په ورځ مۍ شپږمه ناوخته په اوکراین کې د سولې او امنیت په اړه «ژوره اندیښنه» څرګنده کړه.

07.05.2022 امریکا غږ

امانویل مکرون د دویم ځل لپاره د جمهوري ریاست لوړه وکړه

د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون د شنبې په ورځ مې اومه (غوایي ۱۷) د لوړي مراسم پر ځای او خپله دویمه کاري دوره پیل کړه. پدغو مراسم کې چې د فرانسې د الیزه په ماڼۍ کې جوړ شوي وو د هغه هیواد د اساسي قانون د شورا مشر لورانټ فابیوس مکرون د اپریل میاشتې د جمهور ریاست د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې ښاغلی مکرون اوس هم د بهرنۍ او کورنۍ تګلارې په برخه کې له ننګونو سره مخ دی ځکه په لومړی دروه کې یې هیواد دوه قطبي شوی و.  په دې مراسمو کې د ښاغلي مکرون میرمنې، د فرانسې پخوانيو جمهور رئیسان فرانسیس اولاند، نیکولاس سرکوزي او د څو سوو په شاوخوا کې میلمنو ګدون کړی وو. مراسم په دیر مختصر ډول جوړ شوي وو خو دا په تیرو ۲۰ کلونو کې لومړی ځل وو چې په فرانسه کې یو جمهور رئیس د دویمې دورې لپاره کار پیلوي.   مکرون د نورو کارونو تر څنګ د اصلاحاتو د راوستو او همدارنګه پر اوکراین د روسیې د برید په شان موضوعاتو په وړاندې لوی کار په مخ کې لري. هغه په ۲۰۱۷ کال کې کله چې د لومړي ځل لپاره د فرانسې د ځوان جمهور رئیس په توګه ټاکنې وګټلې، د اصلاحاتو د راوستو ژمنه یې وکړه. ښاغلي مکرون په خپله وینا کې د ژوند لپاره د یوې ښې نړۍ او همدارنګه یوې پیاوړې فرانسې د جوړیدو ژمنه وکړه. مکرون نه یوازې په نړیواله کچه هڅه کوي چې پر اوکراین د روسیې برید ودروي، بلکې د اروپا د یوه رهبر په توګه توقعات هم ورڅخه زیات دي، ځکه جرمني له مرکل وروسته د خپل ځای په پیدا کولو بوخته ده. مکرون په کور دننه هم له یو لړ نیوکو سره مخ دی ، له هغه جملې څخه په فرانسه کې د ژوند کولو د قیمت جګیدل. نوموړي وکړای شول چې په خپله تیره دوره کې یو لړ اصلاحات راولي ‌او د تقاعد سن لوړ کړي. امانویل مکرون وکړای شول چې د اپریل میاشتې په ۲۴ نیټه د هغه هیواد د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ۵۸.۵۵ امتیازونو په خپلولو سره ښي اړخي افراطي مارین لوپن ته ماته ورکړي. میرمن لوپن چې د فرانسې د تیرې دورې په ټاکنو کې هم د ښاغلي مکرون سیاله وه توانیدلې وه چې ۲۳.۱ سلنه رایې ترلاسه کړي خو دا ځل یې وکړای شول چې ۴۲.۸ سلنه رایې ترلاسه کړي.

