ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عمران خان وایي چا سره یې ساز باز نه دی کړی خو که اسلام اباد کې کېښناستو نو مرګ ژوبله به کیده

دپاکستان پخوانی وزیراعظم وایي چې هغه نه چا سره دسازباز په کولو اسلام اباد کې خپل لانګ مارچ ختم کړی اؤ نه یې دا کمزوري وه خو وایي ویره یې لرله چې که دغلته کښیناستل نو مرګ ژوبله به کیدله. دجمعې په ورځ پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال عمران خان وویل هغه دشپږو ورځو مهلت ورکړی دی اؤ که په دې شپږو ورځو کې دټولټاکنو اعلان ونه کړی شو یا اسمبلۍ ماتې نه کړی شوې نو هغه به بیا را اوځي اؤ دا ځل به دبشپړې تیارۍ سره احتجاج کوي. خو دواکمن ګوند مسلم لیګ نواز مرستیاله مشره مریم نواز وایي چې عمران خان دشرمندګۍ اؤ ناکامۍ پرته په لاس کې هیڅ نه لري اؤ د ۳۰لکو خلکو احتجاج له د راوستو برعکس یې ۲۰زره کسان هم راټول نکړی شول چې په دې ذهني حالت د رحم جوګه شوی دی. دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اوړمه ورځ دخپلو پلویانو سره اسلام اباد ته دپېښور نه لاریون کړی ؤ چې ددغه لاریون په مهال دپولیسو اؤ دتحریک انصاف دپلویانو ترمنځ نښتې هم شوې اؤ دحکومت په وینا ۳۱ پولیس عسکر پکې ژوبل شوي دي. تحریک انصاف ګوند وایي ددوي دوه فعالین هم په دې احتجاج کې دپولیسو له لوري وژل شوي. اسلام اباد ته له رسیدو وروسته عمران خان دخپل لانګ مارچ ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ حکومت ته یې دشپږو ورځو په مهلت ورکولو ویلي وؤ که دې شپږو ورځو کې اسمبلۍ ماتې نکړل شوې اؤ دنوؤ انتخاباتو اعلان ونه کړل شو نو دی به بیا دخپلو ۳۰لکو پلویانو سره اسلام اباد ته احتجاج لپاره راځي. پریس کانفرنس ته خپله وینا کې عمران خان وویل "دسپریم کورټ مشر قاضي ته مې لیک استولی اؤ پوښتنه مې ترې کړې ده چې ایا په جمهوریت کې داحتجاج حق وي که نا؟ که مونږ ته داحتجاج حق هم راکول کیږي بیا راسره کومه لاره پاتې کیږي؟ شپږو ورځو کې به راته معلومه شي چې سپریم کورټ زمونږ حقونه خوندي کوي که نا؟ مونږ ته دعدالت نه خوندیتوب پکار دی چې دا زمونږ حق دی" دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې عمران خان دفتنه خان په نوم یاد کړې اؤ دهغه دڅرګندونو په غبرګون کې یې په ټویټر لیکلي فتنه خان چې کوم سپریم کورټ‌ ته څو ورځې وړاندې پورې کنځلې کوې نن هم دهغه سپریم کورټ تر سیوري خپله دانتشار ایجنډه سرته رسول غواړي. هغې ویلي سپریم کورټ ته به بیدار پاتې کیدل اؤ ددې سیاسي جګړې نه ځان په ډډه ساتل وي ګنې دجانبدارۍ تاثر به نور هم پیاوړې کیږي اؤ عدلیې لپاره دادارې په توګه دا نقصاني