شاته

شمالي وزیرستان:هدفي وژنو کې دوه نور کسان وژل شوي

په شمالې وزیرستان کې بیا د هدفي وژنو پیښې شوې چې پکې دوه کسان وژل شوي ،ځایي خلک وایي تر ضرب عضب عملیاتو وروسته نیزدې 450 کسان په هدفي حملو کې وژل شوي او پوښتنه کوي چې د وسله والو سره د ډز بندۍ وروسته د هدفي وژنو مخنیو ی ولې نه کیږي؟

خو پولیس وایي هره پیښه هدفي نه وي خلک په شخصي دښمنیو کې سره یو بل وژني بیا څوک مقدمه کې نه نوموي.

د شمالي وزیرستان پولیس د هدفي وژنو دا تازه پیښې تایيدوي او وايي دا وژنې میر علي بازار سیمه کې شوې دي.

د میر علي پولیسو تاڼې چارواکو وویل تازه پیښه نن د چهارشنبې په غرمه میر علي بازار کې په خیسور سړک شوې چې په یو تن نامالومه کسانو ډزې کړي او په ځایې یې وژلی دی.

د دوی په وینا وژل شوی تن شاهین الله نومیږي او د میرانشاه دګړیوم سیمې اوسیدونکی ؤ.

پولیس وایي بله پیښه نن د میر علي تحصیل ټوچي پار ایمارکي سیمه کې شوې چې دغلته د یو تن مړې موندل شوی چې په وجود یې د تشدد نخښې لیدل کیږي او په ګولیو سره ویشتل شوی دی .

د پولیسو په وینا وژل شوی تن دعطا محمد په نوم پیژندل شوی چې د میر علي خوشحالي سیمې ځایې اوسیدونکی ؤ او دوه ورځې وړاندې د میر علي بازار نه نامالومه کسانو تښتولی ؤ.

د دوی په وینا د وژل شوو کسانو کورنۍ په چا دعوه نه ده کړې او د نامالومو کسانو په ضد مقدمې درج شوي او پولیسو پلټنې پېل کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې روانه میاشته 12 ځایي کسان په هدفي وژنو او بمي چاودنو کې وژل شوي .

په 18مئ په میر علي کې د یو ځایي تن تښتولو وروسته د هغه مړی غورځول شوی ؤ.

په 14مئ د شمالي وزيرستان په میرانشاه درپه خېل سیمه کې په یوهدفي برید کې پینځه کسان وژل شوي وو.

په میر علي کې دا تازه د هدفي وژنو پیښې په داسې حال کې کیږی چې په 21م اپرېل د ملک وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی و او د پوځ ویاندې ادارې په جاري کړي بیان کې ویلي وؤ چې وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تیر کړی شوی ؤ.

بیان کې ویل شوي وؤ وزيراعظم شهباز شريف د ترهه ګرۍ دملا ماتولو او هر رقم ترهه ګرو ډلو ته ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو کې د کاميابۍ لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته یې درناوی وړاندې کړی دی.

خو د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایی د ضرب عضب عملیاتو اته کاله پوره شوي او تحریک طالبان پاکستان د ډز بندي اعلان کړی خو بیا هم په شمالي وزیرستان کې هره ورځ د نا امنۍ پیښې کیږي .

هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 450 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي. چې د علاقې عام خلک دي.

داوسنۍ پیښې په اړه هغه وویل ضرب عضب عملیاتو نه وړاندې هم په رڼا ورځ دخلکو تښتولو پیښې کېدلې او بیا به دغه رقم مړي ترلاسه شول. او اوس بیا دغه لړی پیل شوي ده.

وي او ای ډیواه سره خبرو کې هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو د اتوؤ کلونو پوره کېدو وروسته د عامو خلکو د وژنو مخه ولې نه نیول کیږي دا په داسې حال کې ده چې تحریک طالبان پاکستان د ډزبندۍ اعلان کړی دی.

پرون هم شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي او په 14 مئ په یو ځانمرګي برید کې درې عسکر وژل شوي وو.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړي وؤ چې پکې ددغه سیمې د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې وې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي.

خو د علاقې پولیس وایي هره پیښه د هدفي وژنې نه وي خلک په شخصي دښمنو کې سره یو بل ووژني او هغې ته بیا د هدفي وژنې نوم ورکوي .

پولیس زیاتوي خلک دې په مقدمه کې کسان نوموي پولیس به یې پرضد کاروایي کوي.

په دې تیره یوه اوونۍ کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې پداکستان د پوځ شپږ عسکر، بنو جاني خېل کې یو دملیشاه ځواک عسکر او لکي مروت کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي.

دا پیښې په داسې حال کې شوې چې لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مئ میاشتې په پیل کې کړې ډز بندي د مئ تر اخره غځولې ده.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلې چې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ یې د مذاکراتو منځګړتوب کړی او وایي دغه مذاکرات کامیابه شوي دي خو دا یې نه دي ویلي چې د پاکستان د حکومت استازیتوب چا کولو.

سرچینې وایي تیره اونۍ د پاکستان د اسخبارتي ادارې پخوانې مشر اود پېښور موجوده کور کمانډر جنرل فیض حمید د تحریک طالبان پاکستان سره خبرو کولو لپاره کابل ته تلی ؤ.

ټي ټي پي او د پاکستان د امنیتي ادارو سرچینې ویلي د دغو خبرو په نتیجه کې د پاکستان له زندانونو د ټي ټي پي په لسګونو بندیان خوشي کړل شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان په دغو بندیانو کې د دوی دوه مهم قومندانان مسلم خان اؤ محمود خان هم شامل دي.

څیړونکي وایي دې بریدونو نه ښکاري چې د وسله والو ټولې ډلې د تحریک طالبان په لاس کې نه دي او که مذاکرات کامیاب هم شي خو دغلته د ناامنی خطر به پځائ وي.

سیاست مدار او د پاکستان د سینیټ پخواني غړي افرسیاب خټک تیره ورځ په ټیوتر لیکلي وؤ
د پاکستان دننه څو ریاستونه (او يا هم امپایرز) موجود دي،

هغه پوښتنه کړې وه چې دپاکستان د ایین په کوم شق کې راغلي چې د پېښور "امنيتي چارواکي" ګاونډي هېواد ته ځي او لاقانونه ګرځول شوؤ تنظیمونو سره خبرې کوي او د هغوی بندیان خوشي کوي دا په داسې حال کې چې وسله وال بريدونه لا هم دوام لري

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.