شاته

یونیسف: ښايي ۱.۱ میلیون افغان ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» وايي چې په افغانستان کې ممکن تر پنځو کالونو کم عمره ۱.۱ میلیون افغان ماشومان په خوارځواکۍ «سوء تغذیه» اخته شي.

ملګري ملتونه وايي چې د لوږې له کبله په افغانستان کې روغتونونو ته د سوء تغذیه ماشومانو انتقالول زیات شوي دي. ملګرو ملتونو او نورو خیریه سازمانونو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بېړنیو بشري مرستو له لارې په افغانستان کې د بشپړې قحطۍ مخه ونیوله، خو لا هم هلته د مخ په خرابېدونکي وضعیت د ښه کولو په برخه کې ستونزې ګالي.

یونیسف وايي اټکل کېږي چې سږکال به ۱.۱ میلیون ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ، چې شدیده ضایعه هم بلل کېږي، اخته شي. دا شمېر د ۲۰۱۸ په پرتله تقریبآ دوه برابره زیات شوی دی.

د افغانستان لپاره د یونیسف استازي محمد اګ اویویا تېره اوونۍ په خپل ټویټر کې لیکلي وو: « په روغتونو او کلینیکونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو، چې تر پنځو کالونو یې عمرونه کم دي، داخلول زیات شوي، د ۲۰۲۰ د مارچ په میاشت کې ۱۶۰۰۰ وو او د ۲۰۲۱ د مارچ په میاشت کې ۱۸۰۰۰ ته لوړ شو او د ۲۰۲۲ د مارچ په میاشت کې ۲۸۰۰۰ ته پورته شو.»

د یونیسف د خوراک د برخې مشرې میلاني ګالوین اسوشیتډپرس ته وویل چې دا ارقام یې د ادارې د ارزونې د یو کلن راپور او وضعیت په اساس دي. هغې وویل: «هرکال د خوارځواکۍ سره تړلي عوامل زیاتېږي. دا همداسې پسې زیاتېږي او بد حالت ته رسېږي.» میرمن ګالوین دا خبره هم وکړه چې اوس خیریه ټولنې ټول افغانستان کې فعالیت کوي او په خبره یې یونیسف په لېرو پرتو سیمو کې ۱۰۰۰ روغتیايی مرکزونه پرانیستي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومان وروستل کېږي.

زیانمنې شوې کورنۍ

د نازیې په نامه یوې مور، چې د خوارځواکۍ له کبله یې ماشومان مړه شوي، اسوشیتډ پرس ته ویلي دي چې «د سوء تغذي له کبله یې څلور ماشومان مړه شوي دي- دوه هلکان او دوې نجونې چې تر دوو کالونو یې عمرونه کم وو.»

هغه وايي کله یې چې ماشومان ناروغ شول، د درملنې لپاره یې پېسې نلرلې. هغه د افغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې په یو روغتون کې د اسوشیتډپرس سره خبرې وکړې. اوس هغه او اووه میاشتنی ماشوم یې دواړه د سوء تغذیې له کبله په روغتون کې بستر دي. وايي مېړه یې روز مزدودري کوي خو په نشو روږدی دی.

د چاریکار روغتون یو ډاکټر محمد شریف وايي: «د غربت له کبله مور د میندوارۍ په مهال مناسب خواړه نلري او له زېږون وروسته هم مناسب خوراک نشي کولای.»

په کندهار کې بیا د ميرویس روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر محمد صدیق وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۱۰۰ ماشومان د دوي په روغتون کې بستر شوي وو چې ۳۰ تنه یې مړه شوي دي.

د کبرا په نوم یوه وايي چې نشي کولای خپله شپږ میاشتني ماشوم ته تۍ «شېدي» ورکړي. هغه وايي: «د هغه [ماشوم] وزن ورځ په ورځ کمېږي او ډېر ژاړي. زه پوهېږم چې هغه د لوږې له کبله ژاړي خو زه څه نشم کولای.»

دجمیلي په نومې یوې بلې مور وویل چې د خوارځواکۍ له کبله د هغه اته میاشتنی ماشوم مړ شو. هغه وايي که ورسره مرسته ونشي، ښايی څلور نور ماشومان یې هم مړه شي.

جمیلې وویل: «حکومت له موږ سره هېڅ مرسته نه ده کړې. له موږ هېچا پوښتنه نه ده کړې، چې وږي یو که تږي او ایا د خورا او څښاک لپاره څه لرو.»

بشري کړکیچ

افغانستان چې اوس له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی، د جګړو او بې وزلۍ له کبله ځپل شوی او د طالبانو له راتګ وروسته دا هېواد له بحران سره مخامخ شو.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د تېرکال په وروستیو کې د افغانستان نیمايي نفوس د غربت تر اندازې هم زیات غریب او بې وزلي وو. د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام وايي د افغانستان اقتصاد هماغسې مخ په خرابېدو دی او ښايي د ۲۰۲۲ تر نیمايي پورې د دغه هېواد ۹۷ سلنه نفوس له لوږې او قحطۍ سره مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو خیریه ادارې وايي چې دوی دا مهال د افغانستان ۳۸ سلنه نفوس ته مرستې او خوراکي توکي رسولي دي.

د ملګرو ملتونو اونورو مرسته رسوونکو ادارو د کار له کبله ویل کېږي چې د هغو کسانو شمېر، چې کافي غذا یې نلرله، تېرکال کال ۲۲.۸ میلیون و او اوس ۱۹.۷ میلیون ته راټېت شوی دی.

ملګري ملتونه وايی اټکل کېږي چې د را رونې جون میاشتې او نومبر ترمنځ به ښايی دا شمېر نور هم کم شي او ۱۸.۹ ته راټېټ شي.

د ملګرو ملتونو د یو راپور په اساس، بې وزلي ډېر نور افغانان هم مرستو ته اړ وېستي، په اوکراین کې د جګړې له کبله د خوراکي موادو قیمتونه نور هم لوړ شوي او د نړیوالو له لوري د مرستو کړې ژمنې نه دي عملي شوي. وايي له همدې کبله، اسیب پذیزه خلک، چې ماشومان او میندې په کې تر نورو ډېر دي، زیانمن کېږي.