07.05.2022 امریکا غږ

پاکستان کې تاؤژن سیاسي حالات،حکومت وایي عمران خان اړی ګړی خورول غواړي

دپاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثناء لله په پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه په پلويانو دخپلو مخالفه سياستمدارانو د ځورولو او د احتجاجي لاريون تر شا د اړي ګړي جوړولو تورونه لګولى دي. دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د نوؤ انتخاباتو په اړه د خپلى غوښتنې پسر د لکونو خلکو سره اسلام اباد کې داحتجاج اعلان کړى دى او پخپلو پلويانو یې د ۲۰ مئ نه وروسته پايه تخت پله لاریون کولو لپاره دچمتو اوسيدو غږ کړى دى. د شنبى په ورځ لاهور کې ميډيا سره دخبرو په وخت د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنا لله ويلي حکومت به د احتجاجي لاريون په شا څوک اړي ګړي خورولو ته نه پريږدي او  که شيخ رشيد د احتجاجي لاريون خونړي کيدو خپل بيان بيرته نه اخلي نو حکومت به ورسره هغه عمل کوي چي د رانا ثنالله په وينا شيخ رشيد به د خپل کور نه بهر ګام هم وانه خلي . په عین حال کې تيره ورځ د پنجاب صوبې فتح جنګ سيمه کې  یوې جلسى ته د وينا په وخت د عمران خان لویې سياسي حريفې او د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز په عمران خان دهغه د واکمنۍ موده کې د مالي درغليو او دقامي خزانې د لوټلو تورونه تکرار کړي دي.  هغي دا تور هم لګولى چې عمران خان د شهباز شريف وزير اعظم جوړيدل نه شي زغملى ځکه د حکومت دختمولو لپاره غير دستوري کارونه کوي. بل اړخ ته د يو شخصي ټي وي سره خبرو کې د تحريک انصاف ګوند مرکزي ليډر اسد عمر ويلي که د دوي کارکنان د احتجاجي لاريون نه په جبر منعې کړى شول نو بيا د دوي هر څنګه غبرګون مخې ته راتلى شي . د اسد عمر په خبره بيا به دوي دا ضمانت نه شي ورکولى جي احتجاجي تحريک به هم پرامنه پاتى شي. وړاندى نه مسجد نبوي کې د وزير اعظم شهباز شريف پلاوي کې دشاملو حکومتي وزيرانو پرضد دسپکاوي دنعرو وهل کیدو پسر پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند دمشرانو اؤ فعالینو پرضد دمذهب دسپکاوي مقدمې درج کړل شوي دي. ددې ترڅنګ په دې وروستیو کې دپنجاب اسمبلۍ دننه دحکومت اؤ مخالفو ډلو دپارلیمان دغړو ترمنځ نښتې هم شوې وې چې له امله یې دپاکستان سیاسي چاپیریال تاوژن شوی دی. د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثتاء لله زياته کړې که دتحريک انصاف ګوند مشرانو دمسجد نبوي په پيښه بخښنه ونه غوښته نو عمران خان او دهغه ملګري دى هم بيا ځوابي کارروائيو لپاره چمتو اوسي. دمسجد نبوي دپيښې پسر د پنجاب فيصل اباد سيمه کې د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه دنزدې ملګرو په ګډون د١٥٠ نه د زياتو کسانو په ضد د مذهب د سپکاوي دقانون لاندې مقدمه درج ده . په عین حال کې د عمران خان د ګوند د سينټ دبشري حقونو دکميتې مشر سنیټیر وليد اقبال د راتلونکي دوشنبى په ورځ يادې کميټى غونډه رابللى ده چې پکې به دا جاج اخستلى شي چې د عمران خان او هغه دملګرو په ضد دغه مقدمې جوړولو لپاره دفوجدارى دقانون ١٩٦مې مادى ته څومره پام لرنه شوې ده

07.05.2022 ډیوه

سیاسي اؤ ټولنیز فعالان وایي پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دمخنیوي قانون د وسلې په توګه کارول کیږي

