ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ترکیه: که زموږ اندیښنو ته پام ونشي، ناټو کې به د فنلنډ او سویډن د غړیتوب مخه ونیسو

ترکیې د چهار شنبې په ورځ مې ۲۵ (غبرګولي څلورمه) وویل که فنلنډ او سویډن ددې هیواد امنیتي اندیښنو ته پام ونکړي، انقره به د ناټو یا شمالي اتلانتیک تړون سره د یادو هیوادونو د یوځای کیدو د غوښتنې مخه ونیسي. د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند ابراهیم قالین په انقره کې د سویډن او فنلنډ له استازو سره تر ملاقات وروسته وویل دغو دوو هیوادونو ته یې د ترکیې اندیښنو ته د رسیدګي په اړه د مراحلو او وخت په اړه روښانه پیغام ورکړی دی. ترکیه وایي یادو هیوادونو د کردستان د کارګر ګوند غړو ته پناه ورکړې ده ، هغه ډله چې انقره او غربي متحدین یې د ترهګره ډله بولي. وروسته له هغه چې روسیې د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین برید وکړ، سویډن او فنلنډ تیره اوونۍ له ناټو سره د یوځای کیدو وړاندیز وکړ. سره له دې چې ناټو سره د یادو هیوادونو د یوځای کیدو هیلې زیاتې دي، خو دې هدف ته د رسیدو په وړاندې یوازینۍ خنډ ترکیه ده. ښاغلي قالین وویل چې د سویډن او فنلنډ استازو څرګنده کړه چې د ترکیې په اندیښنو خبر دي اما "وبه ګورو چې هغوی څه ګامونه پورته کوي." انقرې همدارنګه تور پورې کړې چې یادو هیوادونو د فتح الله ګولن ملاتړو ته هم پناه ورکړې ده، هغه روحاني چې په امریکا کې دی او انقره غواړي نوموړی په هغه هیواد کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامه کودتا په تور ونیسي. سویډن په ۲۰۱۹ کال کې پر سوریې د انقرې د برید له امله پر هغه هیواد د وسلو په پلور محدودیت ولګاوه. د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند وویل چې ددغو محدودیتونو په رفع کیدو کې د فنلنډ او سویډن چلند مثبت ښکاره کیږي. ښاغلي ابراهیم قالین زیاته کړه:"مناسبه نده چې د ناټو متحدین پر یو بل محدودیتونه وضع کړي ځکه دا اقدام ائتلاف کمزوری او دښمنان خوشاله کوي." متحدو ایالتونو له ناټو سره د سویډن او فنلنډ د یوځای کیدو د وړاندیز هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې ډاډمن دي چې له ترکیې سره به شته مشکل هوار شي. روسیې د سویډن او فنلنډ له دې اقدام سره مخالفت کړی او هغه یې "تیروتنه" بللې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی غرب باید شک ونلري چې ګواکې مسکو به په سادګۍ سره په ناټو کې د فنلنډ او سویډن یوځای کیدو وزغمي کړي.

26.05.2022 امریکا غږ

بایډن د تکزاس له وسله برید وروسته؛ ستړی یم، باید اقدام وکړو

د  امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د امریکا د تکزاس ایالت په ښوونځي کې له وسله وال برید وروسته یو ځل بیا په دغه هېواد کې د «وسلو د قانون» سختولو وړاندیز وکړ.

25.05.2022 امریکا غږ

زیلینسکي: د اوکراین جګړې د ختمېدو یوازینۍ لار پوتین سره مستقیمې خبرې دي

د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زیلینسکي وايي چې د روسیې له ولسمشر ویلاديمیر پوتین سره خبرو ته چمتو دی. هغه ټېنګار وکړ چې په اوکراین کې د جګړې ختمېدو یوازینۍ لار د روسيې له ولسمشر سره مستقیمي خبرې دي.