خبره ده عمران خان وویل دا ځل چې احتجاج ته وتلی ؤ نو څه تیاري یې ورته نه وه خو وایي اوس که یې غوښتنې ونه منل شوې نو دبشپړې تیارۍ سره به میدان ته اوځي. په سوشل میډیا ګڼو فعالینو دعمران خان دا خبره دهغه دګوند دلانګ مارچ دناکامۍ اعتراف بللی دی اؤ وایي عمران خان سره دهغه ددعوې برعکس کم خلک اسلام اباد ته تللي وؤ ځکه یې خپل لانګ مارچ ختم کړی دی. عمران خان  اسمبلیو کې کیدونکې قانون سازۍ ته هم د ډرامې نوم ورکړی اؤ وایي" زه له عدلیې پوښتنه کوم چې ایا مونږ باید دګډو،بېزو په څېر پورته کیدونکي ګامونه ومنو ،داسې به هیواد کې اړی ګړی خوریږي" نوموړي هیواد کې دتیلو په بیعه کې دشوې اضافې هم په سختۍ سره غندنه وکړه اؤ وئ ویل حکومت دایي ایم ایف فشار ته په غاړې اېښودو دپټرولو اؤ ډیزلو نرخ کې ۳۰ روپۍ اضافه وکړه چې تر دې وړاندې دومره ستره اضافه کله هم نه وه شوې . عمران خان وایي بهرني قوتونه نه غواړي چې پاکستان پخپلو پښو ودریږي . هغه وویل وویل دده په حکومت هم دایي ایم ایم فشار ؤ خو دغو فشارونو ته یې غاړه اېښې وه خو وایي موجوده حکومت پریشر ته ټینګ نه شو اؤ دتیلو بیعې یې سیوا کړې. خو دهیواد داطلاعاتو مرکزي وزیرې بیا دعمران خان دا دعوه رد کړې چې ګنې عمران خان دایي ایم ایف فشار ته غاړه اېښې وه. خپل یو بیان کې داطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب ویلي عمران خان ایي ایم ایف سره ژمنه کړې وه چې هره میاشت به د پټرولو نرخ لوړوي خو کله چې ورته معلومه شوه چې دهغه پرضد دبې باورۍ تحریک بریالی کیږي نو په هغه ورځ یې په پټرولو رعایتونه اعلان کړل. عمران خان وویل  روسیې ته یې سفر د ټولو په مشوره کړې ؤ اؤ غوښتل یې د روس نه په ارزان نرخ پټرول واخلي خو په دغه سفر ترې امریکا خفه شوه . تر دې وړاندې هم عمران خان دعوې کړي چې هغه روسیې نه په کمه بیعه تیل اخستل غوښتل خو څېړونکي وایي کله چې هغه دخپل حکومت په وروستیو کې ماسکو ته سفر کړی ؤ نو په دغه سفر کې  روسیې نه په ارزان نرخ دتیلو اخستو هیڅ تړون نه ؤ شوی. هغه ویلي چې کله به هم موجوده امپورټډ حکومت ونه مني اؤ په ضد به یې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي دعمران خان دې تازه څرګندونو ته خپل غبرګون کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په ټویټر لیکلي کوم انقلاب چې دپولیسو په لیدلو سره په منډه شي هغې ته په ګوټ اوبو کې ځان وژل پکار دي. مریم نواز ویلي چرته د ۳۰لکو کسانو دعوه اؤ چرته ۱۰ زره نندارچیان. هغې دعمران خان په ذهني وضعیت هم پوښتنه راولاړه کړې اؤ مشوره یې ورکړې ده چې باید په داسې ذهني حالت کې دمیډیا نه ځان په ډډه وساتي