په پاکستان کې سياسي او مدني فعالان وايي، پکار نه ده چې د مذهب د سپکاوي قانون په سياسي بنيادونو وکارول شي. پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي خبرونه مخې ته راځي او داسې نيوکې کيږي چې دغه قانون اکثره خلک په شخصي دښمنو کې کاروي،  په دې وروستیو کې چې د سعودي عرب د مدينې ښار په مسجد نبوي کې د پاکستاني وزيرانو پرضد کومې سپکې نعرې وهل شوي د هغې مقدمې په پاکستان کې دپخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند دنورو مشرانو اؤ فعالینو پرضد درج شوي دي، ځکه په دغه عمل هم نيوکې کيږي چې د مذهب د سپکاوي دقانون نه باید سياسي ګټې پورته نه کړی شي. دمسجد نبوي (ص) دپيښې په تور د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه دتحريک انصاف ګوند دنورو مشرانو په ضد دمذهب د سپکاوي دمقدمو درج کیدو پسر په سوشل ميډيا تاوده بحثونه دوام لري، د پاکستان پيپلز پارټي مرکزي مشر او پخواني سنيټر فرحت الله په ټويټر لیکلي دي چې د خپلو مخالو پې ټې ايي دمشرانو پرضد د مذهب دسپکاوي دقانون لاندي د مقدماتو اراده ډيره دخفګان خبره ده، دا کار د غندني وړ دی. هغه زیاته کړې "په تير وخت کې مي هم د مذهب دسپکاوي دقانون د وسلي په توګه دکارولو مخالفت کړی، اوس یې هم کوم او په راتلونکي کې به یې  هم مخالفت کوم، د مذهب د سپکاوي دقانون د غلط استعمال دمخنیوي ضرورت دی نه چې دا د وسلې په توګه وکارول شي" د سپريم کورټ بار پخوانی مشر او قانون پوهه عبدالطيف اپريدی وايي هرڅو که په مسجد نبوي (ص) کې رامخي ته شوې پيښه ډيره د غندني وړ ده او په هيڅ صورت کې په دغه معتبر ځائ کې د سياسي نعرو او د يو بل د سپکاوي اجازت نشته دي، خو دغه پيښه د سعودي عرب په خاوره رامخي ته شوې ده او ددي پسر د مذهب سپکاوي دقانون لاندي مقدمه پاکستان کې جوړول قانوني جواز نه لري۔ وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "زمونږ پشمول د ډېرو خلکو په دي اعتراض دی چې واقعه په سعودي عرب کې شوې ده نو پکار ده چې سعودي عرب واله ددې پرضد کارروايي وکړي زمونږ په دي وطن کې په دي کاروايي کول زما خيال دی مناسب نه دي" په مسجد نبوي کې د حکومتي وزيرانو پرضد د سپکاوي د نعرو خلاف د پنجاب په فېصل اباد ښار کې مقدمه درج شوې چې پکې مخکینی وزيراعظم عمران خان، دهغه دتیر حکومت پخواني وزیران او ورسره د 150 پورې کسان نومول شوي دي. د ځینو روښان فکره سياسي ګوندونو لخوا هم د پي ټي ايي دمشرانو پرضد د مذهب دسپکاوي د قانون لاندې پاکستان کې دمقدمې درج  کیدو غندنه شوې ده، د پاکستان پيپلز پارټۍ سره تړاو لرونکي وفاقي وزير خورشيد شاه ميډېا ته ويلي دي چې د مدينې د پيښې په سر پاکستان کې مقدمه نه دي جوړول پکار اؤ داخله وزير رانا ثنا الله دې په دې معامله ډېر په پراحه زړه سره غور وکړي۔ رسنیو سره خبرو کې خورشيد شاه ويلې دي چې مونږ په سياسي انتقام باور نه لرو وايي که چا د يو مقدس ځائ سپکاوی کړی وي نو سزا به یې الله  ورکوي۔ د عوامې نيشنل پارټي دخیبر پښتونخوا دکلتوري څانګې مشر ډاکټر خادم حسین وايي دلته د مذهب استعمال د خپلو ذاتي او سياسې ګټو دپاره د پخوا راهسې روان دی. ډيوه سره خبرو کې هغه  وايي پې ټي ايي هم دغه کار کړی دی اؤ پوځي امرانو اؤ نورو سياسي ګوندونو هم دغسې کړنې کړې دي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې دهغه وینا وه چې کله هم دمذهب دنوم نه دغه رقم ناوړه استفاده شوې ده نو نتجه يې د ترهه ګرۍ او تندلاریتوب په شکل کې رامخې ته شوې ده۔ "په ايين او قانون کې نور شقونه موجود دي ،د بدعنواني په اړه شقونه موجود دي د انتشار جوړولو په اړه شقونه موجود دي، د کرکي په اړه شقونه موجود دي، نو د هغه شقونو په بنياد مقدمي په اسانه جوړيدلی شي زموږ دا خيال دی چې د حرمت رسول ص يا د مذهب د سپکاوي قانون د سياسي ګوندونو او کارکنانو پرضد ددې قانون لاندي مقدمي جوړول دا به ګټه نه کوي نور زيان به کوي، دا عمل خو پي ټي ايي هم کولو که اوس یې موجوده حکومت کوي نو هم هغه شان نتیجې به راوړي"  دا په داسې حال کې ده چې دمسجد نبوي دپيښې په تور د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه دتحريک انصاف ګوند دنورو مشرانو په ضد دمذهب د سپکاوي دمقدمې درج کیدو پسر د سينيټ د بشري حقونو دکميټې دغونډې رابللو پريکړه شوې ده. مطبوعاتي رپوټونه وايي د تحريک سينيټر اؤ دکمیټې مشر وليد اقبال د غونډى رابللو پريکړه کړې ده چې پکې به جاج اخستل کیږي چې پاکستان کې د مذهب دسپکاوي دقانون لاندې مقدمات څنګه درج کيږي؟