25.05.2022 امریکا غږ

د هند عدالت د کشمیر بېلتون غوښتونکي ډلې مشر ته د عمر قید سزا واوروله

د هندوستان یو عدالت د کالعدام بېلتون خوښې ډلې جمو اېنډ کشمیر لېبرېشن فرنټ مشر محمد یاسین ملک ته د ترهګرۍ او د غدارۍ په جرم د عمر قید سزا واوروله. د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه یاسین ملک ته د سزا ورکېدو په سر د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د پولیس او احتجاج کوونکو نښتې وشوې کاروبارونه په جزوي ډول وتړل شوو. د ۵۶ کلن یاسین ملک ای پي وايي جی کي اېل اېف د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې لومړۍ مسلح ډله وه چې وروسته یې په کشمیر د هندوستان د واکمني ختمولو دپاره سیاسي لاره غوره کړه. یاسين ملک په ۲۰۱۹ کې ګرفتار شوی و او تېره هفته ورته د ترهګرۍ، په غیرقانوني ډول د پېسو راټولو، ترهګر تنظيم سره د تعلق، مجرمانه سازش او د عدارۍ په الزاماتو مجرم وبلل شو. ای پي وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ هغه ته د سزا اورول کېدو نه مخکې په سري نګر کې د یاسین ملک په کور لسګونو کسان جمع شوي وو. د ای پي د رپورټ ترمخه د یاسين ملک کور سره جمع شویو ځینو کسانو په لارو کوڅو کې لاریون وکړو او "مونږ ازادي غواړو" او "هندوستان بېرته لاړه شه" نعرې یې وکړې. حکومتي ځواکونو مظاهره چیان د اوښکو په ګېس منتشر کړل. احتجاج کوونکو پولیس په کاڼو ویشتلو. د چار د زخمي کېدو رپورټ مخې ته نه دی راغلی. د سري نګر په مرکزي برخه کې دوکانونه تړل شوي وو. ای پي وایي یاسین ملک ته سزا ورکوونکي عدالت هغه ته د مرګ سزا دپاره د حکومتي وکیلانو غوښتنه رد کړه.  

25.05.2022 ډیوه

د امریکې خارجه وزارت د تایوان د دفاع په اړه د صدر بایډن د بیان نه په شا شوی

د امریکي صدر جوبایډن او د هېواد  خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، د تایوان د دفاع په اړه د صدر بایډن د سخت بیان نه په شا شوی او ویلي يې دي چې د تایوان په اړه د امریکې په تګلاره کې څه بدلون نه دی شوی. د وي او اې د رپورټ ترمخه د صدر بایډن دې خبرې ته چې په تایوان د چین د حملې په صورت کې به امریکا په پوځي کچه د تایوان دفاع کوي، چین سخت غبرګون څرګند کړی و. د جاپان د دورې په مهال صدر بایډن نه د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوکیو کې په یو خبري کانفرنس کې پوښتنه وشوه چې که ضرورت شو نو تایوان د دفاع دپاره به ایا امریکا پوځي مداخلت کوي نو هغه وویل چې "یس،" هو. د وي او اې رپورټ وايي امریکايي صدران په عمومي توګه په پوځي ډول تایوان د دفاع په اړه پوښتنو ته کره ځواب نه وايي او نه څه لوظ کوي چې د کال ۱۹۷۹ د تایوان ريلېشنز یا تایوان سره د تعلقاتو د قانون سره سمون خوري. د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس "زمونږ ون چاینا پالسي (تګلاره) او د تایوان په تنګي کې امن او ثبات ته زمونږ ژمنه په خپل ځای ده." هغه دا خبره تکرار کړه چې د خپلې دفاع دپاره به امریکا د تایوان پوځي ضرورتونه پوره کوي. نېډ پرایس وویل د دې نه وړاندې او اوس په موجوده وخت کې تایوان په اړه هم دغه د امريکې تګلاره ده. وایټ هاوس تېر کال هم د تایوان په اړه د صدر بایډن د دغه شان خبرو نه په شا شوی و. د دې باوجود چې چیانګ کای شېک د موزي دنګ د کمیونسټ انقلاب نه د ماتې خوړلو وروسته د تایوان جزېرې ته پسپايي وکړه او د هغه وخت راهسې چین او تایوان جدا جدا حکومتونه لري، بېجنګ وايي تایوان د چین برخه ده تایوان د خپل بېرغ لاندې د راوستلو دپاره چین د طاقت د استعمالولو لاره نه ردوي. امریکا په حکومتي کچه د تایوان سره سفارتي تعلقات نه لري خو په تایوان وسله خرڅوي او په بحرالکاهل کې یې بحري بېړۍ ځای په ځای کړې ده. د جاپان وزیراعظم فومو کېشېدا سره په ټوکیو کې مشترکه خبري کانفرنس ته صدر بایډن وویل چین دا حق نه لري چې د طاقت په استعمال تایوان ونېسي. د تایوان دریځ تایوان د صدر بایډن د خبرو هرکلی کړی دی. د تایوان د خارجه چارو وزارت وویل د تایوان حکومت به تایوان د ازادۍ، جمهوریت او سلامتیا دپاره ودرېږي. وزارت وویل د تایوان تنګي امنیت د تحفظ دپاره به تایوان د امریکې، جاپان او د نورو هم نظرو ملکونو سره همکاري زیاتوي. د چین عکس العمل په بېجینګ کې د چین د خارجه وزارت ترجمان وانګ وېن بېن ویل حکومت یې د تایوان په اړه د صدر بایډن د خبرو سخت مخالفت کوي او د خپلې دفاع دپاره به ګامونه اخلي. هغه وویل تایوان د چین داخلي مسله ده چې د هغه په قول خارجي مداخلت پکې ځای نه لري. وانګ په بيجنګ کې د معمول خبري غونډې ته وویل په امریکا غږ کوي چې په تایوان تنګي کې امن او د امریکې او چین اړیکو ته نقصان رسولو نه دې ډډه وکړي. هغه زیاته کړه چين به د خپلې خودمختارۍ او سلامتیا د تحفظ دپاره ګامونه اخلي. بایډن یوازې نه دی د وي او اې د رپورټ ترمخه تایوان سره امریکا د سټرېټیجېک اېمبېګیوټي یا د قصداً ابهام په بنیاد تعلقات لري، یعني واشنګټن د تایوان سره سفارتي اړيکې خو نه لري خو بیا یې هم ملګری دی او وسلې هم ورکوي. د رپورټ ترمخه، د دغه ابهام باوجود جوبایډن د امریکې لومړی صدر نه دی چې تایوان په اړه یې په غیر مبهم انداز کې خبره وکړه. پخواني صدر جورج ډبلیو بش هم په کال ۲۰۰۱ کې د بایډن په شان پوښتنې راپورته کړې وې. د ای بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې بش نه پوښتنه وشوه چې ایا په تایوان د چین د حملې په صورت کې امریکا د تایوان د دفاع ذمه واري لري، نو هغه وویل "هو مونږ لروو... او چین باید په دې پوه وي." وانګ، د چین د خارجه وزارت ترجمان، وویل د امریکې د پېچیده داخلي سیاست او د نورو عواملو له امله دا اندازه لګول په مشکل وي چې ایا امریکا به تایوان ته ځواکونه لېږي هم او که نا؟