27.05.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو سرمنشي کابل او بلخ کې وروستۍ چاودنې وغندلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتیریش په کابل او بلخ ولایتونو کې پر ملکي وګړو وروستۍ چاودنې غندلي دي.

27.05.2022 امریکا غږ

طالبان: پر ښځو د محدودیتونو په اړه د امنیت شورا اندېښنې له واقعیته لیري دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي چې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو په اړه د امنیت شورا اندېښنې له «واقعیت» څخه لیري دي. 

27.05.2022 امریکا غږ

دعمران خان لخوا دپښتونخوا حکومت دهیلي کاپټر کارولو په ضد نیب ته درخواست ورکړل شوی دی

دپاکستان دپخواني وزیراعظم اؤ تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان په ضد نېب کې درخواست جمع کړل شوی چې نوموړی د خېبر پښتونخوا دسرکاري هيلي کاپټر او د نورو وسايلو د ځان لپاره بې درېغه استعال کوي اؤ ددې دې ورسره حساب وکړل شي۔  د خېبر پښتونخوا حکومت ترجمان وايي چې وزير اعلا سرا دا واک  شته چې هغه د صوبې هيلي کاپټر وکاروي، هغه وايي کوم سفر چې عمران خان په دې هيلي کاپټر کې کړی نو په هغې کې ورسره وزيراعلا هم موجود وي او دا څه غېر قانوني کار نه دی۔  د احتساب قامي ادارې نېب کې دغه خواست په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان مسلم ليګ( ن) ښځينه غړې صوبيه شاهد جمع کړی دی۔ د خواست په اړه صوبیه شاهد وي او ای ډيوه ته وايي " دی ( عمران خان) راغلی دی او د خېبر پښتونخوا حکومت کې ناست دی او ټول پروټوکول ورته ورکړل کیږي، او عمران خان هيلي کاپټر د رکشې په شان استعمالوي او ګرځوي يې، کوم چې زمونږه په صوبه لویې بوج دی، ددې احتساب دې وکړل شي" هغه وايي کومو ،کومو جلسو له چې هغه (عمران خان) تللی دی نو د خېبر پښتونخوا په هيلي کاپټر کې تللی دی۔   د خېبر پښتونخوا سرکاري هيلي کاپټر کې د عمران خان په سفر کولو په سوشل ميډيا هم بحثونه کېږي۔  په دې هکله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې پخواني استاد پروفېسر اعجاز خان په ټويټر ليکلي چې، سپريم کورټ دې د عمران خان لخوا د خيبرپښتونخوا د وزيراعلا دهيلي کاپټر نه دناوړه استفادې نوټس واخلي۔ په پېښور کې مېشت خبريال عرفان خان وي او ای ډيوه ته وايي چې دغه هيلي کاپټر د سياسي مقصد لپاره کارول د قانون پرضد کار دی۔ نوموړي زياته کړه " دا اوس کوم دوه درې ځله چې ددې استعمال شوی ؤ يعنې اېبټ اباد کې جلسه وه نو د هغه ځائ نه بيا محمود خان صېب لاړو بني ګاله ته او بيا د بني ګاله نه هغه (عمران خان) راوړي سوات ته، دير ته يا پېښور ته نو د هغې دا غلط استعمال دی ځکه چې هغه د خېبر پښتونخوا حکومت دحکومت له لوري د پارټۍ مشر ته داسې فېور ورکوي چې حکومت ته د هغې اجازت نشته" عرفان خان ډيوه ته دا هم وويل چې دې څو ورځو کې دپښتونخوا د هيلي کاپټر کوم استعمال شوی نو دا خالصتاً د سياسي مقصد لپاره شوی دی د کوم چې اجازت نشته۔ بلخوا د خېبر پښتونخوا دصوبايي حکومت ترجمان برسټر محمد علي سیف وي او ای ډيوه ته وايي چې عمران خان د صوبې سرکاري هيلي کاپټر يوازې نه دی کارولی بلکې هغه د وزير اعلا سره پکې يوځای سفر کړی او دا چې هيلي کاپټر کارول د وزيراعلی په اختياراتو کې شامل دي۔ نوموړي دا هم وويل " چې کله هم په عمران خان دا تور لګېدلی چې هغه سرکاري هيلي کاپټر استعمال کړی دی نو په هغې هيلي کاپټر کې ورسره وزير اعلا هم سفر کړی دی، چې وزير اعلی سفر کوي او په هيلي کاپټر کې ورسره سيټ خالي وي او په هغې ورسره عمران خان کېښني نو دا څه غېر قانوني کار نه دی"  د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د وړاندې نه هم د داسې ډول قضيي سره مخامخ دی کومه چې په کال 2018 کې د نوموړي پرضد جوړه کړل شوې ده، عمران خان په دغه کېس کې د پېشۍ لپاره د خېبر پښتونخوا نېب دفتر ته هم ورغلی و۔

27.05.2022 ډیوه

کابل: طالبانو د ښځو د حقونو په اړه د امنيتي شورا اندېښنې د حقيقت نه لرې بللي

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا (سيکيورټي کونسل) چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو او جينکو د بنيادي حقونو او ازادۍ په وړاندې په خنډانو جوړلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې، په افغانستان کې واکمنو طالبانو دغه اندېښنه د حقيقت نه لرې بللې ده.

27.05.2022 ډیوه

پښتونخوا کې دګاډو کاروباریان وایي دتیلو بیعو لوړیدو سره به دهغوئ دکورونو دانغرو اور مړ شي

