شاته

د هند عدالت د کشمیر بېلتون غوښتونکي ډلې مشر ته د عمر قید سزا واوروله

د هندوستان یو عدالت د کالعدام بېلتون خوښې ډلې جمو اېنډ کشمیر لېبرېشن فرنټ مشر محمد یاسین ملک ته د ترهګرۍ او د غدارۍ په جرم د عمر قید سزا واوروله.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه یاسین ملک ته د سزا ورکېدو په سر د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د پولیس او احتجاج کوونکو نښتې وشوې کاروبارونه په جزوي ډول وتړل شوو.

د ۵۶ کلن یاسین ملک ای پي وايي جی کي اېل اېف د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې لومړۍ مسلح ډله وه چې وروسته یې په کشمیر د هندوستان د واکمني ختمولو دپاره سیاسي لاره غوره کړه.

یاسين ملک په ۲۰۱۹ کې ګرفتار شوی و او تېره هفته ورته د ترهګرۍ، په غیرقانوني ډول د پېسو راټولو، ترهګر تنظيم سره د تعلق، مجرمانه سازش او د عدارۍ په الزاماتو مجرم وبلل شو.

ای پي وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ هغه ته د سزا اورول کېدو نه مخکې په سري نګر کې د یاسین ملک په کور لسګونو کسان جمع شوي وو.

د ای پي د رپورټ ترمخه د یاسين ملک کور سره جمع شویو ځینو کسانو په لارو کوڅو کې لاریون وکړو او "مونږ ازادي غواړو" او "هندوستان بېرته لاړه شه" نعرې یې وکړې.

حکومتي ځواکونو مظاهره چیان د اوښکو په ګېس منتشر کړل. احتجاج کوونکو پولیس په کاڼو ویشتلو. د چار د زخمي کېدو رپورټ مخې ته نه دی راغلی.

د سري نګر په مرکزي برخه کې دوکانونه تړل شوي وو.

ای پي وایي یاسین ملک ته سزا ورکوونکي عدالت هغه ته د مرګ سزا دپاره د حکومتي وکیلانو غوښتنه رد کړه.