25.05.2022 ډیوه

په مزار او کابل کې چاودنو یو شمېر کسان وژلي او ژوبل کړي

له بلخ او کابل او څخه راپورونه وايي چې په ځینو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي چې نهه یې په مزار شریف او پنځه یې په کابل کې دي. راپورونه وايي چې د مزار شریف ښار په پنځمې، لسمې او دیارلسمې حوزو کې چاودنې نن چهارشنبه مۍ ۲۵ (غبرګولي څلورمه)شوي دي. په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیتي قومندانۍ ویاند اصف وزیري ویلي دي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي. د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي وزیري له خولې لیکلي دي چې درې واړه چاودني په «هغوی ملي بسونو» شوي چې خلک لېږدوي.نوموړي وویل چې د پېښو په اړه تحقیقات روان دي، خو نور جزیات یې ورنکړل. په همدې حال کې په کابل کې د «ایمرجنسي روغتون» وايي چې هغوی ته «۲۲ زخمیان انتقال شوي چې پنځه یې وار د مخه مړه شوي» دي. د ایمرجنسي روغتون دا معلومات په خپل ټويټر کې خپاره کړي دي. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد ځدراڼ وايي چې چاودنه په څلورمه حوزه کې په یو جومات کې شوې ده. هغه امریکا غږ ته وویل چې د ابتدايي معلوماتو په اساس په دغې چاودنې کې «دوه تنه ژوبل» شوي دي. هغه ونه ویل چې د دغو چاودنې دقیق اهداف څه وو او وژل شوي او ژوبل شوي څوک دي. ویل کېږي چې په دغو چاودنو کې تلفات تر هغه زیات دي چې مقامات یې وايي. لا کومې ډلې ددغو چاودنو مسئولیت نه دی اخیستی. د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له راتګ وروسته د اکثریت چاودنو مسئولیت د داعش-خراسان ډلې اخیستی دی.

25.05.2022 امریکا غږ

د پاکستان حکومت د عمران خان د مظاهرو مخنیوي لپاره اسلام اباد کې لارې بندې کړې

له پاکستان څخه راپورونه وايي چې چارواکو په اسلام اباد کې په سړکونو کې کانتینرونه درولي او لارې یې بندې کړي دي چې دغه ښار ته د مخکني صدراعظم عمران خان د مظاهره کوونکو پلویانو د داخلېدو مخه ونیسي.