خیبر پښتونخوا مردان ښار کې د ګاډو کاروبار کوونکي وایې د تیلو په بیعو کې زیاتوالی به روزګارونه اغیزمن  او د هغوئ د انغرو اورونه به مړه کړي. په مردان ښار کې د ټرانسپورټرانو اتحادیه وایي په حکومت کی ناستو سیاسي مشرانو به وړاندې د ګرانۍ په ضد احتجاجونه کول خو اوس دوئ په خلکو دګرانۍ نور بوج زیات کړی. د اتحادیې مشر والد میر وی او ای ډیوه ته وایي  په سلګونو خلک دګاډو د روزګار سره تړلې دي او دهغوئ د بچو ژوند به سخت اغیزمن شي. دهغه په وینا "چې ټرانسپوړټ  روان وي  نو دی سره هر سړی په روزګار دی مستري، ټایرونو واله ، پرزو واله په روزګار دی،  ددې ګاډو سره  زمونږ  د بچو رزق تړلی دی او د تیلو زیاتو بیعو سره به هر څه په ځائ اودریږي" مرکزی حکومت د نن نه د پټرولو او ډیزلو په بیعو کی 30 روپی لیټر اضافه کړې او دې نوؤ بیعو سره دیو لیټر پټرولو بيعه 180روپو ته رسیدلې ده،همداشان دډیزل بیعه175، د لایټ ډیزلو 149 او د خاورو دتیلو بيعه 155 روپو ته زیاته شوې ده. د پاکستان د خزانې وزیر وایي روانه میاشت په وړومبیو 15 ورځو کې حکومت په تیلو 55 اربه روپۍ رعایتونه ورکړي او هم ددې له وجې د پټرولو استعمال زیات شوی او په بهرني اکاونټ هم فشار دی. مفتاح اسماعیل د ټویټر د لاری وایي غیرملکي زرمبادله په تیزۍ سره کمیږي او دمالیاتي ادارې ایي ایم ایف  نه د پور اخستو دپاره یوازینۍ لاره داده چې په تیلو د تیر حکومت له خوا ورکړی شوي رعایتونه ختم کړل شي.  د تیلو کاروبار کوونکي وایي د تیلو د ګرانیدو وړاندې دکمپنو له لوري هغوئ ته سپلایي هم کمه شوې  او د تیلو د کمي له امله هم کاروبارونه اغیزمن شوي دي. په مردان ښار کې د ځایې پټرول پمپ منیجر بابر خان وایي هغوی نه شی کولی چی تنخاګانې ورکړي. دهغه وینا ده د تیلو ګرانۍ سره به په ملکي کچه ګراني نوره هم زیاته شي.  "د کوم ګاډي چې به د 20زرو روپو تیل لګیدل هغه به اوس 30 زره روپو ته ورسې او کوم خوراکي شیان او سبزیانې چې د بل ځائ نه راځي د هغی نرخونه به نیم په نیمه سېوا شي" رویټرز خبري شبکه وایي په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو بیعې نورې هم زیاتې شوي او په دې کې د 3 نه تر 4فیصدو پوری اضافه شوې ده. د خبر تر مخه دبرینټ کروډ ایل یو بیرل بيعه 117 ډالره او د ډبلیو ټي ایي بیعه 114 ډالرو ته رسیدلې او د پاکستان د تیلو زیاته برخه د بهرنیو هیوادونو نه درامد کیږي .

27.05.2022 ډیوه

ريچارډ بينيت: پر ښځو د طالبانو محدوديت بشري وضعيت جدي اغېزمن کړی

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت پر ښځو د محدودیتونو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې "له واقیعته لرې" بولي، تازه د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي په دغه هېواد کې د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو د لګولو د زیاتوالي پالیسو په بشري وضعیت جدي اغېز کړی دی. د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو د "بندیز زیاتوونکو" پالیسیو په اړه په کور دننه او نړیواله کچه اندېښنې په زیاتېدو دي -هغه څه چې د طالبانو حکومت یې "له واقیعته لري"ګڼي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې" د نړۍ له هېوادونو هیله لري چې د افغاني ټولنې له عيني واقعیتونو په سم درک سره، د افغانانو دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی وکړي." که څه هم دغه وزارت دا خبرپاڼه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کې د افغان مېرمنو په اړه د څرګندونو په اړه خپره کړې خو تازه د افغانستان د بشري وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت ویلي په دغه هېواد کې د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو د لګولو د زیاتوالي پالیسو په بشري وضعیت یې جدي اغېز کړی دی. نوموړي په یو بیان کې ویلي: "زه په چارواکو غږ کوم چې سمدستي هغه پالیسۍ او لارښوونې بېرته واخلي چې په ښځو منفي اغېزه کوي همدارنګه د تعلیم، کارموندنې او د عامه ژوند په نورو ټولو اړخونو کې د مساوي ګډون لپاره د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي." د ملګرو ملتونو په ګډون د ښځو د حقونو یو شمېر فعالینې هم ورځ بلې ته د طالبانو د حکومت له لوري پر دوی د بندیزونو لګولو اندېښمنې کړي او له طالبانو غواړي چې د افغان ښځو ټولنیز ژوند او حقونو ته دې درناوی وکړي. د ښځو د حقونو فعاله نفیسه دانش وایي طالبان باید د یو حاکم نظام په توګه د نیمایي ولس په توګه د افغان مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي. نوموړې وايي: "که چېرې اسلامي امارت غواړي چې نړۍ سره تعامل ولري او خپل نظام دوه ورځینی ونه ساتي نو د افغان مېرمنو او نجونو اساسي حقونه دې ورکړي." بلخوا د ښځو د حقونو ځینې نورې مدافعینې وایي که د طالبانو له لوري دا بندیزونه همداسې دوام وکړي، په ټولنیز ژوند کې به د افغان مېرمنو ونډه کاملا کمرنګه کړي. د ښځو د حقونو فعاله او د ښوونځي ښوونکې شبنم نورزۍ وایي: "له هغه مهاله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي یوازې له څو ادارو پرته دوی ټولې ښځې له کار ایستل او په کور کښېنول شوي، طالبان وایي چې ښځو ته مناسب کاري چاپېریال برایروي خو خو تر داسې نه دي کړي پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري د بندیزونو دوام به افغانستان له نورو سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړي." خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي چې"د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقوقو د تأمین په برخه کې پر خپله ژمنه یو ځل بیا ټینګار کوي." طالبان داسې مهال دا خبره کوي چې ورځ بلې ته پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه زیاتوي. د ښځو له کار، تعلیم له محرم پرته پر سفر بندیزونه او د مخ پټول هغه څه دي چې د طالبانو پر ضد تندې نیوکې او اندېښنې راپارولي دي.