07.05.2022 ډیوه

دپاکستان تجارتي خساره او درامدات رېکارډ کچې ته رسېدلي دي

دپاکستان د شمارياتو محکمې لخوا جارى کړل شوؤ تازه شمېرو کې ويل شوي چې د روان مالي کال د وړومبیو نهو میاشتو په مهال د پاکستان تجارتي خساره او درامدات رېکارډ کچې ته رسېدلي دي. شمیرې ښایي تجارتي خساره 39  اربو، 26 کروړو او 40 لکو ډالرو او درامدات 65 اربو، 49 کروړو او 20 لکو ډالرو ته رسېدلي دي. د شمېرو ترمخه روان مالي کال کې د جولایي نه تر اپریل میاشتې په مهال د درامداتو او برامداتو ترمنځ فرق 39 اربو اؤ 30 کروړو ډالرو ته زيات شوی دی. اقتصاد پوهان دا د اندېښنې وړ پرمختګ بولي او وايي د پاکستان برامدات 20 فيصدي سېوا شوي خو بلخوا د درامداتو کچه 50 فيصدي ته ختلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بجټ خساره 13 بېلنه ډالرو نه اوښتې ده او د هېواد د غېر ملکي. ذرمبادلې ذخيرې هم  16.66 ارب ډالره ته ښکته شوې دي ورځپاڼه ډان او اېکسپرېس ټريبيون د هېواد د شمارياتو دمحکمې لخوا د جمعې په ورځ د جارى کړې شوو شميرو په بنياد وايي چې د روان مالي کال د لومړو لسو میاشتو مينځومانه موده کې دا تجارتي خساره د تېر کال ددې مودې په پرتله 11  اربه ډالره زياته ده. د مسلم لیګ نواز ګوند د تېر حکومت وروستي کال کې تجارتي خساره 37 ارب ډالره پاتې شوې وه او د تحريک انصاف ګوند دتېر حکومت د وروستي کال لپاره درامدي هدف 55 ارب، 20 لکه ډالره ټاکل شوی ؤ چې د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه دا هدف په لومړو نهو میاشتو کې مکمل شوی دی. څېړونکي وايي په نړيوال مارکیټ کې د مخ په زیاتیدونکي ګرانۍ له کبله د پاکستان په درامدي بل کې بې کچه اضافه په نظر راځي چې د اندېښنې وړ پرمختګ دی. د شمارياتو محکمې د شمېرو ترمخه د روان مالي کال د لمړو لسو مياشتو په برامداتو کې هم اضافه شوې ده او دا 26 اربو او 20 کروړو ډالرو ته رسېدلې دي. له دې مخکې کال کې هم دومره موده کې د 21 اربو ډالرو برامدات شوي و، شمېرې د روان مالي کال په لمړو لسو میاشتو کې په برامداتو کې 5 اربه اؤ  20 کروړه اضافه ښايي.  اسلام اباد کې د اقتصادي او مالي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وویل چې په د تجارتي خساره او درامداتو کې تاریخي اضافه د اندېښنې وړ پرمختګ دی. هغه وایي د پاکستان درامداتو کې په چټکتیا سره اضافه کېږي او ددې کچه 65 اربو ډالرو ته رسېدلې ده.  وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي ویلي "تجارتي خساره د روان مالي کال په لمړو لسو میاشتو کې جولایي نه تر اپریل پورې دې کې 65 فيصدى اضافه راغلې ده. دا اوس 39.264 بېلينه ډالرو ته رسېدلې ده،دا تېر کال دومره موده کې 23.826 بېلينه ډالره وؤ. دا د هېواد د تاريخ تر ټولو لوړه کچه ده" هغه وايي د هېواد په برامداتو کې هم 25 فيصدي اضافه راغلې ده. دې کال لسو میاشتو کې برامدات د 26 بېلینه ډالرو نه اوښتي دي، تېر کال دې موده کې دا کچه 20.9 بېلېنه ډالرو وو.  "خو خبره دا ده چې برامداتو کې 25 فيصدي او درامداتو کې 46اضافه شوې ده. دا د اندېښنې وړ خبره په دې ده چې له مخکې د پاکستان دبجټ خساره زياته شوې ده او نزدې 13 بېلينه ډالرو ته رسېدلې ده يعني بجټ کې او تجارتي خساره کې برغه اضافه روانه ده " دنوموړي‌ په ونیا اي ایم ایف سره خبرې لا روانې دي ولې چې پاکستان ته دا وخت د ډالرو ضرورت دی او چې څومره ډالرې دي هغه په درامداتو باندې لګول کیږي دا خطرناک رجحان دی.  اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه د تجارت د وزارت له قوله اټکل کوي چې د روان کال تر پایه به د برامداتو کچه 31 کروړ ډالره ته ورسېږي.  د تجارت وزارت تر مخه که په مياشتني بنياد د شمېرو جاج واخستل شي نو د تېر اپریل میاشت پورې د 6 اربو، 60 کروړو ډالرو برامدات شوي دي يعني په دې کې هم د تېر کال د اپریل میاشتې په مقابل کې 1 ارب، 40 کروړه ډالره یا 26 فيصدى اضافه شوې ده.  پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی د ډالر په مقابله کې روپۍ ورځ تربلې خپل ارزښت غورځوي او دې سره د ګرانې کچه هم خېژي. مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په برغو هندسو کې روانه ده اؤ دې سره د اپریل په میاشت کې دا  دووؤ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. دا مهال پاکستاني کې ګراني  په 13.37 فيصدى ولاړه ده چې په تېرو دوو کلونو کې لوړه کچه ده.  هم داسې د هېواد د غېر ملکي ذر مبادلې ذخیرو کې هم په تېزې سره کمی روان دی او دا اوس 16.66 اربه ډالره پاتې دي چې  څو مياشتې مخکې ددې کچه 27 اربه ډالره وه.  دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره هم د پور لپاره خبرې روانې دي او د ايي ایم ایف يو پلاوی به په روانه مياشت کې د پاکستان سفر کوي. 