25.05.2022 امریکا غږ

یونیسف: ښايي ۱.۱ میلیون افغان ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته شي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» وايي چې په افغانستان کې ممکن تر پنځو کالونو کم عمره ۱.۱ میلیون افغان ماشومان په خوارځواکۍ «سوء تغذیه» اخته شي.

25.05.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

25.05.2022 امریکا غږ

د جبري بې درکیو د مخنیوي دپاره پاکستان ځانګړې کمېټي جوړه کړې

د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ مرکزي کابينې د خلکو په جبري توګه د اوچتولو پيښې سنګينه معامله ګرځولې او ددې د مخنيوي په اړه یې د اړونده ادارو سره مشاورت لپاره د ځانګړې کميټۍ جوړولو منظوري هم ورکړې ده. بلخوا په جبري توګه دخلکو دبې درکه کولو  پيښې د سزا وړ ګرځولو په اړه قانونې مسوده وړاندې کوونکې د بشري حقونو پخوانۍ وزيرې شيري مزاري  ويلي چې دقانوني مسودې د منظورۍ پسر هغې ته دپوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مرکز ته د وړاندې کيدو حکم شوى ؤ او شيري مزاري تکرار کړې اوس دغه قانوني مسوده بې درکه ده. اسلام اباد پريس کلب کې ميډيا سره دخبرو په وخت  هغې وويل دایي ایس ایي په مرکز کې  ېې د قانوني مسودې دفاع کړې وه او دريځ یې خپل کړى ؤ چې د نړيوالو لوظنامو د لاس ليک کولو له امله پاکستان لپاره دا قانون جوړول ضروري دي. پروسکال د هغه وخت د واکمن تحريک انصاف ګوند لخوا د قامي اسمبلى نه منظور کړى شوې قانوني مسوده کې په لومړي ځل د خلکو‌ په جبري توګه بې درکه کول د سزا وړ جرم ګرځول شوی ؤ اؤ دې کې ککړو کسانو ته دپینځوؤ کالو دبند دسزا ترڅنګ د درنو جرمانو وړاندیزونه شوي وؤ. خو بيا هم سږ کال دجنورۍ مياشت کي د هغې وخت دبشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري دعوه کړې وه چې دغه مسوده بې درکه شوې ده. تيره ورځ ميډيا سره خبرو کې هغې زياته کړې د قامي اسمبلۍ نه دمسودې له منظوريدو وروسته اړونده قایمه کميټۍ کې هم نامالومه طاقتونو د قانوني مسودې د ځینو شقونو دغير موثره کولو هڅې کړې وې. د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه پاکستان کې دجبري بې درکیو دپېښو پسر پوځي استخباراتي ادارو ته دککړتیا ګوتې اوچتوي خو د پاکستان پوځ دا تورونه دروغ او بې اساسه بولي. د بشري حقونو فعاله او د بې درکه خلکو په اړه دغږ پورته کوونکي غير دولتي تنظيم مشره آمنه مسعود جنجوعه وايي قايمه کميټۍ کې خو برعکس داغيزمنو تنانو په کورنيو  د جرمانې لګولو هڅې شوې وې.  وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغې ووېل که قانون جوړول ممکنه نه وي نو بيا پوځي اسخباراتې ادارو سویلين حکومتې لوړ پورو چارواکو ته د بې درکه تنانو د کورنيو په مشاورت سره د دې دشخړى دهواري لپاره تګلاره جوړول پکار ده. بل اړخ ته هم تيره ورځ د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ د کابينې غونډې د خلکو دجبري بې درکیو په پېښو انديښنې ښودلي او غونډې په دې اړه داړونده حکومتي ادارو سره مشاورت لپاره د قانـون د وزير په مشرۍ د کميټۍ جوړولو پريکړه هم کړې ده. د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کميشن وخت په وخت د بې درکه تنانو د راخوشې کولو دعوې کوي خو دا نه ښايي چې دغه بې درکه کسان دچا په ولکه کې وؤ.