27.05.2022 ازادي راډیو

منظور: د خړکمر په پېښه کې وژل شوو ته په درېو کلونو کې انصاف ور نه کړی شو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي د شمالي وزیرستان خړ کمر پیښې درې کاله پوره شول خو په دې پېښه کې وژل شوو کسانو ته انصاف ور نه کړی شو.

27.05.2022 ډیوه

پاکستان کې پټرول او ډيزل 30 روپۍ ګران کړی شوي

پاکستان کې د تيلو (پټرول، ډيزلو) قيمونو کې د يو ليټر په سر 30 روپۍ سېوا کړی شوي دي، د تيلو ګرانولو ته سخت غبرګون ويل شوی خو حکومت ويلي د تيلو قيمتونه سېوا کول ضروري شوي وو.

27.05.2022 ډیوه

راډيويي مجله؛ د احمد شاه بابا کور په نړېدو دی

په کندهار کې د احمد شاه بابا د کور د رغاونې کارونه په ټپه دریدلي، په خوست او کونړ کې د کتابونه مینه وال په کمېدو دي، خو په کابل کې یو ځل بیا د کتابونه د چاپ چارې خوځیدلې دي. د ازادي راډيويي مجله د لاندې غږيز فايل په کليک کولو اورېدلی شئ:

27.05.2022 ازادي راډیو

د تروډو له انتقاد وروسته کاناډا له ایران سره د فوټبال لوبه لغوه کړه

د کاناډا د فوټبال ټولنې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (مرغومي پنځمه) د دغه هېواد د صدر اعظم جستن تروډو له انتقاد وروسته له ایران سره د فوټبال لوبه لغوه کړه.

27.05.2022 امریکا غږ

د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوې کمېټه څومره اغېزناکه ده؟

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یوه ۸ کسیزه کمېټه ګومارلې ده. وايي د کمېټې کار په مخ روان دی او ژر به دا ستونزه حل کړي. عصمت څاروان په دې موضوع د ښځو د حقونو له یوې فعالې ماریا توتاخېل سره مرکه کې او لومړی یې ورته ویلي، د طالبانو دا اقدام، چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یې د دیني عالمانو کمېټه جوړه کړې، څنګه ارزوئ؟

27.05.2022 ازادي راډیو

طالبانو پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي- راپور

په افغانستان کې مقامات وايي چې پاکستان ته یې د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي‌ او په همدې حال کې په توکو باندې کمرګي مالیات لوړ کړي دي.

27.05.2022 امریکا غږ

زیلینسکي: روسیه د نسل وژنې ښکاره پالیسي مخې ته وړي

د اوکراین ولسمشر ویلاديمیر زیلیسنکي د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (مرغومي پنځمه) روسیه تورنه کړه چې د اوکراین په ختیځ کې د دونباس په سیمه کې د «نسل وژنې ښکاره پالیسي» مخې ته وړي.

27.05.2022 امریکا غږ

په امریکا کې د 'بیزو دانې' ساري ناروغۍ پېښې ثبت شوې

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د روغتیا چارواکي وايي چې په اوو ایالتونو کې یې د « monkeypox» بیزو دانې ساري ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي.

27.05.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more