شاته

د جبري بې درکیو د مخنیوي دپاره پاکستان ځانګړې کمېټي جوړه کړې

د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ مرکزي کابينې د خلکو په جبري توګه د اوچتولو پيښې سنګينه معامله ګرځولې او ددې د مخنيوي په اړه یې د اړونده ادارو سره مشاورت لپاره د ځانګړې کميټۍ جوړولو منظوري هم ورکړې ده.

بلخوا په جبري توګه دخلکو دبې درکه کولو پيښې د سزا وړ ګرځولو په اړه قانونې مسوده وړاندې کوونکې د بشري حقونو پخوانۍ وزيرې شيري مزاري ويلي چې دقانوني مسودې د منظورۍ پسر هغې ته دپوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مرکز ته د وړاندې کيدو حکم شوى ؤ او شيري مزاري تکرار کړې اوس دغه قانوني مسوده بې درکه ده.

اسلام اباد پريس کلب کې ميډيا سره دخبرو په وخت هغې وويل دایي ایس ایي په مرکز کې ېې د قانوني مسودې دفاع کړې وه او دريځ یې خپل کړى ؤ چې د نړيوالو لوظنامو د لاس ليک کولو له امله پاکستان لپاره دا قانون جوړول ضروري دي.

پروسکال د هغه وخت د واکمن تحريک انصاف ګوند لخوا د قامي اسمبلى نه منظور کړى شوې قانوني مسوده کې په لومړي ځل د خلکو‌ په جبري توګه بې درکه کول د سزا وړ جرم ګرځول شوی ؤ اؤ دې کې ککړو کسانو ته دپینځوؤ کالو دبند دسزا ترڅنګ د درنو جرمانو وړاندیزونه شوي وؤ.

خو بيا هم سږ کال دجنورۍ مياشت کي د هغې وخت دبشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري دعوه کړې وه چې دغه مسوده بې درکه شوې ده.

تيره ورځ ميډيا سره خبرو کې هغې زياته کړې د قامي اسمبلۍ نه دمسودې له منظوريدو وروسته اړونده قایمه کميټۍ کې هم نامالومه طاقتونو د قانوني مسودې د ځینو شقونو دغير موثره کولو هڅې کړې وې.

د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه پاکستان کې دجبري بې درکیو دپېښو پسر پوځي استخباراتي ادارو ته دککړتیا ګوتې اوچتوي خو د پاکستان پوځ دا تورونه دروغ او بې اساسه بولي.

د بشري حقونو فعاله او د بې درکه خلکو په اړه دغږ پورته کوونکي غير دولتي تنظيم مشره آمنه مسعود جنجوعه وايي قايمه کميټۍ کې خو برعکس داغيزمنو تنانو په کورنيو د جرمانې لګولو هڅې شوې وې.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغې ووېل که قانون جوړول ممکنه نه وي نو بيا پوځي اسخباراتې ادارو سویلين حکومتې لوړ پورو چارواکو ته د بې درکه تنانو د کورنيو په مشاورت سره د دې دشخړى دهواري لپاره تګلاره جوړول پکار ده.

بل اړخ ته هم تيره ورځ د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ د کابينې غونډې د خلکو دجبري بې درکیو په پېښو انديښنې ښودلي او غونډې په دې اړه داړونده حکومتي ادارو سره مشاورت لپاره د قانـون د وزير په مشرۍ د کميټۍ جوړولو پريکړه هم کړې ده.

د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن وخت په وخت د بې درکه تنانو د راخوشې کولو دعوې کوي خو دا نه ښايي چې دغه بې درکه کسان دچا په ولکه کې وؤ.