25.05.2022 ډیوه

د اوکراېن ولسمشر ویلي صدر پوټېن سره په مستقیم ډول خبرو ته تیار دی

د اوکراېن ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي ویلي که چېرې د روس صدر ولادمير پوټېن سره نېغ په نېغه خبرې کېږي نو هغه روس سره مذاکراتو ته تیار دی. زېلېنسکي ورلډ اکنامنک فورم ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ويډیو لېنک د لارې وویل که پوټېن په حقیقي دنیا کې وسي نو بېا د شخړې د حل ممکنه سفارتي لاره راوتلی شي. زېلېنسکي زیاته کړه چې روس سره د مزاکراتو د پاره وړومبې ګام دا کېدلی شي چې روسي ځواکونه بېرته خپلو هاغو ځایونه ته لاړ شي چې په اوکراېن د یرغل نه وړاندې موجود وو. داسې هېڅ اشارې په نظر نه راځي چې د مذاکراتو د لارې د شخړې حل راويستلی شي، دواړه په یو بل په مزاکراتو کې د غېرسنجيدګۍ تورونه لګوي. زېلېنسکي په دې موقع د امریکا په اسکول کې د وژلي شویو ماشومانو او نورو کسانو د کورنېو سره خفګان څرګند کړو. د امريکې د ټېکسس ریاست په یو اېلېمېنټري سکول کې د نهې، سه شنبې، په ورځ ډزو کې د ۱۹ ماشومانو به شمول ۲۱ کسان وژل شوي دي. په داسې حال کې چې روس په مشرقي اوکراېن کې عملياتو ته دوام ورکړی، د ولسمشر زېلېنسکي مشاور مېخاېلو پودېلئک په نړۍ غږ کړی چې په اوکراېن کې د جګړې ختمولو د پاره دې په روس فشار سېوا کړل شي. پودېلېک زیاته کړه چې وس د یورپ د مسقبل فېصله په برسلز یا ډېوس کې نه کیږي بلکه دا د سېورودونېسک او د بخمت په مووچو کې روانه ده. او دا چې د توانائ بندیزونه او د وسلو رسد به د جنګ موده ټاکي. تېره ورځ زېلېنسکي وېلی وو چې په مستقبل کې د روس د یرغل د مخنیوي د پاره پکار ده چې اوکراېن ته راکټې، ګرنېډونه، ټېنکونه، د سمندري جازونو د ويشتلو ميزاېلې او نوره وسله ورکړل شي. امریکې وېلی دي چې نړيوالو سرمایه کارو ته د پور بېرته ورکولو د پاره به روس ته معافيت نه غځوي. دا معافيت نن ختميږي. د امریکی د خزانې وزارت روس ته په عارضي توګه اجازت ورکړی و چې د امریکې د بېنکو د لارې دغه پور بېرته ورکړل شي. وس که دغه لاره بنديږي نو ډېر امکان دی روس په خپلو قرضو بېرته ورکولو کې دېواليه شي. د سويډن او فېنلېنډ استازي د ترکي چارواکو سره د خبرو د پاره انقره ته رسېدلی دي. دا دواړه هېوادونه د نېټو غړيتوب ترلاسه کول غواړي، کوم چې ترکي يې مخالفت کوي. ترکي تور لګووي دغه دواړو هېوادونو د کردستان ورکرز پارټۍ وسله والې ډلې او په امریکا کې مېشت د ملا فتېح الله ګولېن غړو ته پناه ورکړی ده. د نېټو د غړيتوب ترلاسه کولو د پاره لازمه ده چې د دې اتحاد ټول موجوده غړي د دې منظوري ورکړي. د نېټو سېکټري جنرل جېنز سټالټن برګ وېلی دي چې دا اعتراضات به هوار کړل شي او فېنلېنډ او سويډن به زر د اېتلاف برخه جوړ شي.  

25.05.2022 ډیوه

سعودي وایي پاکستان ته د ورکړل شوؤ درېوؤ اربو ډالرو بېرته اخستنې دمودې پراختیا ته غوڅه بڼه ورکوي