07.05.2022 ډیوه

چارواکي: د روسیې سایبریا کې اورلګیدنو پنځه کسان وژلي 

چارواکو د روسیې په سایبریا کې د شنبې په ورځ مې اومه (غوایي ۱۷) ویلي دي چې ددغه هیواد په جنوبي برخو کې د څو اورلګیدنو له امله پنځه کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ کورونه متضرر شوي دي. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې په یاده سیمه کې یې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی. د سایبریا د بیړنیو حالتونو د وزارت سیمه ایزو چارواکو پر ټلیګرام لیکلي چې په کراسنویارسک سیمه کې دغه لګیدلی اور ۱۶ زونونو، څه باندې ۲۰۰ کورونو، د لرګیو څو کارخانو او د ماشوماناو د لوبو یو میدان ته خپور شوی دی. د یاد هیواد چارواکو زیاته کړې ده چې د اور ساحو ته کابو ۳۰۰ اور وژونکي او د اور وژنې ۹۰ موټرونه رسیدلي دي. د سایبریا د بیړنیو حالتونو وزارت ویلي:"د آب او هوا حالت ته په کتو، د اور مړ کول پیچلی ښکاري. ګړندی باد د اور لمنې نورې هم پراخوي او له مړ کیدو څخه یې مخنیوی کوي." سایبریا د څو کلونو راهیسې د پراخو اورلګیدونو څخه مضرره کیږي. د اروپا د اقلیم د کلني راپور له مخې، تیر کال له سایبریا څخه ۱۶ میلیونه ټنه کاربن فضا ته داخل شوی دی.

07.05.2022 امریکا غږ

پاکستان کې دبجلۍ بیعې لوړې کړل شوې،په صارفینو به د 29 اربو روپو بوج نور هم سیواشي