دسعودي عرب د خزانې وزیر محمد الجدعان  وېلي چې پاکستان ته ورکړې شوي د 3 اربو ډالرو سهولت غځولو ته غوڅه بڼه ورکړی کېږي. د سعودي د خزانې وزیر دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د پاکستان د بهر ملکي زر مبادلې ذخائر په لاندې تللي او پاکستان دا وخت ډالرو ته سخته اړتیا لري. اقتصادي ماهرين وايي که سعودي عرب دا سهولت غځوي نو دې سره به مارکیټ ته مثبته اشاره ترلاسه شي. د خبرى اژانس رايټرز د رپورټ ترمخه دا خبره د سعودي عرب د خزانې وزیر محمد الجدعان په ډېوس ښار کې روان د ورلډ اکنامک فورم د غونډې په مهال  غېر رسمي خبرو کې کړې ده.  سعودي عرب تېر کال 2021م کې د پاکستان په مرکزي بنک کې درې ارب ډالر ايښودلي وؤ چې مقصد یې د پاکستان غورځېدونکو د زرمبادلې ذخاېرو ته اډاڼه ورکول وو. که څه هم د سعودي عرب د خزانې وزیر په دې اړه نور جزيات نه دي شريک کړي خو د مئ دمياشتې په لومړۍ نېټه  دواړو هېوادونو په يو ګډ بېان کې وېلي وؤ چې په دې سهولت کې پراختیا لپاره په شرطونو او یا د نورو سرچينو د لارې د همکارۍ په امکاناتو خبرې کوي. پاکستان ته دا وخت د بهر ملکي زر مبادلې ذخایرو لپاره د ډالرو ضرورت دی. د بهر ملکي زر مبادلې ذخائر 6 اربو ډالرو ته غورځېدلي دي، ګرانى سېوا شوې او ورسره د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر هم پرله پسې غورځېږي او دا وخت د يو ډالر نرخ د بنک دننه تر 200 روپو اوښتی دی. د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د سعودي عرب دا پیکیج اوس مهال په دوحه کې د نړيوالې مالياتي ادارې د قرض پروګرام د بحالې خبرو سره تړلی دی. دهغه په وینا" دا داسې تړلی چې د پروګرام د بحالۍ وروسته به پته لګي چې پاکستان ته څومره رقم پکار دی او چې کله پروګرام بحال شي د نورو سرچينو ترڅنګ به په دې کې د سعودي عرب د قرض ېا امداد غټ کردار وي" پاکستان کې تېره میاشت د عمران خان د حکومت د عدم اعتماد د لارې د ختمېدو وروسته نوی اتحادى حکومت جوړ شوی خو د ايي اېم اېف سره د قرض پروګرام د بحالۍ په حواله د غېر ېقيني صورتحال له امله د هېواد اقتصاد او د ونډو بازار باندې بدې اغېزې شوي او دا په داسې حال کې ده چې سياسي بحران هم رامنځته شوی دی. دا وخت د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرض پروګرام د بحالى په لړ کې د قطر سرښار دوحه کې د پاکستان خبرې هم روانې دى چې پکې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د پاکستاني پلاوي استازیتوب کوي. د اقتصادي چارو يو بل خبريال طاهر امين ډيوه ته وايي که په دې سهولت کې پراختیا کېږي نو دې سره به د هېواد مارکیټ ته مثبته اشاره ترلاسه شي. دهغه په وینا اقتصاد پوهان وايي دا به د هېواد د دېواليه کيدو او د سرى لنکا پشان صورتحال نه په بچ کولو کې مرسته وکړي. هغه زیاتوي تېر کال چې کله سعودي عرب پاکستان ته د 3 ارب ډالرو سهولت ورکړی ؤ نو هغه وخت هم د پاکستان د زرمبادلې ذخائر لاندې روان وو او که دا وغځول شي نو د زرمبادلې ذخیره په توانمنه شي، ګراني به کمه شي او د ډالر په مقابله کې به د روپۍ ارزښت ښه شي. او مارکېټ چې د کرېش کيدو لوري ته روان دی هغه به هم بچ شي. د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د مخ په سېوا کيدونکې تجارتي خسارې او د روپۍ په قدر کې د پرله پسې کمي وروسته هېواد ته د يو شمېر غېر ضروري شېانو په درامد هم بنديز لګولی دی، حکومت دعوه کوي چې دې ګام سره به پاکستان ته هرکال د  6 اربو ډالرو بچت وشي.