په پاکستان کی د بجلۍ د نرخونو دتړلو ادارې نیپرا د مارچ د میاشتې دپاره د بجلې په فیول پرایس ایډجسټمنټ کی 2 روپۍ او 86 پیسې اضافه کړې ده چې دې  سره به په صارفینو د 29 اربو روپو  بوج نور زیات شي. په  خیبر پښتونخوا کی تجارانو د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کی د بجلۍ نرخونو کې اضافه  رد کړې او وایي د وړاندې نه  صوبه کې وړې کارخانې او سوداګر د ګرانۍ له امله د مشکلاتو سره مخ دي او باید چې حکومت د توانایۍ زیاتو بیعو ته پام وګرځوي. دبجلۍ دڅار ادارې د واپډا دبجلۍ د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې دیو یونټ پسر 2 روپۍ 86پیسې او د کراچۍ الیکټرک دبجلۍ په یو یونټ کې د یوې روپۍ اؤ  39 پیسو انصافه کړې ده  نیپرا ویلي د مارچ د میاشتی دا بلونه به د مئ په میاشت کې د صارفینو نه واخلي او دې اضافې سره به  په صارفینو 30 اربه روپو نه زیات نور بوج سیوا شي.  په خیبر پښتونخوا مردان ضلعه کې پخوانی د چیمبر اف کامرس مشر ظاهر شاه وایي  په صوبه کې د وړاندې څخه سوداګر د توانایۍ د ګرانو بیعو له امله مشکلاتو سره مخ دي او اکثره وړې کارخانې متاثره شوي او د بجلۍ د زیاتو بیعو له وجې به ددوئ  مشکلاتو کې اضافه وشي . هغه وایي د فیول پرایس ایډجسټمنټ  د خیبر پښتونخوا  په صارفینو د لګولو هیڅ جواز نشته . "په خیبر پښتونخوا کې مونږ د اوبو جوړه بجلې په ارزانه بيعه پیدا کوؤ او بیا هغه بجلي د ملک نورو صوبو ته هم ورکوو او په دې خرڅونه هم کم دي او بیا د عدالت فیصله هم راغلې ده چې تاجرانو نه دا پیسې مه اخلئ  مونږ چې دغه بجلي استعمالوؤ نه نو ددې د لګولو هیڅ توک نه جوړیږی" نیپرا وایي د مارچ په میاشت کې د صارفینو نه د بجلۍ په مد کې د یو یونټ بجلۍ قیمت 6.23 روپۍ اخستل شوی او ددې اصل قیمت 9.4 روپۍ ؤ. دې نه  وړاندې نیپرا د فرورۍ د میاشتې دپاره د بجلۍ یو یونټ 3روپۍ او 45پیسې ګران کړی ؤ.  اداره وایي د بجلۍ د پیداوار په مد کې داستعمالیدونکو تیلو فرنس ایل او ایل این جي په بیعو کې د 10 نه تر 40فیصدي پورې اضافه شوې ده. دبجلۍ نرخونو کې دا اضافه په داسې حال کې شوې چې دخزانې وزارت وایي د ایي ایم ایف سره د پور دپروګرام پرمخ بوتللو لپاره تیکنیکی مذاکرات روان دي. داقتصادي چارو کارپوهه طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي د ګردشي قرضو کمولو لپاره اؤ دبجلۍ په پیداوار دا اضافي لګښتونه حکومت ولس ته منتقل کول غواړي. هغه وایي د مالیاتي ادارې سره خبرې هم په دې وجه دځنډ ښکار شوې وې چې تیر حکومت د فشار لاندې په بجلۍ او پټرولیم مصنوعاتو رعایتونه ورکړي وو او د بجلۍ قیمت یې 5روپې یونټ د راتلونکي جون پورې کم کړی ؤ. "حکومت وړاندې هم ایي ایم ایف سره د رعایتونو خبرې منلې دي او وړاندې حکومت د تیلو او بجلې بیعې راکمې کړې وې او مالیاتی ادارې سره خبرې هم د ځنډ ښکار شوې وې ،دا اضافه د بجلۍ د خرڅونو د پیداوار په مد کې ده چې ولس ته منتقل کیږي خو حکومت به هغه رعایتونه هم بیرته اخلي کوم چې وړاندې ورکړی شوي نو هله به د پور پروګرام بحالیږي" د بجلې د نرخونو د تړلو اداره  نیپرا وایي د بجلې په پیداوار کې داستعمالیدونکي ایل این جی او د ګرانو تیلو په ذریعه د بجلۍ جوړولو په وجه  یو ارب او 69 کروړه روپۍ اضافي بوج سېوا شوی او د بجلۍ د پیداوار دپاره کمپنو ته امروزه د 70 کروړه  مربعه فټ په ځائ 606 ملينه مربعه فټ ګیس ترلاسه کیږي

07.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more