25.05.2022 ډیوه

ایرلنډ: طالبانو د ازادو رسنیو فضا محدوده کړې

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایرلنډ سفیرې ویلي، چې تېر کال د طالبانو په واکمنېدو سره په ناڅاپي توګه د ازادو رسنیو لپاره فضا محدوده شوې چې تر ټولو زیات زیان په کې ښځینه خبریالانو ته اوښتی دی. وروسته له هغه چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د تلوېزیونو ویاندویانویانې د خپرونو پر مهال د څېرو پټولو ته اړې کړې، په هرات ولایت کې د یوې تصویري رسنۍ کارکوونکې فاطمه له دندې ګوښه شوې ده. دا د هغې رسنیو د نوم له خپرېدو ډډه کوي، چې په کې یې دنده درلوده، خو ازادي راډیو ته یې وویل، د خبرونو د ویلو پر مهال د مخ پټولو په اړه د طالبانو د دغه فرمان د پلي کېدو په لومړۍ ورځ د خپلې رسنۍ د مشر له لوري له دندې وایستل شوه. نوموړې چې نوې یې ویندویۍ ته مخه کړې وه وایي، د طالبان دې فرمان یې هیلې له منځه یوړې. هغه زیاتوي: "کله چې زموږ په شبکو کې هم د ماسک اچول جبري شول، زموږ د دفتر مشر د دې پر ځای چې له موږ ملاتړ وکړي، له هېڅ پلمې او عذر پرته وروسته له هغې چې خبرونه مو له ماسک سره ،وویل موږ ته یې وویل چې نورې مه راځئ ان نه غواړو چې ماسک سره هم خبرونه ووایئ." طالبانو د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په تلوېزیونونو کې د راڅرګندېدو پر مهال پر ښځینه ویاندویانو او خبریالانو د مخ پټول جبري کړل. د طالبانو دې پرېکړې ان په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول. تازه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایرلنډ سفیرې جرالدین بیرن نسون د خبریالانو د ساتنې په اړه د دې سازمان د امنیت شورا له ناستې وروسته ویلي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ازادې رسنۍ، په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې زیانمنې شوې دي. په ملګرو ملتونو کې د ایرلنډ سفیرې د سه شنبې په ورځ وویل: "تېر کال افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو د ازادو رسنیو لپاره په نا څاپي توګه فضا محدوده شوه او ښځو تر ټولو زیات زیان په کې لیدلی دی." له دې سره هم مهاله د افغانستان لپاره د امریکا ځانګري استازي توماس ویسټ د افغان ښځو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیانیه مهمه بللې او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي، چې نړۍ د افغان ښځو په اړه د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لګولو د سیاستونو د بدلون د غوښتنې په اړه یوه خوله ده. ویسټ زیاته کړې، چې نړۍ دغه شان له ممانعت پرته د بشري مرستو د کوونکو د مخنیوي او دومداره اقتصادي ثبات غوښتنوکې ده. په هغه اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو له اوري خپره شوې، پر هغو محدودیتونو چې د طالبانو له خوا د ښځو د تعلیم، کار او د دوی پر تګ راتګ لګېدلي ژورې اندېښنې څرګندې کړي دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو او ښځو د حقونو د محدودولو له پالیسو جوړولو دې لاس په سر شي. دغې شورا ټینګار کړی، چې دا ډول محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له تمې او هغو ژمنو چې طالبانو له خلکو سره کړي، خلاف دي. طالبانو تازه د ملګرو ملتونو د دې بیانیې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې تل د بشري حقونو او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

25.05.2022 ازادي راډیو

شمالي وزیرستان:هدفي وژنو کې دوه نور کسان وژل شوي

په شمالې وزیرستان کې بیا د هدفي وژنو پیښې شوې چې پکې دوه کسان وژل شوي ،ځایي خلک وایي تر ضرب عضب عملیاتو وروسته نیزدې 450 کسان په هدفي  حملو کې وژل شوي او پوښتنه کوي چې د وسله والو سره د ډز بندۍ وروسته  د هدفي وژنو  مخنیو ی ولې نه  کیږي؟ خو پولیس وایي هره پیښه هدفي نه وي خلک په شخصي دښمنیو کې سره یو بل وژني بیا څوک مقدمه کې نه نوموي. د شمالي وزیرستان پولیس د هدفي وژنو دا تازه پیښې تایيدوي او وايي دا وژنې میر علي بازار سیمه کې شوې دي. د میر علي پولیسو تاڼې چارواکو وویل تازه پیښه نن د چهارشنبې په غرمه میر علي بازار کې په خیسور سړک شوې چې په یو تن نامالومه کسانو ډزې کړي او په ځایې یې وژلی دی. د دوی په وینا وژل شوی تن شاهین الله نومیږي او د میرانشاه دګړیوم سیمې اوسیدونکی ؤ. پولیس وایي بله پیښه نن د میر علي تحصیل ټوچي پار ایمارکي سیمه کې شوې چې دغلته د یو تن مړې موندل شوی چې په وجود یې د تشدد نخښې لیدل کیږي او په ګولیو سره ویشتل شوی دی . د پولیسو په وینا وژل شوی تن دعطا محمد په نوم پیژندل شوی چې د میر علي خوشحالي سیمې ځایې اوسیدونکی ؤ او دوه ورځې وړاندې د میر علي بازار نه نامالومه کسانو تښتولی ؤ. د دوی په وینا د وژل شوو کسانو کورنۍ په چا دعوه نه ده کړې او د نامالومو کسانو په ضد مقدمې درج شوي او پولیسو پلټنې پېل کړې دي. په شمالي وزیرستان کې روانه میاشته 12 ځایي کسان په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې وژل شوي . په 18مئ په میر علي کې د یو ځایي تن تښتولو وروسته د هغه مړی غورځول شوی ؤ. په 14مئ د شمالي وزيرستان په میرانشاه درپه خېل سیمه کې په یوهدفي برید کې پینځه کسان وژل شوي وو. په میر علي کې دا تازه د هدفي وژنو پیښې په داسې حال کې کیږی چې په 21م اپرېل د ملک وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی و او د پوځ ویاندې ادارې په جاري کړي بیان کې ویلي وؤ چې وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تیر کړی شوی ؤ. بیان کې ویل شوي وؤ وزيراعظم شهباز شريف د ترهه ګرۍ دملا ماتولو او هر رقم ترهه ګرو ډلو ته ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو کې د کاميابۍ لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته یې درناوی وړاندې کړی دی. خو د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایی د ضرب عضب عملیاتو اته کاله پوره شوي او تحریک طالبان پاکستان د ډز بندي اعلان کړی خو بیا هم په شمالي وزیرستان کې هره ورځ د نا امنۍ پیښې کیږي . هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 450 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي. چې د علاقې عام خلک دي. داوسنۍ پیښې په اړه هغه وویل ضرب عضب عملیاتو نه وړاندې هم په رڼا ورځ دخلکو تښتولو پیښې کېدلې او بیا به دغه رقم مړي ترلاسه شول. او اوس بیا دغه لړی پیل شوي ده. وي او ای ډیواه سره خبرو کې هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو د اتوؤ کلونو پوره کېدو وروسته د عامو خلکو د وژنو مخه ولې نه نیول کیږي دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان د ډزبندۍ اعلان کړی دی. پرون هم شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي او په 14 مئ په یو ځانمرګي برید کې درې عسکر وژل شوي وو. په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړي وؤ چې پکې ددغه سیمې د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې وې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي. خو د علاقې پولیس وایي هره پیښه د هدفي وژنې نه وي خلک په شخصي دښمنو کې سره یو بل ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي . پولیس زیاتوي خلک دې په مقدمه کې کسان نوموي پولیس به یې پرضد کاروایي کوي. په دې تیره یوه اوونۍ کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پداکستان د پوځ شپږ عسکر، بنو جاني خېل کې یو دملیشاه ځواک عسکر او لکي مروت کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي. دا پیښې په داسې حال کې شوې چې لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مئ میاشتې په پیل کې کړې ډز بندي د مئ تر اخره غځولې ده. په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلې چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ یې د مذاکراتو منځګړتوب کړی او وایي دغه مذاکرات کامیابه شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې د پاکستان د حکومت استازیتوب چا کولو. سرچینې وایي تیره اونۍ د پاکستان د اسخبارتي ادارې پخوانې مشر اود پېښور موجوده کور کمانډر جنرل فیض حمید د تحریک طالبان پاکستان سره خبرو کولو لپاره کابل ته تلی ؤ. ټي ټي پي او د پاکستان د امنیتي ادارو سرچینې ویلي د دغو خبرو په نتیجه کې د پاکستان له زندانونو د ټي ټي پي په لسګونو بندیان خوشي کړل شوي دي. د تحریک طالبان پاکستان په دغو بندیانو کې د دوی دوه مهم قومندانان مسلم خان اؤ محمود خان هم شامل دي. څیړونکي وایي دې بریدونو نه ښکاري چې د وسله والو ټولې ډلې د تحریک طالبان په لاس کې نه دي او که مذاکرات کامیاب هم شي خو دغلته د ناامنی خطر به پځائ وي. سیاست مدار او د پاکستان د سینیټ پخواني غړي افرسیاب خټک تیره ورځ په ټیوتر لیکلي وؤ د پاکستان دننه څو ریاستونه (او يا هم امپایرز) موجود دي، هغه پوښتنه کړې وه چې دپاکستان د ایین په کوم شق کې راغلي چې د پېښور "امنيتي چارواکي" ګاونډي هېواد ته ځي او لاقانونه ګرځول شوؤ تنظیمونو سره خبرې کوي او د هغوی بندیان خوشي کوي دا په داسې حال کې چې وسله وال بريدونه لا هم دوام لري

25.05.2022 ډیوه

طالبان: لتوانیا کې ۳میلیون جلد پاسپورتونه چاپ شوي او ژر به افغانستان ته راشي 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، د پاسپورت کتابچو د کمبود ستونزې د هواري په هدف هڅې روانې دي او ټاکل شوې په نژدې ورځو کې لسګونه زره جلده پاسپورت کتابچې تر لاسه کړي.

25.05.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more